باميان (پژواک ١٣ ورى ٩٣): په باميانو ولايت کې دوه ټاکنيز دفترونه ،چې ادعا کوي د عبدالله عبدالله او قطب الدين هلال اړوند دي، د اشرف غني له ټيم سره د يو ځاى کېدو اعلان کړى، خو په کابل کې د دغو دوو کانديدانو ټاکنيز دفترونه بيا دغه ادعا بې بنسټه بولي.
حضرت محمد، چې ځان په باميانو کې د قطب الدين هلال د ولايتي دفتر مسوول بولي، خبريالانو ته وويل چې دوى باميانو ته د اشرف غني احمدزي د سفر پر مهال، د هغه له خبرو اغېزمن شوي او په راتلونکو ټاکنو کې د ولسمشرۍ له ياد کانديد څخه ملاتړ کوي.
هغه زياته کړه: "موږ خبر شو، چې قطب الدين هلال له خپلې نوماندۍ د کوم بل کانديد په ګټه تېرېږي او موږ هم پرېکړه وکړه، چې له اشرف غني احمدزي خپل ملاتړ اعلان کړو او له دې وروسته به د هغه په ګټه کارونه وکړو."
ده وويل، هغه د باميانو په شپږو ولسواليو کې خپلو دفترونو ته امر کړى، چې په خپلو دفترونو د اشرف غني احمدزي عکسونه ولګوي.
خو د قطب الدين هلال وياند فضل من الله ممتاز پژواک ته وويل، چې په باميانو کې د دوى د کانديد د دفتر مسوول عبدالاحد احمدي دى او د دغه کس ادعا په بشپړ ډول دروغ او بې بنسټه ده.
همدارنګه قوماندان شېرعلي، چې ځان په باميانو کې د ډاکټر عبدالله عبدالله د ټاکنيز دفتر مسوول بولي، ادعا وکړه، چى د دوى دفتر د ډاکټر اشرف غني احمدزي په ګټه تېر شوى او پر خپل دفتر يې د اشرف غني عکسونه لګولي دي.
هغه زياته کړه، له دې وروسته به د دغه ولايت په شپږو ولسواليو کې د اشرف غني په ګټه کار وکړي.
قوماندان شېرعلي زياته کړه، دوى دا کار د هېواد په تېرو مسايلو کې د اشرف غني د بې پلوۍ له امله تر سره کړى او هيله مند دي، چې هغه له دې وروسته هم د افغانستان لپاره کار وکړي.
د عبدالله عبدالله د ټاکنيزو مبارزو د مرکزي دفتر غړي سيداغا حسين سنچارکي، په دې اړه پژواک ته وويل، چې د دوى دفتر د قوماندان شېرعلي په نوم څوک نه پېژني او د هغه دغه ادعا په کلکه ردوي.
د افغانستان د اسلامي وحدت ګوند مشر او په باميانو کې د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو سياليو دفتر يوه غړي حاجي فدا وويل، چى دوى د بدلون او تداوم له ټيم سره د دغو دوو دفترونو له يو ځاى کېدو هر کلى کوي او له دې وروسته به له هغوى سره يو ځاى کار وکړي.
Add new comment