هرات د افغانستان یو له لویو ولایتونو څخه دی، چې د ښکلو او په زړه پورې تاریخي ماڼيو او منارو له امله زيات شهرت لري. دغه ولایت ١٦ اداري واحدونه لري، چې یو مرکز او پنځلس ولسوالۍ دي.هرات ښار د چارو د کنټرول او اوسېدونکو ته يې د ستونزو د حل او لاسرسي په موخه ١٢ ناحيې لري .
 
١- د هرات ښار:
هرات د افغانستان یو له لویو ولایتونو څخه دی، چې د ښکلو او په زړه پورې تاریخي ماڼيو او منارو له امله زيات شهرت لري.هرات ښار د چارو د کنټرول او اوسېدونکو ته يې د ستونزو د حل او لاسرسي په موخه ١٢ ناحيې لري .
 
۲- ادرسکن:
دغه ولسوالي د هرات ختیځ ته په ۴۵ کیلومترۍ کې د کندهار پر لویه لاره پرته ده. پښتانه، تاجک او ایماق یې اصلي اوسېدونکي دي او خلک یې تر ډېره په بزګرۍ اخته دي. ددې ولسوالۍ شمال او لوېديځ ته د پښتون زرغون، سوېل ته یې د شينډنډ، ختیځ ته یې د فارسي او لوېدیځ ته يې ګذره ولسوالۍ پرتې دي. تر اوسه په کې د سرو زرو، تېلو او مسو کانونه کشف شوي دي.
۳ـ انجیل:
دغه ولسوالۍ له هرات ښار سره نږدې او نښتې سوېل لور ته پرته ده. ډېره کرنيزه ځمکه یې د ودانیو او ښارګوټو د جوړولو له امله له منځه تللې ده.
۴ ـ اوبه:
دا ولسوالۍ د هرات ښار شمال ته په سل کیلومترۍ کې پرته  ده، چې د ښکلي موقعیت او چاپېریال د درلودو له امله یوه تفریحي سیمه ګڼل کېږي. د دې ولسوالۍ ختیځ ته پښتون زرغون، سوېل ته يې د کرخ ولسوالۍ، شمال ته يې بادغیس ولایت او شمال ختیځ ته یې د چشت شریف ولسوالۍ پرته ده.
۵ـ پښتون زرغون:
نوموړې ولسوالۍ د هرات ښار شمال ختيځ ته په سل کیلومترۍ کې پرته ده. چې ډېری خلک یې پښتانه، تاجک، تایمني او ایماق دي. د دې ولسوالۍ سوېل ته د ګذرې، شمال ته يې د چشت شریف او لوېدیځ ته يې د کرخ ولسوالۍ پرتې دي.
۶ـ چشت شریف:
دغه ولسوالي د هرات ښار شمال ختیځ ته په ۱۵۰ کیلومترۍ کې پرته ده، چې نوم يې د اسلام ستر صوفی چشت شریف ته له دې امله منسوب دی، چې زیارت یې په همدې ولسوالۍ کې دی. د دې غرنۍ ولسوالۍ شمال ته غور ولایت، سوېل ته پښتون زرغون، لوېدیځ ته اوبه او ختیځ ته د فارسي ولسوالۍ پرته ده. چشت ولسوالۍ کې د سرو زرو، د مرمرو ډبرو او سکرو لوی کانونه شتون لري.
۷ـ زنده جان:
دغه ولسوالي د هرات په لرغوني تاریخ کې د فوشنګ په نوم هم یاد شوې ده او مرکز يې اوس هم په همدې نوم دی. د دې ولسوالۍ شمال ته د کهسان، شمال ختیځ ته يې د هرات ښار او انجیل ولسوالۍ پرتې دي. د سمنټو نیمګړې پروژه یې مشهوره سیمه ده.
۸ـ شینډنډ:
 دا ولسوالي د هرات له لومړۍ درجې ولسوالیو څخه ده، چې د شینډنډ د پوځي مرکز او نظامي هوايي ډګر له امله چې په دې ولسوالۍ کې موقعیت لري، ډېره مشهوره ده. خلک يې ډېری په کرنیزو چارو اخته دي. د دې ولسوالۍ شمال ته د ادرسکن، سوېل ته د ایران هېواد، ختیځ ته یې د فراه ولایت، او لوېدیځ ته یې د غوریان ولسوالۍ پرته ده.
