ګردېز ( پژواک، ٩ زمرى ٩٢ ) : د پکتيا ولايت يو شمېر اوسېدونکي وايي ،چې امنيت نسبي ښه شوى، خو د ماين له چاودنو او د بهرنيو ځواکونو له شپنيو عملياتو شکايت کوي.
ددې لايت له څوارلسو ولسواليو څخه يې پنځه ولسوالۍ زرمت ،شواک،ګرده څيړۍ،وځې ځدراڼ او جاني خېل دنورو په پرتله نا امنې او د وسله والو مخالفينو فعاليت پکې زيات دی.
په دې ولسواليو کې يې په زرمت کې دمولوي منصور ، په ځدراڼو او جاني خېلو کې د حقاني ډلې او په ځاځي اريوب او يو شمېر نورو ولسواليو کې د حزب اسلامي کسان جنګيږي .
ددې ولايت اوسېدونکي وايي،چې په تېرو کلونو کې دبهرنيو ځواکونو له خوا په زرمت ،ځدراڼو او نور بېلابېلو سيمو کې زيات شمېر شپني عمليات ترسره کېدل ،چې سلګونه کسان يې له ځان سره وړي ،وژلي او ټپيان کړي ،چې ددې ولايت دخلکو لپاره تر ټولو لويه ستونزه وه.
د زرمت ولسوالۍ يو تن اوسېدونکى رحيم ګل وايي ، چې پخوا به دامريکايانو له خوا زيات شمېر چاپې اچول کيدې ،چې ډيرو خلک سيمې پريښودو ته مجبور شول او له يو ځايه بل ته کډه شول.
هغه پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې اوس مهال دغه عمليات ۸۰ په سلو کې کم شوي، خو اوس خلک يواځې د وسله والو طالبانو له خوا دسړک دغاړ ې دخښ کړای شويو ماينونواو نورو بريدونو څخه په وېره کې دي .
ددې ولايت اوسېدونکي وايي ، چې امنيتي و ضعه ښه شوې او کوم بريدونه ،چې دوسله والو له خوا ترسره کېدل اوس نشته ، خو بياهم په پوره ډول په امنيتي وضعه کې ښه والی نه دی راغلی .
د شواک ولسوالۍ يو تن اوسېدونکی نورولي شاه وايي : (( پخوا به زموږ په ولسوالۍ او دبهرنيو ځواکونو په قطارونو باندې ډله ييز بريدونه کيدل ،چې څو ساعته  دوام به يې کاوه،خو اوس دغه ډول بريدونه نه ليدل کيږي .))
دی وايي ، چې اوس مهال دسړک د غاړې ماينونه،پټ کمينونه او ځينې نورې وړې پښې دي که څه کم دغه پېښې وړې، خو هره ورځ تکراريږي .
له بلې خوا دپکتيا يو شمېر اوسېدونکي وايي ، چې په دې وروستيو کې د ګردېز ښار او شاوخوا سيمو کې د سړک دغاړې او نورو  ورته ځای پر ځای شويو ماينونو پېښې زياتې شوې دي .
دګردېز ښار يو تن اوسېدونکی نقيب احمد وايي  ، چې په دې وروستيو څو مياشتو کې په ګردېز ښار او شاوخوا سيمو کې زيات شمېر چاودنې وشوې ،چې لسګونه خلک يې ټپيان او يو شمير يې ووژل، چې دغه چاودنې د ښار په مرکزي څلورلارو او د سړکونو ترڅنګ وشوې .
نوموړی وايي، چې د ښار اوسېدونکي د امنيت له پلو ډاډه نه دي ، ډير خلک دوېرې بازار ته نه راځي يا چې راشي په ښار کې ډير نه تم کيږي .
همدارنګه د ګردېز ښار اوسېدونکي داهم وايي، چې په دې وروستيو څو مياشتو کې وخت ناوخته د ښار او شاوخوا سيمو کې وسله وال غله زيات شوي او له خلکو څخه دټوپک په زور پيسې اخلي.
د ښار يو تن دوکاندار محمد اصف وايي، څو څو ځله دښار په منځ کې وسله والو کسانو له دوکاندارانو او صرافانو څخه پيسې وړې دي ،دوکانداران اوس تر ډيره ناوخته دوکانونه نه پرانيزي،تل په وېره کې وي .
د هغه په وينا، د ښار په څلور پنځه کيلومترۍ کې په ځينو سيمو کې وسله والو غلو پاټکونه اچولي وي او له خلکو پيسې اخلي .
