ګردېز ( پژواک، ٨ زمرى ٩٢ ) : د پکتيا ولايت د بېلابېلو ادارو چاوراکي وايي ،چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولايت کې د بيارغونې سلګونه لويې او وړې پروژې پلې شوې دي ،چې لسګونه ميليونه ډالره ارزښت لري .
چارواکي وايي، چې که څه هم اوس مهال په پراخه کچه د بيارغونې پروژې نشته ،خو يو شمېر پروژې لکه دمچلغو بند،دخوست -ګردېز لويه لاره او ځينې نورې پروژې شته ،چې چارې يې روانې دي .
د پکتيا مرستيا والي عبدالولي سهي پژواک خبري آژانس ته وويل ،چې په تېرو څو کلونو کې لسګونه کيلومتره سړک ،لسګونه ښوونځيو ته ودانۍ ،لسګونه روغتيايي مرکزونه او په نورو بېلابېلو برخو کې کار شوی دی .
نوموړی وايي، چې په ۲۰۱۱ کال کې په نورو ولايتونو کې د بيارغونې چارې ټکنۍ شوي او د مرستندويه ادارو په ځانګړې توګه د امريکا د متحده ايالاتو له خوا د بيارغونې پروژې په ټپه ودرېدې، خو بيا هم هغه اساسي او د پام وړکارونه ،چې بايد شوي وای په دې ولايت کې  تر سره شول .
دی وايي، چې د يادو ادارو له مرستو پرته د دولتي مرکزي ادارو له خوا هم سلګونه لويې او وړې پروژې پلې شوې ،چې په دې لړ کې د دولتي ودانيو جوړېدل ،بزګرانو سره په هره برخه کې مرسته د ملي پيوستون پروژې او ځينې نور يې د يادولو دي .
د پکتيا ښاروال اغامحمد سعدي وايي ، اوس مهال دګردېز ښار ۴۲ کيلومتره  لارې، کوڅې، د ښار پياده رونه او نور په پاخه او اساسي ډول جوړ شوي دي او ددې تر څنګ دوه د جرګو تالارونه ،يو لوی پارک او دښار د پاکۍ په موخه يې بېلابېل سيستمونه جوړ کړي دي .
د پکتيا د فوايدعامې  رييس انجنير عبدالله درانی وايي ، چې په تېرو څو کلونو کې په دې ولايت کې ۳۵۰ کيلومتره لومړۍ،دويمه او درېيمه درجه سړکونه په پاخه اواساسي ډول جوړ کړي دي.
د هغه په وينا، له دې سړکونو څخه يې دخوست –ګردېز ، ګردېز-پټان او يو شمير هغه سړکونه دي ،چې  د ګردېز ښار  شاوخوا اړونده سيمو ته غځېدلي دي .
ددې ولايت د پوهنې رييس محراب الدين شفق وايي ، چې د پکتيا په مرکز ګردېز او ولسواليو کې دا مهال ۳۴۰ ښوونځي او بېلابېلې ښوونيزې ادراې شتون لري ،چې په دې کې ۸ديني مدرسې ،يوه ميخانيکي ، يوه د زراعت مسلکي لېسه او يو کثيرالرشتوي انسټيټيوټ شامل دي،چې په دې ټولو ښوونيزو ادارو کې ۱۸۰۰۰۰ زره زده کونکي پکې زده کړې کوي ، چې ۴۵۰۰۰ يې نجونې دي
نوموړی وايي،چې له دې ۳۴۰ ښوونيزو ادارو څځه يې ۱۷۰ ته ودانۍ جوړې کړي، په ۷۰  ودانيو يې کار روان دی او د پاتې ادارو د ودانيو د جوړولو لپاره هم هڅې روانې دی .
د عامې روغتيا رييسه نازدانه پکتيا وال وايي ، چې لس کاله وړاندې په پکتيا کې درې روغتيا يي مرکزونه و، خو اوس په مرکز او د ولسواليو په بېلابېلو سيمو کې ۴۵ روغتيايي مرکزونه لري ،چې ټول ودانۍ لري ، په طبي وسايلو سمبال دي او په بېلابېلو برخو کې خلکو ته طبي خدمات برابروي .
نوموړې ددې تر څنګ وايي، چې په تېرو څلورو کلونو کې يې له سلو زياتې قابلې  روزلې دي ،چې اوس مهال په کليو او بانډو کې کار کوي .
ددې ولايت دکليو پراختيا او بيارغونې رييس انجنير عبدالرحمن رحماني هم په دې ولايت کې د سلګونه لويو او وړو پروژو د پلي کيدو خبره کوي .
هغه پژواک ته وويل، چې د پکتيا په څوارلسو واحدونو کې شاوخوا۲۰۰ لويې او وړې پروژې پلې شوې دي ،چې په دې پروژو کې استنادي ديوالونه،داوبو څاګانې،ميلمستونونه،برقي ژرندې ،سړکونه او ځينې نور  کارونه شامل دي.
د پکتيا ولايت اوسېدونکي له يادو پرمختيايي کارنوڅخه خوښي څرګندوي، خو وايي ،چې دنورو ولايتونو په پرتله پکتيا کې کم کار شوی دی .
د ولايتي شورا ر ييس ښايسته جان احدي وايي ، چې په تېرو څو کلونو کې په پکتيا کې اساسي کارونه وشول او ډير بدلون راغی، خو بياهم که نور ولايتونو ته وګورو، د بيارغونې کارونه ډير ترسره شوي دي .
دی وايي : (( د بيارغونې کارونو په برخه کې موږ له مرکزي ادارو څخه ګيله کوو ،چې دنورو ولايتونو په پرتله يې پکتيا ته کم سهم ورکړی دی .))
قومي مشر جنت خان منګل هم ورته خبره کوي او وايي ،چې پکتيا ته په دې خاطر بايدزيات کار شوی وای ،چې يو خو يې د هر قانوني حکومت او له ملي ګټو څخه دفاع کړې او بله داچې تېرو حکومتونو هم ورته خاصه پاملرنه، نه ده کړې .