داکترعبدالله اصلاحات ادارى و تامین امنیت را از اولويتهاى کارى خود اعلام کرد

 
هرات (پژواک ١٢ ورى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد ډاکټر عبدالله عبدالله نن په يوه لويه غونډه کې وويل، چې د بريا پر مهال به اداري اصلاحاتو او د امنيت ټينګښت ته لومړيتوب ورکړي.
عبدالله عبدالله نن ( د وري ١٢ مه) د هرات ولايت په ورزشي لوبغالي کې خپلو ډېرو پلويانو ته وينا وکړه.
نوموړي د سراسري امنيت ټينګښت، د ټولو بنسټيزو پروژو په ځانګړي ډول د سلما بند او د سمنټو د پروژې بشپړول، په هرات کې د برېښنا ستونزو له منځه وړل، د صنعتي ښارګوټي پراختيا، د هرات-خواف د اورګاډي پټلۍ رغول او د هرات-غور، باميان-کابل لويو لارو او د هرات ولايت د سرکونو رغول د خپل کار له لومړيتوبونو وبلل.
هغه زياته کړه، چې له برياليتوب وروسته د هرات د لويو لارو د امنيت ساتلو، ځوانانو ته د کارموندنې او زده کړو، د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي له منځه وړلو، د ښځو د لاسي صنايعو ته پرمختګ، د ورزشکارانو لپاره د ورزشي لوبغالي جوړولو، د سياست په ډګر کې د ښځو د ګډون او د دغه ولايت د معلولينو ستونزو ته د لاسرسي لپاره نور پروګرامونه هم په پام کې لري.
هغه له خپلو پلويانو وغوښتل، چې په ټاکنيزو مبارزو کې د هغه ملاتړ وکړي او په راتلونکو ټاکنو کې ونډه واخلي.
ډاکټر عبدالله، د هېواد په لويديځ کې د خبريالانو او رسنيو له فعاليتونو څخه په مننې وويل، چې د هرات خبريالانو د ټاکنيزو سرغړونو په خپرولو او ټاکنو کې د خلکو ګډون د هڅونې لپاره ډېر فعاليتونه کړي دي.
ډاکټر عبدالله د خپلو خبرو په ادامې کې، د نوموړي د ټاکنيزو همکارانو له وژل کېدو هم يادونه وکړه او زياته يې کړه، چې د ټاکنيزو مبارزو له پيل تر دې دمه د دوى يو همکار په لغان او درې نور په هرات کې د طالبانو له لوري وژل شوي دي.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.