د پکتيا والي جمعه خان همدرد په ۱۳۳۳ لمريز کال کې د بلخ ولايت د بلخ ولسوالۍ د علم خېلو په کلي کې زيږېدلی دی او تر دوولسم ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي. همدرد د روسانو پر وړاندې د جهاد پرمهال په شمالي ولايتونو کې د حزب اسلامي د قوماندان په توګه برخه درلوده، چې په۱۳۷۴ لمریزکال کې د حزب اسلامي له خوا د شمال زون د تنظیمه ريیس په توګه پر دنده وټاکل شو.
د طالبانو د واکنمۍ پر مهال له څه مودې مقاومت وروسته ایران ته کډوال شو، کله چې د نړیوال ايتلاف په مرسته د طالبانوواکمني را وپرځېده، نوموړى هم بېرته خپلې پلرنۍ مېنې بلخ ته راستون او هلته مېشت شو. په۱۳۸۱ لمریزکال کې د اتمې قول اردو د قوماندان په توګه او په ۱۳۸۳ لمریزکال کې د بغلان د والي په توګه وټاکل شو او په ۱۳۸۴ لمریزکال کې د جوزجان د والي په توګه په دنده وګومارل شو.
همدرد د ۱۳۸۶ لمریزکال د مرغومي میاشتې په دوولسمه په قومي چاروکې د ولسمشر سلاکار وزیر او د پکتیا والي وټاکل شو ، چې تراوسه پورې د دغه ولايت د والي په توګه دنده تر سره کوي.
پښتو يې مورنۍ ژبه ده، په دري روانې خبرې ليکل او لوستل کولای شي، د دې ترڅنګ تر ډېره بريده په انګليسي هم پوهيږي.