پکتيا د پلازمېنې کابل سوېل لورته په ١٢٠کيلومترۍ کې له ډيورنډکرښې سره پروت سرحدي ولايت دى.
که څه هم پکتيا دطبيعي زېرمو له پلوهداهميت وړولايت دى،خو د کانونو د سروې او اکتشاف له پلوه ورته پاملرنه نه ده شوې، له همدې امله دياد ولايت زېرمې همداسېناسپړلېپرتې دي، چې نه يې دقيقه څېړنه ترسره شوې او نه يې په اړه ډېر معلومات شته.
د دې ولايت دکانونو رياست د معلوماتو پربنسټ، يو شمېر کانونه کشف شوي،خو په پوره ډول نه دي تثبيت شوي، چې ځينې يې په لاندې ډول پېژندل کېږي:
١-کروميټ: دا کانونهد احمد اباولسوالۍ په شنه ژوره کې، د جاني خېلو ولسوالۍ په تنګه سيمه کې، دسيدکرم ولسوالۍد سيجنک په سيمه کې او دزرمت ولسوالۍد مکاوې په سيمه کېشتون لري.
٢-تالک: دا کان د اريوب ځاځيو ولسوالۍ په سر ګل سيمه کې شتون لري.
٣-مس: دا کان د احمد ابا ولسوالۍ د مچلغوپه سيمه کي شتون لري، چې د پژواک خبري اژانس د معلوماتو له مخې، د کانونو وزير اود پکتيا د والي په لاسليک، يوه شرکت ته له هر ډول قرارداد پرته د دوه سوه ټنو کاني موادو د وېستلو امريې ورکړل شوی و.
٤-د سلفر دارو اوبو زېرمه: د کانونو وزارت د معلوماتو پربنسټ، د پکتياولايت په تينک سيمه کې د سلفرداره اوبو زېرمې شتون لري.
د پکتيا د کانونو ادارې د معلوماتو پربنسټ، ددې ولايتهېڅ کوم کان نه دى سروې شوی اود شته زېرمې اندازه يې نه ده په ډاګه شوې، چې کوم کان له بل کان څخه لوی يا کوچنی دیاو له همدې امله په دې ولايت کېدهېڅ کوم کان قرارداد نه دى ترسره شوی،خو کومې بېلګې چې د پکتيا له کانونو څخه تر دې دمهکتل شوې دي، داسې ښکاري چې دګاونډيو هېوادونو له کانونوڅخه يې کيفيت ډېر ښه دى.
 
ساحل منګل