Special Reports

پکتيا د پلازمېنې کابل سوېل لورته په ١٢٠کيلومترۍ کې له ډيورنډکرښې سره پروت سرحدي ولايت دى.
که څه هم پکتيا دطبيعي زېرمو له پلوهداهميت وړولايت دى،خو د کانونو د سروې او اکتشاف له پلوه ورته پاملرنه نه ده شوې، له همدې امله دياد ولايت زېرمې همداسېناسپړلېپرتې دي، چې نه يې دقيقه څېړنه ترسره شوې او نه يې په اړه ډېر معلومات شته.
د دې ولايت دکانونو رياست د معلوماتو پربنسټ، يو شمېر کانونه کشف شوي،خو په پوره ډول نه دي تثبيت شوي، چې ځينې يې په لاندې ډول پېژندل کېږي:

ګردېز ( پژواک، ٩ زمرى ٩٢ ) : د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي ،چې امنيت نسبي ښه شوى، خو د ماين له چاودنو او د بهرنيو ځواکونو له شپنيو عملياتو شکايت کوي.
ددې لايت له څوارلسو ولسواليو څخه يې پنځه ولسوالۍ زرمت ،شواک،ګرده څيړۍ،وځې ځدراڼ او جاني خېل دنورو په پرتله نا امنې او د وسله والو مخالفينو فعاليت پکې زيات دی.
په دې ولسواليو کې يې په زرمت کې دمولوي منصور ، په ځدراڼو او جاني خېلو کې د حقاني ډلې او په ځاځي اريوب او يو شمېر نورو ولسواليو کې د حزب اسلامي کسان جنګيږي .

ګردېز ( پژواک، ٨ زمرى ٩٢ ) : د پکتيا ولايت د بېلابېلو ادارو چاوراکي وايي ،چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولايت کې د بيارغونې سلګونه لويې او وړې پروژې پلې شوې دي ،چې لسګونه ميليونه ډالره ارزښت لري .
چارواکي وايي، چې که څه هم اوس مهال په پراخه کچه د بيارغونې پروژې نشته ،خو يو شمېر پروژې لکه دمچلغو بند،دخوست -ګردېز لويه لاره او ځينې نورې پروژې شته ،چې چارې يې روانې دي .
د پکتيا مرستيا والي عبدالولي سهي پژواک خبري آژانس ته وويل ،چې په تېرو څو کلونو کې لسګونه کيلومتره سړک ،لسګونه ښوونځيو ته ودانۍ ،لسګونه روغتيايي مرکزونه او په نورو بېلابېلو برخو کې کار شوی دی .

ګردېز( پژواک، ٢٦چنګاښ، ۹۲ ): د پکتیا د پوهنې چارواکي وايي، که څه هم چې په دې ولایت کې اوس د پوهنې بهیر ښه روان دی؛ خو هغومره پاملرنه ورته نه ده شوې ، چې لازمه ده.
هغوی وايي، پکتیا د خلکو د اړتیا په پرتله کم ښوونځي لري.
د دې ولایت د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق وايي، په تيرو لسو کلونو کې په دې ولایت کې پوهنیز بهیر پوره وده کړې او زرګونه کسان یې د پوهنې بهیر ته شامل کړي؛ خو لاهم ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.

ګردېز ( پژواک ١٠ زمرى ٩٢ ) : د پکتيا د يو شمېر ادارو چارواکي وايي ،چې ددې ولايت اقتصاد زياتره برخه په کرنه او پاتې يې په سوداګرۍ  او نورو ورته کارونو ولاړ دی
پکتيا يو غرنی ولايت دی ،د جغرافيايي جوړښت له مخې يې زياته برخه غرونه او کمه اندازځمکه يې کرکيلې ته برابره ده، خو له دې کمې کرنيزې ځمکې څخه يې زياته ګټه پورته کيږي.
کرنه او مالداري :
ددې ولايت دکرنې رييس نياز محمد لعلي ځدراڼ وايي،  چې دا مهال په پکتيا کې ۷۵ په سلو کې خلک په کرنه بوخت دي او  بېلابېل کرنيز توکي کري .