پکتيا ولايت د افغانستان په سوېل ختيځ زون کې پروت غرنی ولايت دی، چې ټول مساحت يې  ۱۶۸۶۲ کيلومتره مربع  او د بحر له سطحې شاوخوا ۱۵۰۰ متره لوړ دی.
پکتيا ۱۳ لويې او وړې ولسوالۍ لري، ډېر اوسېدونکي يې په غرنيو ولسواليو کې ژوند کوي.
د رباني د حکومت پرمهال يې سرشمېرنه نږدې پنځه سوه زره شوې؛ خو په پکتيا کې دا مهال د روغتيايي او مرستندويه ادارو له لوري نا رسمي سرشمېرنې څرګندوي، چې پکې د نفوسو شمېر تر يونيم ميلون پورې رسېږي.
پکتيا اوږده تاريخي سلسله لري، د پخوانيو اريايانو مرکز ګڼل شوی او په تاريخي کتابونو کې راغلي، چې ټول پښتانه په هغه وخت کې له دې ځايه نورو سيمو ته کوچېدلي او ځای پر ځای شوي دي.
 
ولسوالۍ:
پکتيا شپاړس اداري واحدونه لري،چې يو مرکز او ديارلس ولسوالۍ دي. احمداباد، سيدکرم، ميرزکه، احمدخېل، ځاځي اريوب، لجه منګل، جانخېل، څمکني، ډنډې پټان، شواک، ګرده څېړۍ، وزې ځدراڼ، زرمت، يې ولسوالۍ دي، چې احمداباد او سيدکرم يې په هواره ځمکه او پاتې نورې يې په غرنيو سيمو کې پرتې دي.
 
د اوبو بندونه:
د مچلغو بند د پکتيا مرکز ګردېز ښار څخه ۴۰ کيلو متره مخ په سوېل ختيځه سيمه په احمد ابا ولسوالۍ کې موقعيت لري. دغه بند ۱۸۰۰ هکتاره ځمكه خړوبوي او د ۸۰۰ كيلو واټه برېښنا د توليد ظرفيت لري. که څه هم چې له تېرو څو کلونو راهيسې يې د جوړېدو ژمنې کېږي ، خو لا هم نه دی جوړ شوی.
 
کولتور:
د پکتيا خلک د جرګو او مرکو د خلکو په نامه يادېږي او ډېرې شخړې او لانجې په کې له دې لارې هواريږي او دا يې د کولتور يوه خاصه ځانګړنه ده.
په پکتيا کې ډيری تصميمونه دقومونو له خوا نيول کېږي؛ خو د دې تر څنګ د لوړ ولور او ګڼ شمېر نور دودونه هم په کې رواج لري.
دغه راز په تېرو يوولسو کلونو کې لکه د نورو ولايتونو په شان په کې فرهنګي چارې هم ګړندۍ شوې دي.
په پکتيا کې پنځه اويا کاله وړاندې د وړانګې په نامه يوه پنځلس ورځنۍ جريده د اطلاعاتو او کولتور رياست په چوکاټ کې خپرېده؛ خو د دېرش کلنو جکړو او د طالبانو د واکمنۍ پر مهال له خپرېدو پاتې وه؛ خو د نوي حکومت په راتلو سره بيا فعاله شوه.
 
دغه راز په کې وخت ناوخت غونډې، ادبي ناستې، مشاعرې، سیمینارونه او نورې فرهنګي چارې هم تر سره کېږي.
 
تاريخې ابدې:
د ګردېز بالاحصار د پکتيا تر ټولو لوړه او ستره تاريخي سيمه او ودانۍ ده. دغه بالاحصار د ښار ختيځ ته په  څلوېښت متره لوړه غونډۍ پروت دى، چې اوږدوالى يې ۱۵۰ متره او پلنوالى يې پنځوس متره ښودل كېږي.
د دغه بالاحصار په اړه د سيمې اوسېدونكي وايي، چې سلګونه كاله پرې تېر شوي او په خپل وخت كې واكمنو د يوه سنګر په توګه كار ترې اخېست.
 
مشاهير:
پکتيا د تاريخ په اوږدو کې په خپله غېږه کې ډېر ستر شخصيتونه روزلي او ټولنې ته يې وړاندې کړي دي. پخوانی ولسمشر ډاکټر نجيب الله، ببرک خان ځدراڼ، باچا خان ځدراڼ، مورخ عبدالحی ګردېزي، سرمحقق علي محمد منګل، غلام محمد زرملوال، حيات ګردېزی، استاد ګلزمان، احسان الله درمل، رحيم الله زرمتی او ګڼ شمېر نور يې مشهور او نوميالي دي.
 
رسنۍ:
د نوي حکومت په راتلو سره په تېرو يوولسو کلونو کې په پکتيا کې هم د نورو ولايتونو په شان ګڼې رسنۍ خپرونې کوي. وړانګه، اوښتون، سحر، پکتيا، ولس هيلې، سيدکرم، ميرزکه، افغان ننګ، پکتيا ځوانان او غوټۍ مجلې اوسراب او پکتيا غږ جريدې يې چاپي خپرونې دي.
دغه راز يو ملي تلوېزيون، ملي، اوښتون، پکتيا غږ، روان اف ام، کاروان او څمکنی غږ په دې ولايت کې فعالې راډيوګانې دي.
د دې تر څنګ پژواک خبري آژانس، کليد، بي بي سي، ازادۍ، سلاموطندار او بيان راډيو ګانې او شمشاد، ژوندون، لمر، طلوع، يک او يوشمېر نور تلوېزيونه له کابله هم په دې ولايت کې اورېدل کېږي او ليدل کېږي.
پوهنه:
دا مهال په پکتيا کې ۳۴۰ ښوونځي او بېلابېلې ښوونيزې ادراې شته، چې په کې ۸ ديني مدرسې، يوه ميخانيکي، يوه د کرنې مسلکي لېسه او يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ شامل دي، چې ۱۸۰۰۰۰ زره زدکونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۵۰۰۰ تنه يې نجونې دي.
په پکتيا کې له ۳۴۰ ښوونځيو څخه ېې ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نه لري. پکتيا له پنځو څانګو سره يو دارالمعلمين او يو پوهنتون هم لري.
صنعت:
په پکتيا کې که څه هم چې صنعت ډېره وده نه ده کړې؛ خو په ځينو کليو او بانډو کې لاسي توکي جوړېږي. يوشمېر کسان د خامک، وړيو، نيمڅي، ټوکرۍ، پوزي، خټين لوښي او نور جوړوي.
کرنه:
پکتيا يو غرنی ولايت دی، چې ډېری برخه يې غرونه دي او د کر لپاره کمې ځمکې لري.
په سيدکرم، احمداباد او زرمت ولسواليو او ګردېز ښار کې د کرنې وړ ځمکه لري، چې تر ډېره په کې غنم، جوار او ځينې نور فصلونه کرل کېږي. په پکتيا کې په دې وروستيو څو کلونو کې د باغونو جوړولو ته هم د خلکو پام اوښتی او د مڼو او نور مېوو باغونه مخ  په ډېرېدو دي.
د دې ولايت ډېری ځوانان عربي هېوادونو ته د کار روزګار لپاره ځي.
لوبې:
په پکتيا کې ځوانان په ګڼو لوبو بوخت دي، واليبال، کرکټ او فوټبال هغه لوبې دي، چې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې مينه وال لري، دغه ډول ډېر شمېر ځوانان بيا د لازمو امکاناتو د نشتون له امله دوديزې لوبې تر سره کوي، چې په کې خوسی، تيږه اچول، غېږ نيول او نورو شامل دي.