ګردېز ( پژواک ١٠ زمرى ٩٢ ) : د پکتيا د يو شمېر ادارو چارواکي وايي ،چې ددې ولايت اقتصاد زياتره برخه په کرنه او پاتې يې په سوداګرۍ  او نورو ورته کارونو ولاړ دی
پکتيا يو غرنی ولايت دی ،د جغرافيايي جوړښت له مخې يې زياته برخه غرونه او کمه اندازځمکه يې کرکيلې ته برابره ده، خو له دې کمې کرنيزې ځمکې څخه يې زياته ګټه پورته کيږي.
کرنه او مالداري :
ددې ولايت دکرنې رييس نياز محمد لعلي ځدراڼ وايي،  چې دا مهال په پکتيا کې ۷۵ په سلو کې خلک په کرنه بوخت دي او  بېلابېل کرنيز توکي کري .
نوموړی وايي، چې په دې حاصلاتو کې غنم ،جوار،اوربشي وريجې او ځينې نور دي ،چې کرل کيږي .
دی وايي، چې ددې ترڅنګ دپکتيا بزګرانو په دې وروستيو کې دباغونو ايښودلوته مخه کړې ،چې مڼې ،انګور،طبيعي جلغوزي ، چهارمغز او يو شمېر نورې ميوې په کې کيږي ،چې له دې ميو څخه يې مڼو ډيره وده کړې او په کال کې په ټنونو ټنونو صادروي   .
 ځدراڼ وايي، چې ددې ولايت يو شمېر خلک د شاتو په کاروبار بوخت دي ، چې ورسره  د ولايت اقتصاد هم وده کړې ده.
له بلې خوا ددې ولايت بزګران وايي ،چې دکرنې په برخه کې يو شمېر ستونزې او وړانديزونه لري ددوی په خبره ، چې که  چارواکي ورته پاملرنه وکړي ، ددوی په کاورنو کې به لا ښه والی راشي .
داحمد ابا ولسوالۍ يو تن بزګر عثمان وايي ، په تيرو لسو کلونو کې که څه هم په ټولو برخو کې پرمختګ شوی ، خو په پکتيا کې دکرنې په برخه کې د پام وړ کارونه  نه دي ترسره شوي .
دی وايي، چې بزګرانو سره داصلاح شويو تخمونو،کيمياوي سر ې اودمالداري په برخه کې دپام وړ مرسته نه ده شوې او کومې مرستې ،چې شوي په خپل وخت بزګرانو ته  نه دي رسېدلي .
ددې ولايت يوبل اوسېدونکی جمعه ګل ،چې دشاتو په کار اوبار بوخت دی وايي : (( د کرنې رياست له خو په تېرو لسوکلونو کې يو ځل له موږ سره مرسته شوې، هغه هم دمچيو روزلو يو ورکشاپ و او يوه اندازه وسايل يې راکړي دي .))
د هغه په وينا، په پکتيا کې دشاتو د مچيو د روزنې چارې ډيرې ښې پرمخ روانې دي، خو که چېرې دولت ورسره منظمه مرسته وکړي ، نو له يوې خوا به يې حاصلات ډير شي او له بلې خوابه نور بې کاره خلک هم په کار شي .
د پکتيا دکرنې ريس لعلي ځدارڼ د بزګرانو دغه ستونزې مني ، خو وايي دوی تر  خپله وسه پورې ورسره په هره برخه کې مرستې کړې دي .
دی وايي، چې هرکال په سلګونه ټنه اصلاح شوي تخمونه،دپسرلي په موسم کې لسګونه باغونه،دمالونو لپاره د درملنې درمل،د مېرمنو لپاره دچرګانو د روزنې پروګرامونه او ځينې نور خدمات وړاندې کړي دي .
