ګردېز( پژواک، ٢٦چنګاښ، ۹۲ ): د پکتیا د پوهنې چارواکي وايي، که څه هم چې په دې ولایت کې اوس د پوهنې بهیر ښه روان دی؛ خو هغومره پاملرنه ورته نه ده شوې ، چې لازمه ده.
هغوی وايي، پکتیا د خلکو د اړتیا په پرتله کم ښوونځي لري.
د دې ولایت د پوهنې رییس انجینر محراب الدین شفق وايي، په تيرو لسو کلونو کې په دې ولایت کې پوهنیز بهیر پوره وده کړې او زرګونه کسان یې د پوهنې بهیر ته شامل کړي؛ خو لاهم ورته لازمه پاملرنه نه ده شوې.
هغه وايي، دا مهال په پکتيا کې ۳۴۰ ښوونځي او بيلابيلې ښوونيزې ادراې شته، چې په کې ۸ ديني مدرسې، يوه ميخانيکي، يوه د کرنې مسلکي ليسه او يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ شامل دي.
د شفق په وینا، په دغومره ښوونځیو کې ۱۸۰۰۰۰ زره زده کونکي په زده کړو بوخت دي، چې ۴۵۰۰۰ تنه یې نجونې دي.
دی زیاتوي، په پکتیا کې له ۳۴۰ ښوونځيو څخه ېې ۱۶۹ ښوونځي ودانۍ نه لري.
د پوهنې رییس وویل، چې په روان کال کې په پام کې لري، چې ۶۹ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې کړي او د پاتې سلو ښوونځيو ودانۍ به هم په راتلونکيو کلونو کې جوړې شي.
شفق وايي، د ښوونکیو د روزنې لپاره یو عالي دارالمعلمین هم لري، چې کابو دېرش کاله وړاندې جوړ شوی، چې اوس هم فعال دی او په پنځو ولسوالیو زرمت، احمداباد، سیدکرم، ځاځي اریوب او څمکنیو ولسوالیو کې څانګې لري، چې سلګونه کسان په کې په زده کړو بوخت دي.
د نوموړي په خبره، چې په پکتیا کې د ښوونځیو تر څنګ یو پوهنتون هم شته، چې په ۱۳۸۳ کال کې رامنځته شوی ، چې په سر کې يې د کرنې او ښوونې روزنې پوهنځي درلودل.
محراب الدین شفق زیاتوي، کله چې له پيښوره ارایانا پوهنتون هيواد ته راوليږدول شو او د پکتیا له پوهنتون سره مدغم شو؛ نو د دې پوهنتون د پوهنځیو شمير له دوو څخه پنځو پوهنځیو ته لوړ شو.
هغه وايي، اوس مهال دغه پوهنتون د طب، کرنې، حقوقو، انجنرۍ او ښوونې او روزنې پوهنځي لري، چې څه باندې څلور زره محصلین په کې زده کړې کوي، چې درې سوه تنه يې نجونې دي.
ښوونکي او زده کوونکي:
د ګردېز ښار د عبدالحی ګردېزي ليسې ښوونکی نور ګل وايي، چې په تيرو څو کلونو کې د پوهنې په برخه کې زيات کارونه شوي؛ خو ښوونکيو ته لکه څومره، چې لازمه ده هغه ډول پاملرنه، نه ده شوې.
نوموړی وايي، په پکتيا کې ښوونکي ډېر بې وزله دي او دوه کاله وړاندې ورته د بنوزیو په سيمه کې د کورونو لپاره ځمکې ورکړل شوې؛ خو د سيمې د خلکو او د دولتي چارواکیو ترمنځ پرې د شخړې له امله لا هم پاتې ده.
د تجربوي ليسې د يوولسم ټولګي زده کوونکی منير احمد وايي، پوهنیز بهیر د پخوا په پرتله ښه شوی؛ خو په ځينو برخو کې لاهم ستونزې لري.
ده وویل، په ځينو ښوونځيو کې د لابراتوار نشتون ستونزه ده او يا په هغو ښوونځيو کې، چې لابراتوار شته، مسلکي استادان او توکي یې نشته، چې دې ستونزې ته بايد د پوهنې رياست زياته پاملرنه وکړي.
د څمکنيو ولسوالۍ د مرکزي ليسې د دوولسم ټولګي زده کوونکی عبدالله خان وايي، په اوسني وخت کې د پوهنې په برخه کې شخصي ښوونځي، پوهنتونونه او نورې ادارې هم د يادولو دي، چې په دې برخه کې يې لويه تشه ډکه کړې ده.
هغه زیاتوي، دا مهال په څمکنيو ولسوالۍ کې د ښوونځي زده کونکي ډېری وخت په شخصي مرکزونو کې زده کړې کوي، چې دا کار په کانکور کې له دوی سره زياته مرسته کوي او که چيرې دا شخصي مرکزونه نه وای، نو زيات شمير زده کونکو به لوړو زده کړو ته لاره نه وای پيداکړې.
خلک:
د پکتیا عام اوسيدونکي که څه هم چې د پوهنې په برخه کې د یو لړ پرمختګونو خبره کوي؛ خو وايي چې اوس هم ځینې ستونزې دغه بهیر ټکنی کوي.
د وزې ځدراڼ ولسوالۍ قومي مشر معتبر خان پژواک ته وویل، د ځدراڼو په درېيو ولسواليو، وزې، شواک او ګردې څېړۍ ولسواليو کې يوازې يوه ليسه موجوده ده، چې په کافي ډول ښوونکي هم نه لري.
نوموړي وویل، دې ولسواليو ته په خپل وخت ښوونيز توکي په پوره ډول نه رسيږي او که وي هم په ډېر ځنډ سره ور رسيږي.
د پکتيا د سيدکرم ولسوالۍ اوسيدونکی نورالله وايي، د دوی په سيمه کې زيات شمير هلکانو او نجونو تعليم ته مخه کړې ده؛ خو زیاتوي، چې د ولسوالۍ په لرو پرتو سيمو کې ښوونځي ودانۍ نه لري او دولت باید دې ستونزې ته پام وکړي.
روڼ اندي:
په پکتيا کې د مدني ټولنې فعال ډاکټر محمد نعيم احمدزی وايي، چې په دې ولايت کې د پوهنې بهير د يو شمير ولايتونو په پرتله ښه روان دی؛ خو په ځينو نا امنه ولسواليو کې زيات شمير زده کونکي له زده کړو څخه بې برخې دي.
نوموړی وايي، چې د دې سيمو لپاره باید په مرکز او ياهم په لويو ولسواليو کې ليليه ښوونځي جوړ شي، څو دوی په پوره ډول زده کړې تر سره کړي.