پکتياولايت دافغانستان په سوېل ختيځ کې پروت واقع دى ،چې له پلازمېنې کابل څخه ۱۱۵ کيلومتره واټن لري.پکتيا د سوېل ختيځ زون مرکز دی ،اوس مهال پکتيا د مرکز په ګډون څوارلس اداري واحدونه لري.
١-ګردېز ښار:
ګردېز د پکتيا ولايت مرکز دى، دلته دولتي ودانۍ او ادارې فعالې دي،د اټکل له مخې څلور سوه زره خلک پکې مېشت دي، خلک يې په کرنه، باغدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي،يو شمېر خلک يې په عربو کې ژوند کوي او هلته په سوداګرۍ او د کاروبار په نورو بېلابېلو چارو بوخت دي .
٢-احمداباد ولسوالي:
دا ولسوالي له مرکز ګردېز ښار څخه شمال لوري ته په ١٥ کيلومترۍ کې موقعيت لري،دا ولسوالي هواره ځمکه لري او له مرکز سره نږدې ولسوالۍ ده، نفوس يې شاوخوا سل زره تنه دى،پراخه مساحت لري، خو کيلومتر مربع يې نه دى معلوم، غرنۍ سيمې هم لري، خلک يې په کرنې بوخت دي او ډېر يې په عربو کې مزدوري کوي.
٣-سيدکرم ولسوالۍ:
دا د پکتيا ولايت له مرکزي ولسواليو څخه ده، له لوګر سره ګډه پوله لري او د ګردېز ښار په ٣٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري.
دا ولسوالي په هواره ځمکه کې واقع ده، پراخه مساحت لري، خو کيلو متر مربع يې نه ده اټکل شوې، غرنۍ سيمې هم لري، خلک يې په بهرنيو هېوادونو کې په مزدورۍ بوخت ځينې يې په سيمه کې کاروبار کوي.
٤-ميرزکه ولسوالي:
دا ولسوالي د مرکز سوېل ختيځ لوري ته په ٤٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري. اټکليز نفوس يې ٨٠ زره تنه ښودل شوى، دغه ولسوالۍ پراخ طبعي ځنګلونه لري، خلک يې په کرنه، مالدارۍ او  د بار وړونکو موټرو په چارو بوخت دي.
٥- احمد خېل ولسوالي:
 
دغه ولسوالي  د  ولايت مرکز ګردېز ختيځ لوري ته په ٤٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري،  اټکليز نفوس يې ٧٥ زره  تنه دى، خلک يې په ځنګلونو بوخت دي،سوداګر دي او يو شمېر يې په کابل ا و ګردېز کې اوسېږي.
 
٦-ځاځي اريوب :
سرحدي ولسوالي ، له مرکز څخه ختيځ لوري ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، ١٥٠ زره يې نفوس اټکل شوى دى. دغه ولسوالۍ پراخ طبعي ځنګلونه لري، خلک يې په مالدارۍ ، کرنه او سوداګرۍ بوخت  دي .
 
٧-لجه منګل :
دا ولسوالۍ د ولايت ختيځ لوري ته په ٥٠ کيلومترۍ کې واقع ده، نفوس يې ٦٠ زره تنه اټکل شوى ، خلک يې د لرګيو د پلور په کاروبار بوخت دي او بې وزله دي، ډېرى وګړي يې  پاکستان او کابل  ته کډوال شوي ،د خلکو د سواد کچه يې لوړه ده .
 
٨-جاني خېل:
دغه ولسوالي د مرکز ختيځ لوري ته په ٧٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري،  نفوس يې  ٦٥ زره تنه  اټکل شوى دى، خلک يې  د ځنګلونو د جلغوزيو په راټولو او کاروبار بوخت دي.
 
٩-څمکني :
دغه ولسوالي د ولايت مرکز سوېل ختيځ لوري ته ٧٠کيلومتره لرې له پاکستان سره په ګډه پوله پرته ده ، نفوس يې شاوخوا دوه سوه زره تنه اټکل شوى ، خلک يې په دولتي ادارو کې کار کوي، يو شمېر  نور وګړي يې په کرنه ، مالدارۍ او د سوداګرۍ په چارو بوخت دي .
 
١٠-ډنډې پټان :
دا سرحدي ولسوالي ده، د ولايت د مرکز ختيځ لوري ته په ۸۵ کيلومترۍ کې موقعيت لري، نفوس يې ٦٠ زره تنه اټکل شوى ، خلک يې په کرنه او سوداګرۍ بوخت دي او يو شمېر نور يې په عربو کې کاروبار  کوي .  دغه ولسوالۍ  د پښتونخوا له پاړچينار سيمې سره اوږده پوله لري.
 
١١-شواک :
دغه ولسوالۍ د ولايت  مرکز سوېل ختيځ ته په ٣٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، نفوس يې ٣٠ زره تنه اټکل شوى، خلک يې د لرګيو په کاروبار بوخت دي، ډير ى  خلک  يې په خوست او پاکستان کې مېشت دي.
 
١٢-ګرده څېړۍ :
دغه ولسوالي د ولايت  مرکز سوېل ختيځ ته په ٤٥ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، نفوس يې ٣٠ زره تنه اټکل شوى ، خلک يې د لرګيو په کاروبار بوخت دي، ددې ولسوالۍ  ډير ى  خلک  هم  په خوست او پاکستان کې مېشت دي.
 
١٣-وزي ځدراڼ :
دغه ولسوالي د ولايت  مرکز سوېل ختيځ ته په ٦٠ کيلو مترۍ کې موقعيت لري، نفوس يې ٣٠ زره  تنه اټکل شوى ، خلک يې د لرګيو  په کاروبار بوخت دي .
 
١٤-زرمت :
دغه ولسوالۍ د ولايت مرکز سوېل لوېديځ لوري ته په ٣٥کيلومترۍ کې واقع ده، غزني او پکتيکا ولايتونو سره ګـډه پوله لري، خلک يې په کرنه، مالدارۍ، باغدارۍ او سوداګرۍ بوخت دي، خلک يې په بهرنيو هېوادونو کې سوداګري کوي. دغه ولسوالۍ ډيرې هوارې ځمکې او دښتې لري.