نوموړی وايي ، دځنګلونو په برخه کې کار روان دی ،چې په ځاځي اريوب ولسوالۍ يې ځينې  برخې تر رغونې لاندې دي او همدارنګه دمنډير مشهورځنګل هم دکرنې وزارت په خاصه پاملرنه رغول کيږي ،چې کار يې روان دی .
سوداګري :
د پکتيا ولايت اوسېدونکي له کرنې وروسته په  سوداګرۍ او په عربي هيوادونو کې په مزدورۍ او نور کارو بار بوخت دي ، د ځايي سرچينو د معلوماتو له مخې، دامهال يواځې په عربي هېوادونو کې ۳۰ زره پکتياوال په کار ونو بوخت دي ، ترلاسه شوې پيسې هېواد او په ځانګړې توګه پکتيا ولايت ته رالېږي او دا د پکتيا د خلکو داقتصاد يو مهمه برخه تشکيلوي .
د پکتيا دکار او ټولنيزو چارو رييس عبدالصمد مصلح وايي ، چې په پکتيا کې زرګونه کسان ،چې د کار په شرايطو برابر دي، بې روزګاره ګرځي .
دی وايي، چې په پکتيا کې داسې فابريکې ،صنعت ،شرکتونه او د بيارغونې نورې پروژې نشته ،چې په يو ځل او دوامداره توګه پکې زرګونه کسان کار وکړي .
له بلې خوا د پکتيا سوداګر هم په دې ولايت کې دخپلو يو لړ ستونزو يادونه کوي او وايي ،چې چارواکي يې دحل په برخه کې پاتې راغلي دي .
د پکتيا د سوداګرو د خونې رييس ډاکترعبدالنصير علم يار وايي، په پکتيا کې دسوداګر ۱۴ اتحاد يې شته ،چې د ۱۵۰۰ سوداګرو تشکيل لري او په بيلابيلو برخو کې کار کوي .
دی وايي ،دسوداګرو لومړۍ ستونزه دترانزيټ په برخه کې ده  هغه دا،چې دپاکستان دسوداګرو موټر دلته راتللی شي ، خو د افغان سوداګرو موټر پاکستان ته نشي تللی او دا ستونزه  څو څو ځله اړونده وزارت سره شريکه شوې ، خو تر اوسه پورې نه ده حل شوې .
نوموړی دفابريکو لپاره دځمکې او د برېښنا د نه شتون دستونزو يادونه هم کوي او وايي ،چې ځايي چارواکو ورسر ژمنه کړې ، خو عملي شوې نه ده.
ډاکتر علم يار وايي، چې که دګردېز- پټان پر لويه لار کار وشي او تراتزيټ شي، نو هغه موټر ،چې له کراچۍ څخه په جلال اباد راځي  په دې لاره به راځي او دې ولايت ته به يې زياته ګټه وي .
لاسي صنايع:
په دې ولايت کې د لاسي صنايعو بازار نشته او نه يې څوک ډير کاروبار کوي، خو ځينې ميرمنې هم په کليو او بانډو کې ديو شمير لاسي صنايعو په جوړولو بو ختې دي ، چې ډير په کې لاسي ګنډونه ، غاړې ، کميسونه  او  له مريو څخه اوبدونکي توکي دي .
دغه لاسي صنايع دخرڅلاو سربېره ميرمنې د ځان او کورنۍ لپاره ګنډي خو په اوس وخت کې ددې صنايعو بازار تود شوی او خلک يې اخلي .
د ګردېز ښار يوه مېرمن ستاره وايي ،چې په دې توکو کې د لستوڼو او پايڅو خولېګنډونه، پايڅې،مټګلې دسترخوانونه،توبري ،د ږيرې دستمال، بالښتونه، ښيلونه، لمڅي، پتنوسپوښ، بټوۍ، رجړومې  او جرابې  دی ، چې يو شمېر ښځې په کې بوختې دي.
نوموړې وايي، چې  دغه توکي يواځي په پکتيا کې پلورل کيږي او ځانګړی مارکېټ  نه لري.