د پکتيا ولايتي شورا ١٥ غړي لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې درېيو پخوانيو غړو يو ځل بيا دې شورا ته لاره ومونده. لاندې کسان د داخلي ټاکنو په ترڅ کې د دې شورا د اداري پلاوي د غړو په توګه وټاکل شول.
رييس: سردار ملنګ زوى
مرستيال: حاجی حفیظ الله مبارز
منشي: محمد رحمن قادري
 
١- ډاکټر الله میر خان بهرام زوی:
الله خان مير بهرام د بهرام خان زوی دى چې د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ په کمکي سوي کلي کې زېږېدلى دى. بهرام زوى په ۱۳۷۰ کال کې د خيبر پښتونخوا په کرمه ايجنسۍ کې د حضرعلي له لېسې فارغ شوی دی. بهرام زوى په پېښور کې په الفلاح پوهنتون کې په طبي برخه کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړي د پکتيا د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود او يو ځل بيا يې وکولى شول چې دې شورا ته لاره ومومي. نوموړي تر وکالته وړاندې په خپله ولسوالۍ کې د ډاکټر په توګه دنده ترسره کوله.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۸۱۳۷۷۳۷
٢- ایوب خان غروال:
ايوب خان غروال د رسول خان زوى دى چې په ١٣٥١ هجري لمريز کال کې د پکتيا په ځاځي اريوب ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي په کابل کې د جمهوريت لېسه کې مسلکي زده کړې کړې او وروسته د میخانیکی لېسې له دوولسم ټولګي فارغ شوى دى. نوموړى له ١٣٧٠ کال وروسته د طالبانو تر واکمنۍ پورې په کابل کې د ټانک کنډک د تخنيک مشر وو. غروال د کوم سياسي ګوند غړيتوب نه لري.
د اړيکې شمېره: ٠٧٧٢٦٩٢١٠٠
٣- حاجی حفیظ الله مبارز:
حفيظ الله مبارز د عبدالهادي زوی دى چې په ۱۳۵۶ کال کې د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ په هاشم خېلو سيمه کې زېږېدلی. مبارز د عبدالحی ګردېزي له لېسې فارغ شوى او د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ګردېز په دارالمعلمين کې تر ١٤ ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نوموړي په بېلابېلو دولتي ادارو کې دندې ترسره کړې دي. مبارز وړاندې له دې چې ولايي شورا ته لاره ومومي په خپله سيمه کې قومي مخور وو او همدراز د يوې نادولتي موسسې کارکوونکى پاتې شوى دى. نوموړى د داخلي ټاکنو په ترڅ کې د شورا مرستيال په توګه وټاکل شو.
د اړيکې شميره: ۰۷۷۷۷۱۴۹۸۴
٤- جنت خان څمکنی:
جنت خان څمکنی د حاجي عجب خان زوی دى چې په ۱۳۳۳ کال  کې د پکتيا د څمکنيو ولسوالۍ په بابوخېلو سيمه کې زېږېدلی دی .نوموړي د څمکنيو ولسوالۍ له لېسې فارغ شوى او تر ١٤ ټولګي پورې يې زده کړې کړې دي. څمکنى د حامد کرزي د حکومت پرمهال څلور کاله د ډنډ پټان ولسوال پاتې شوى او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، د ښوونکي او په مختلفو دولتي ادارو کې يې د مامور په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۳۰۱۲۱۳
٥- عبدالرووف خان ځدراڼ:
عبدالرووف ځدراڼ د پاچا خان ځدراڼ زوی دى چې په ١٣٦٣ کال کې د پکتيا د وزي ځدراڼ ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړي په خپله سيمه کې د وزي ځدران په ليسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نوموړي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي له بهرنيو ځواکونو سره کار کړى دى.