د پکتيا د امنيت امر سمونوال محمد زمان دګرديز ښار او شاوخوا سيمو د  چاودنو په اړه وايي، ځينې نامعلومې  وسله والې ډلې غواړي، چې د ګردېزښار او د ورڅېرمه سيمو امنيت خراب وښيي ، خو دده په خبره، امنيتي ځواکونو په دې وروستيو کې ځينې شکمن کسان نيولي هم دي.

د پکتيا ولايتي شورا د شکايتونو د کمېسيون مشر مياخېل ځاځی دامنيتي وضعيت د خرابوالي علت په امنيتي ادارو کې په ولسي او مشرانو جرګو كې د پكتيا ولايت د ځينو استازو او ولايتي شورا د ځينو غړو لاسوهنه ګڼي ، چې د خپلو شخصي ګټو په موخه يې په يادو ادارو كې كوي  .
د ځاځي په خبره، ټوله ستونزه د ولسي جرګې او ولايتي شورا په غړو، د ولايت او قوماندانۍ تر منځ نه همغږۍ کې ده، چې په ګردېز ښار او نورو ولسواليو کې يې امنيت ګډوډ کړی دى.
د پکتيا نور امنيتي چارواکي وايي ، چې دپخوا په پرتله په امنيت کې ښه والی راغلی او د خلکو يادې ادعاوې ځينې مني او ځينې نه.
  امنيه قوماندان مل پاسوال زلمی اوريا خېل وايي، چې په ريښتيا هم په تېرو څو مياشتو کې دګردېز ښار او شاوخوا سيمو کې د وسله والو غلاوو اونورو پېښو خبرو نه راغلل ، خو دوی پر خپل وخت اقدام کړی دی .
نوموړی وايي، چې دګردېز ښار شاوخوا سيمو کې مو د وسله والو غلو د نيولو هڅه کړې او په څو عملياتو کې مو څو ډلې غله نيولي ، چې شمېر يې لسګونه تنه کيږي.
دی وايي :(( دښار په منځ کې، چې له دوکاندارنو څخه غلاوې شوي، موږ د هغو تحقيق کړی ،ځينې پېښې ريښتيا هم دغلا او ځينې پېښې يې داسې وي، چې دچوکيدار او خپله د دوکاندارانو له خوا رامنځته شوې دي .))
د پکتيا امنيه قوماندان مل پاسوال زلمی اورياخېل په پکتيا کې دامنيت دښه والي يو شمېر لاملونه په ګوته کوي .
دی وايي ، چې له يوې خوا په يو شمېر سرحدي ولسواليو ځاځي اريوب،څمکني،پټان او احمد خېلو کې سيمه ييز پوليس جوړ شوي دي ،چې دسميې خلک هم ورڅخه راضي دي او په امنيت کې يې مثبت رول لوبولی دی .
دی وايي ، چې د امنيت دښه والي او دمحلي پوليسو دموثريت له امله په پام کې لري ،چې په څو نور ولسواليو کې هم محلي پوليس جوړ کړي .
زلمي اورياخېل دامنيت دښه والي بل لامل له دولت سره د خلکو ملاتړ او له وسله والو طالبانو څخه دخلکو ناخوښي په ګوته کوي .
دی وايي، چې په دې وروستيو کې خلک دوسله والو له ظلم او زور څخه په تنګ راغلل ، وسله والو  خلک په بېلابېلو نومونو ووژل، نو همدا لامل وو، چې خلکو يې پر وړاندې غبرګون وښود   .
خو دپکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وايي، چې دهيواد په کچه دامنيت خرابيدل يو ستونزه ده،خو دا د منلو نه دي ،چې دځايي ولايتي ادارې تر منځ دې امنيت خراب شوی وي .
دی وايي ټولو هيوادوالو ته معلومه ده، چې سږکال په پاکستان کې ديني مدرسې د ځانمرګو بريدونو لپاره تړل شوې وې، نو خامخا به په امنيت اثر پريباسي .
دی وايي، چې اوس مهال دامنيت د ښه والي له امله ټولې ملکي اداري که هغه په مرکز او ياولسواليو کې دي ، فعاله دي او مامورين خپلو دندو ته ځي.
سهي وايي، چې تر اوسه پورې په پکتيا کې داسې ولسوالۍ يا داسې د بيا رغونې پروژه نشته ، چې د نا امنۍ له  امله دې په ټپيه درېدلې وي .