۹ ـ غوریان:
غوریان د هرات ښار لوېدیځ ته په سل کيلومترۍ کې پرته ده. چې له ایران سره ګډه پوله او کابو ۱۱۲ کلي لري. د هریرود سیند له همدغې ولسوالۍ څخه ایران ته بهېږي. د هېواد د اوسپنې لوی کان هم په یاده ولسوالۍ کې کشف شوی، د سمنټو او مالګې کانونه هم په کې شتون لري. د غوریان ولسوالۍ شمال ته د کهسان، سوېل او ختیځ ته د زنده جان، او شينډنډ او لوېدیځ ته یې د ایران هېواد پروت دی.
۱۰ـ فارسی:
دغه ولسوالي د هرات ختیځ ته په ۳۰۰ کیلومترۍ کې پرته ده، چې خلک يې غریب او عادي ژوند لري. ورته د غځېدلې لویې لارې تر څنګ نور سړکونه یې هم خام او ټېلېفوني خدمات هم نه دي ورته ور رسېدلي. ددغې ولسوالۍ شمال ته هلمند، سوېل ته نیمروز او فراه ولایتونه، ختیځ ته يې هلمند او لوېدیځ ته يې د هرات ادرسکن ولسوالۍ پرته ده.
۱۱ ـ کرخ:
دغه ولسوالۍ د هرات ښار په ۴۵ کیلومترۍ کې یوه له ښکلو او ښېرازو ولسوالیو څخه ده، چې د هرات ډېری وګړي د مېلو لپاره دغې سيمې ته ورځي. دغه ولسوالۍ له پوره امن څخه برخمنه ده.
۱۲ ـ کشک رباط سنګي:
دا ولسوالۍ له هرات ښاره ۱۵۰ کیلومتره لرې شمال لوېدیځ لور ته پرته ده، چې زيلت نفوس لري . د دې ولسوالۍ شمال ته کشک کهنه، سوېل ته یې د کهسان، ختیځ ته یې د اوبه ولسوالۍ او لوېديځ ته یې د ترکمنستان هېواد پروت دى. د تورغونډۍ سوداګریز بندر یې مهمه سیمه ده.
۱۳ ـ کشک کهنه:
دغه ولسوالۍ له هرات ښار څخه ۱۵۰ کیلومترۍ لرې کې پرته ده، چې اوسېدونکي یې تر ډېره له عامه خدماتو بې برخې دي. د دې ولسوالۍ شمال ته د بادغیس ولایت، سوېل ته د کشک رباط سنګي، ختیځ ته د اوبه ولسوالۍ او لوېدیځ ته د ترکمنستان هېواد پروت دی.
۱۴ ـ کهسان:
دا ولسوالۍ د هرات ښار شمال لوېدیځ ته په ۱۱۶ کیلومترۍ کې پرته ده، چې له ایران او ترکمنستان سره د ګډې پولې له امله یې اوسېدونکو ته د کار روزګار ښې زمینې برابرې شوي دي.د اسلام قلعه بندر  هم په دې ولسوالۍ کې دی. د دې ولسوالۍ شمال ته د کشک رباط سنګي، سوېل ته د غوریان، ختیځ ته د زنده جان ولسوالۍ او لوېديځ ته د ایران هېواد پروت دی. په دې ولسوالۍ کې د هرات د تېلو حوزه هم تثبیت شوې ده.
۱۵ ـ ګذره:
ګذره د هرات ښار ته تر ټولو نږدې ولسوالۍ ده، چې شاوخوا ۲۵ کیلومتره لرې پرته ده ، چې د هرات د دروازې په نوم هم یادېږي. په دې ولسوالۍ کې د هرات ملکي هوایي ډګر او صنعتي ښار ګوټي هم موقعیت لري.
۱۶ـ ګلران:
دا ولسوالۍ د هرات لوېدیځ ته په ۱۲۰ کیلومټرۍ کې پرته ده. شمال لوېديځ ته یې ترکمنستان، ختیځ ته یې د کشک، سوېل ته یې د زنده جان او کهسان ولسوالۍ پرتې دي.