٤٩-حاجي بهرام څمکنى :
د پکتيا انتخابي سناتور
 
حاجي بهرام څمکنى د زمان شاه خان زوى، چې په ١٣١٧لمريز کال د پکتيا ولايت په څمکنيو ولسوالۍ کې زېږېدلى او دکابل پوهنتون د پوليس اکاډمۍ فارغ التحصل دى . نوموړي په بېلابېلا ولايتونو کې په پوځي مسلک کې ٣٥ کاله دنده ترسره کړې ده .
داړيکو شمېرې : 0799052270-0707094940
٥٠-عبدالحنان حق ويون توتاخيل :
دپکتيا انتخابى سناتور
 
عبدالحنان حق ويون توتاخيل د حاجي شهباز زوى، چې په ١٣٥٠ لمريز کال کې د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالۍ کې زېږېدلى او تر ١٢ ټولګي پورې يې زده کړې کړي . نوموړي تر دې وړاندې د ټاکنو په خپلواک کمېسيون کې دنده تر سره کړې ده .
د اړيکې شمېره : 0799698822
 
٩٣-فوزيه سادات څمکنۍ :
د پکتيا انتصابي سناتوره :
 
فوزيه د سيدعبدالمنان لور، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې د کابل ولايت په ده سبز ولسوالۍ کې زېږېدلې او له اره دپکتيا ولايت د څمکنيو ولسوالۍ اوسېدونکې ده ، په ١٣٦٨ لمريز کال کې له لېسې فارغه شوې او د ښوونې روزنې پوهنتون د ادبياتو پوهنځى يې په ١٣٨٧ لمريز کال کې پاى ته رسولى .نوموړې له لېسې څخه تر فراغت وروسته تر ١٣٨٩ لمريز کال پورې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي.
د اړيکې شمېره : 0775504604
 
١٠٢-حاجي بازمحمد زرمتى :
د پکتيا انتصابي سناتور
 
حاجي بازمحمد زرمتى د راز محمدخان زوى ، چې په ١٣٠٧ لمريز کال کې د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې زېږېدلى ،منځنۍ زده کړې لري ، نوموړى د ولسي جرګې په ١٢ او ١٣ دوره کې د ولسي جرګې وکيل و،د اتحاد اسلامي ګوند په بېلابېلو برخو کې يې دندې اجرا کړي ، خو ددې ترڅنګ يې د قومونو، قبايلو او سرحداتو وزارت د مالي او اداري مرستيال ، د شهيدانو او معلولينو چارو وزارت مرستيال په توګه يې هم دندې اجرا کړي او اوسمهال د مشرانو جرګې د غړيتوب ترڅنګ د سولې عالي شورا غړى هم دى .
برېښناليک :                     [email protected]
د اړيکو شمېرې : 0700274466-0202502614