۱۹۴- محمد نواب منګل:
د پکتيا د خلکو استازى_ رايې:٤٦٥٤
محمد نواب منګل د حاجي يار الدين زوى ، چې په ١٣٤٣لمريز کال کې د پکتيا ولايت په لجه منګل ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. نوموړى په ١٣٦٥لمريز کال کې د کابل د حربي ښوونځي او د هوايي ځواکونو له کورس څخه فارغ شوى دى.
په کابل کې د اړيکو او توريزم شپږ مياشتنۍ کورس يې لوستى، نوموړي له وکالت څخه مخکې د ١٣٦٨ له کلونو څخه تر ١٣٨٩ پورې د دفاع وزارت د کارکونکي په توګه د هېواد په بېلابېلو کنډکونو کې دنده ترسره کړې او اوسمهال له وکالت سربېره سوداګريزې چارې پر مخ بيايي.
د اړيکې شمېره :۰۷۸۸۳۰۲۰۲۰
۱۹۵- مجيب الرحمن څمکنى:
د پکتيا د خلکو استازى_ رايې: ٤٠٩٩
ډاکټر مجيب الرحمن څمکنى د ارواښاد وکيل فضل الرحمن څمکني زوى، چې په ١٣٥١لمريز کال په کابل کې زيږيدلى دى.له اره له پکتيا ولايت څخه دى. نوموړي په ١٣٧٢لمريز کال کې د خيبر پښتونخوا د عبد الله بن مسعود ښوونځى لوستى او په ١٣٨٠ کال کې د پيښور له افغان پوهنتون څخه هم فارغ شوى دى.څمکني د اتو کلونولپاره د معالج ډاکټر په توګه د کمال طبي مرکز، د کويټ يانو روغتون او د پکتيا څمکنيو روغتون کې يې دندې ترسره کړې دي او د يوه کال لپاره د وزيرانو شورا د چارو ادارې سلاکار و.
داړيکې شمېره :٠٧٩٩٣٢٦٧٩٦
برېښناليک: Dr_ [email protected]
۱۹۶- راضيه سعادت منګل:
د پکتيا د خلکو استازې_رايې٣٨٥٠
راضيه سعادت د نيک محمد لور، چې په ١٣٥٢لمريز کال د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالى کې زيږيدلې ده. نوموړې په ١٣٦٨ لمريز کال کې د اسلام اباد د aims لېسې څخه فارغه شوې ده او په ١٣٧٥لمريز کال کې د محاسبې او بانکدارۍ په څانګه کې د امريکا متحده ايالاتو له west valley college کالج څخه د لسانس سند تر لاسه کړى دى. منګل له ١٣٧٥څخه تر ١٣٧٩کال پورې د امريکا متحده ايالاتو کې د بانک کارکونکې په توګه دنده ترسره کوله او په ١٣٧٩کال کې د Dora ادارې سره کار پيل کړ او په ١٣٨٣کال کې ددې ادارې د مشرې په توګه وټاکل شوه. په ١٣٨٤لمريز کال کې يې د ښځو ساختماني شرکت جوړ کړ.
د اړيکې شمېره :٠٧٠٠١٤٧٩١٠
برېښناليک: [email protected]
۱۹۷- محمدابراهيم غښتلى:
د پکتيا د خلکو استازى – رايې: ۳۹۲۵
محمد ابراهيم غښتلى د خان بادشاه زوى، چې په ١٣٥٠لمريز کال کې د پکتيا ولايت په سيد کرم ولسوالۍ کې زيږيدلى دى. نوموړى په ١٣٧٢لمريز کال کې د خيبر پښتونخوا د حضرت بلال له لېسې څخه فارغ شوى او په ١٣٨٣لمريز کال کې د کابل پوهنتون د حقوقو او سياسي پوهنځي څخه د لسانس سند ترلاسه کړى دى.غښتلي په ١٣٨٦لمريز کال کې د پام سازمان جوړ کړ او د پيام مجلې د امتياز خاوند هم دى. د پکتيا د ځوانانو د ټولنې د مشرۍ تر څنګ د درېيو کلونو لپاره د اترا ادارې د ظرفيت لوړونې او بشرى قواوو د مدير په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اړيکې شمېره :۰۷۷۴۱۲۹۲۹۰
برېښنا ليک: [email protected]
۱۹۸- ګل بادشاه مجيدي:
د پکتيا د خلکو استازى – رايې: ۵۹۱۷
ګل بادشاه مجيدي د حاجي زرګل زوى ، چې په ١٣٤٤لمريز کال کې د پکتيا ولايت د اريوب ځاځيو په ولسوالۍ کې زيږيدلى دى.نوموړى د کابل د نورمحمد شاه له لېسې څخه فارغ شوى،د کابل پوهنتون د ادبياتو پوهنځي له انګليسي څانګې څخه يې د لسانس سند ترلاسه کړى دى او همدارنګه د پاکستان له کراچۍ پوهنتون څخه په حقوقو کې هم د لسانس سند لري.نوموړى د زرګل مجيدي د سوداګريز شرکت د مرستيال په توګه، له افغانانو سره د مرستې د کمېټې، په جرمني کې د پکتيا د بياجوړونې د ګروپ او د ولسي جرګې په پنځلسمه دوره کې د وکيل په توګه يې دندې ترسره کړې دي.
اوسمهال له وکالت سربېره سوداګريزې چارې هم پر مخ بيايي.
داړيکو شمېرې :۰۷۰۷۳۵۸۸۸۸ او ۰۷۹۹۳۵۸۸۸۸
برېښنا ليک: [email protected]