د اريکې شمېره:۰۷۷۳۰۰۲۰۰۰
٦- سردار خان ملنګ زوی:
سردار خان د ملنګ زوی دى چې په ١٣٤١ کال کې د پکتيا د ځاځي اريوب ولسوالۍ په درې خولې کلي زېږېدلى دى. نوموړی د پکتيا د عبدالحی ګردېزي له لېسې څخه فارغ شوی. نوموړي د ډاکټر نجيب د حکومت پرمهال په ملي امنيت کې دنده ترسره کړې او د طالبانو پر وخت يې شخصي سوداګري کوله.هغه وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي د قومي مخور په توګه دنده ترسره کوله.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۰۰۰۰۰۳۲
٧- حاجي سخي جان وفایار:
سخي جان وفايار د حاجي نعمت خان زوی دى چې په ١٣٥١ کال کې د پکتيا د احمدابا ولسوالۍ په مچلغو سيمه کې زېږېدلى دى. وفايار شاعر او ليکوال دى او په پاکستان کې د مهاجرت پرمهال يې په حضرت بلال لېسه کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې دي. نوموړى وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي په پکتيا کې له يو شمېر نادولتي موسسو سره کار کړى او ترڅنګ يې د ځوانانو د ملي او ټولنيز ارګان د پکتيا د څانګې رييس هم پاتې شوی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۶۴۳۴۳۲۴
٨- تاج محمد منګل:
تاج محمد منګل د حاجي نور محمد زوی دى چې په ۱۳۶۷ کال کې د پکتيا په لجې منګل ولسوالۍ کې زېږېدلی. منګل د خيبر پښتونخوا په کورمه ايجنسۍ کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې کړې او وروسته د خوست پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځي فارغ شوى دى. نوموړي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي، له ګڼ شمېر کورنيو او نړيوالو رسنيو سره د خبريال په توګه کار کړی دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۰۵۷۷۸۶۵۶
٩- عبدالمالک ځاځی:
عبدالمالک ځاځی د راز محمد زوی دى چې په ١٣٥٣ هجري لمريز کال کې د پکتيا ولايت د ځاځي اريوب ولسوالۍ په خرمنه کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي په کورمه ايجنسی کې د غرغښت له لېسې تر فراغت وروسته د پکتيا دارالمعلمين لوستى او دا مهال په پکتيا ولايت کې د پکتيا پوهنتون د ادبياتو پوهنځي محصل دى. ځاځى د ولايتي شورا د تېرې دورې غړى دى چې يو ځل بيا يې دې شورا ته لاره ومونده. نوموړي تر وکالته وړاندې د ځاځيو د محلي شورا د مرستيال په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۸۰۰۴۶۶۴
١٠- محمد رحمن قادري:
محمد الرحمن قادري د اول خان زوی دى چې په ١٣٦٦ کال کې د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ په خوشالخېلو کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د پاکستان په اسلام اباد او اخير پوهنتونونو کې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي. نوموړي وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره پيدا کړي په ځېنو نادولتي موسسو کې د حقوقي مشاور په توګه دنده ترسره کړې ده.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۷۱۴۷۰۶۰
١١- شفیق الله منګل:
شفيق الله منګل د رحمت الله زوی دى چې په ١٣٦٦ کال کې د پکتيا د ميرزکې ولسوالۍ په انډوام کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى په ګردېز کې د عبدالحى ګردېزي له لېسې فارغ شوى او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي د سرحدي پوليسو په ليکو کې دنده ترسره کوله.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۷۷۴۴۱۴۱
١٢- ګلالۍ سلیمانخېل:
ګلالۍ سليمانخېل د محمد ګل سليمانخيل لور ده چې په ١٣٤٩ هجري لمريز کال کې د پکتيا د زرمت ولسوالۍ په هيبت خېلو کلي کې زېږېدلې ده. مېرمن سليمانخېل په کابل پوهنتون کې د زمين شناسۍ په برخه کې لوړې زده کړې کړې دي او همداراز په ځينو ښوونځيو کې ښوونکې او مديره پاتې شوې ده. نوموړې د ولايتي شورا په تېره دوره کې غړيتوب درلود چې يو ځل بيا وتوانېده دې شورا ته لاره ومومي.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۷۷۷۴۴۴۱۳
١٣- ډاکټر شکیلا:
شکيلا منګل د سعادت خان لور ده چې په ١٣٥٣ کال کې د پکتيا ولايت د جانې خېلو ولسوالۍ د حسن زيو په سيمه کې زېږېدلى ده. مېرمن منګل په کابل کې په منځني طب کې لوړې زده کړې کړي او تر هغه وروسته يې د کابل دارالمعلمين هم لوستى دى. نوموړې د جانيخېلو ولسوالۍ په روغتون کې د روغتيايي کارکوونکې په توګه دنده ترسره کړې، په ځينو ښوونځيو کې ښوونکې پاتې شوې او له يو شمېر بهرنيو نادولتي موسسو سره يې هم کار کړى دى. 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۸۵۰۰۴۳۱
١٤- ممتاز کرخېل:
ممتاز کرخېل د حاجي جانباز زوی دى چې په ١٣٥٤ هجري لمريز کال کې د پکتيا د ميرزکې ولسوالۍ په ترۍ کلي کې زېږېدلى دى. ممتاز لومړنۍ زده کړې د احمدخېلو په ولسوالۍ کې کړي او وروسته د عبدالحى ګردېزي له لېسې فارغ شوى دى. نوموړي له بېلابېلو نادولتي موسسو سره کار کړى او وړاندې له دې چې ولايتي شورا ته لاره ومومي پر شخصي کاروبار بوخت وو.
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۰۳۰۰۰۰۰
١٥- زرغونه حمید طوطاخیل:
د اړيکې شميره: ۰۷۸۸۶۴۳۴۰۰