Sherzai slams misuse of govt resources

 
ګردېز-اروزګان (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ نوماند ګل اغا شېرزي دولت تورن کړ، چې د يوه مشخص کانديد په ګټه د دولتي امکانانو د کارونې مخنيوى نه کوي.
شېرزي، چې نن (د وري ١٢مه) يې پکتيا ولايت ته سفر کړى و، د يوې غونډې پر مهال خپلو پلويانو ته په خبرو کې تر ډېر د يو شمېر نورو کاندېدانو پر کړو نيوکې وکړې.
نوموړي په خپلو خبرو کې وويل: ((ولسمشر د زلمي رسول په ګټه کار کوي او د هغو دولتي چارواکو پر کړونو چوپه خوله دی، چې په ښکاره دغه نوماند ته دولتي امکانات کاروي.))
شېرزي دا هم وويل، چې د ولسمشرۍ يو شمېر کانديدان او د هغوی ملاتړي د دندو په وخت کې په خپلو چارو کې پاتې راغلي او دوی نه شي کولای، چې افغانستان د ثبات خوا ته بوځي.
ده دا هم وويل: ((د ولسمشرۍ په کانديدانو کې داسې کسان هم شته ،چې د نورو هېوادونو له استخباراتو سره لاس لري، له هغوی پيسې اخلي او د برياليتوب په صورت کې به ورته کار کوي.))
ګل اغاشېرزي د پکتيا خلکو ته ځيني ژمنې هم ورکړې، چې د بري په صورت کې به يې ترسره کوي.
ده وويل، چې د دغه ولايت لپاره به پنځه کلن پرمختيايي پلان جوړوي او په بېلابېلو برخو کې به ورته کارونه کوي .
د غونډې پر مهال د خوست ولايت يوه قومي مشرحاجي مير غوث الدين هم خبرې وکړې او ګل اغا شېرزی ئې ولسمشرۍ ته وړ کاندېد وباله .
د يو بل خبر له مخې، د زلمي رسول له ټاکنيزې ډلې ملاتړ کوونکي محمدنادر نعيم نن اروزګان ولايت ته د خپل سفر پر مهال د يوې غونډې په ترڅ کې له ځايي خلکو وغوښتل، چې په راتلونکو ټاکنو کې خپله رايه زلمي رسول ته ورکړي.
د سردار نعيم په وينا، زلمى رسول د هېواد د ښې راتلونکې لپاره بېلابېل پروګرامونه لري، چې ارګ ته په رسېدو سره به ټولې هغه هيلې پوره کړي، چې هېوادوال يې تمه لري.
نوموړي وويل، چې ده هم د زلمي رسول پلانونو ته په کتو سره پرېکړه وکړه، چې له هغه سره يوځاى شي.
له بلې خوا په ياده غونډه کې سلګونو ځايي اوسېدونکو هم خپل ملاتړ له زلمي رسول څخه اعلان کړ او ويې ويل، چې دوى به خپله رايه دغه نوماند ته ورکوي.
د دغه ولايت يوه اوسېدونکي حاجي احمدشاه وويل، زلمي رسول ته ځکه رايه ورکوي، چې د ده په وينا وړ نوماند دى.
ټاکل شوې راتلونکې ټاکنې د وري په ١٦مه ترسره شي.
دغه راز نن په کونړکې ولسمشرۍ ته نوماند ډاکټر زلمي رسول په ملاتړ غونډه وشوه.
 دغه غونډه چې په پیچ دره ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، سلګونه کسانو برخه اخيستې وه.
دغه غونډه چې د ولسي جرګې غړي حاجي صالح محمد صالح په نوښت جوړه شوې وه راټولوشو خلکو ته د زلمي رسول دپروګرامونو په اړه د غونډې ګډونوالوته مالومات ورکړل، او له خلکو يې وغوښتل چي خپلې رایه د زلمي رسول په ګټه وکاروي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.