Thousands pledge support to Ahmadzai

 
کابل (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د کابل ښار زرګونو اوسېدونکو نن د دغه ښار په غازي لوبغالي کې د يوې لويې غونډې په ترڅ کې، د ولسمشرۍ له کانديد اشرف غني احمدزي ملاتړ اعلان کړ.
په ياده غونډه کې د هېواد ځينو پېژندل شوو څېرو هر يوه د کورنيو چارو پخواني وزير او سياسي څېرې علي احمد جلالي، د حق او عدالت ګوند مشر محمدحنيف اتمر، د کندهار يوه مشر حشمت کرزي، د سوداګرۍ پخواني وزير انورالحق احدي، د پکتيا قومي مشر پاچا خان ځدراڼ، د ملي پيوند ګوند مشر سيد منصور نادري، د ملي نجات جبهې مشر ډاکټر ذبيح الله مجددي او په ولسي جرګه کې د خلکو ځينو استازو، ګډون درلود.
د ډاکټر اشرف غني احمدزي د مرکزي زون د ټاکنيز دفتر مشر پوهنيار حميدالله فاروقي په دې غونډه کې وويل، چې د کابل ښاريانو د کانديدانو په اړه له ژورې مطالعې او د دوى د پروګرامونو له څېړلو وروسته پرېکړه کړې، چې له اشرف غني څخه خپل ملاتړ وکړي.
هغه زياته کړه، چې افغانان له دې وروسته پروګرام ته رايه ورکوي او احمدزى د هېواد د بيارغونې، اقتصادي ودې، د سولې ټينګښت او د قانون حاکميت لپاره ځانګړي پروګرامونه لري.
د ولسمشرۍ کانديد اشرف غني احمدزي په دې ناسته کې د وينا پر مهال د افغانانو پر برابرۍ او مساواتو ټينګار وکړ او ويې ويل: "د ولسواکۍ وخت را رسېدلى او حکومت بايد هر افغان ته ځواب ويونکى و اوسي."
نوموړي د بدلون او تداوم ټېم د افغانستان ملت ته د خدمت کولو ټېم وباله او زياته يې کړه: "زموږ غوښتنه دا ده، تر څو مشروع واک د ملت پر ازادې ارادې بدلون ومومي."
هغه وويل، په ټاکنو کې د برياليتوب پر مهال به د هغو کسانو پر وړاندې سخته مبارزه وکړي، چې هېواد له خطر سره مخ کوي.
نوموړي د يادو کسانو په اړه جزئيات ورنه کړل او زياته يې کړه: "معقول سياست، د ټولو ستونزو حل دى او هر افغان بايد خوندي وي او ځان د دې خاورې مالک وبولي."
هغه د بيان ازادي يو اصل او د ټولنې د پرمختګ لپاره اړتيا وبلله، خو ويې ويل چې د برياليتوب پر مهال به هيچا ته د بيان له ازادۍ څخه د ناوړه ګټې پورته کولو لپاره اجازه ورنه کړي.
هغه د ځمکو د غاصبينو، انسان تښتوونکو او مافيايي ډلو پر وړاندې پر سختې مبارزې ټينګار وکړ او څرګنده يې کړه، چې د برياليتوب پر مهال به د زورواکۍ او د ښځو پر وړاندې له تاوتريخوالي سره مبارزه وکړي.
احمدزي دغه راز په عدلي او قضايي بنسټونو کې پر اصلاح راوستو او د لوړو زده کړو او روغتيايي خدمتونو د پرمختګ ژمنه هم وکړه.
همدارنګه هغه زياته کړه، چې د نوموړي  د پلان له مخې به راتلونکو پنځو کلونو کې هېڅ افغان بې کوره نه وي.
ډاکټر اشرف غني احمدزي وويل، چې د دغه ښار د چاپېريال ساتنې وضعيت چې د هېواد زړه دى، ښاريان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان کړي او که چېرې دى بريالى شي نو د دې ستونزې د مخنيوي لپاره د بې کيفيته تېلو د واردولو مخه ونيسي او کابل به يو ځل بيا زرغون کړي.
هغه د کابل پر ښاروالۍ هم نيوکه وکړه او ويې ويل: "چوروالۍ به يو ځل بيا پر ښاروالۍ بدلوم، تر څو خلک خپل ځان خوندي وګڼي."
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.