الحاج سيدفضل الله ̎ وحيدي ̎ د الحاج سيد محمداکبر زوى، چې  په ۱۳۳۰ لمريز کال کې د ننګرهار ولايت د سره رود په ولسوالۍ کې زېږېدلی،خپلې لومړنۍ او ثانوي زده کړې يې  د ننګرهار په عالي لېسه او لوړې زده کړې يې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د لسان ترکچې دکابل پوهنتون د تعليم اوتربېې په څانګه کې سرته رسولې دي، په ۱۳۷۱ لمريز کال کې يې د جرمني هېواد دکرسټن البردکېل پوهنتون سياسي مسلکي کورس لوستی دی، نوموړي دننګرهار ولايت دکانال رياست دانکشافي پروژې د محاسبې د مدير، دکانال رياست  دسکرتريت ، دننګرهار دبنايي اداري د مدير په توګه او دغه راز پاکستان ته له هجرت وروسته د بې سرحده ډاکټرانو د اتحاديې د اداري مدير، په پېښورښارکې دمجاهدينو د ډاکټرانود اتحاديې  د اداري مدير،د نوتلف جرمني خيريه موسيسې د مرستيال، د همدې موسيسې د رييس، دAGHCO موسيسې د رييس ، د نا دولتي موسيساتو د همغږۍ ادارې (ANCB) د رييس، دWorld Civil Society Form (WCSF)Geneva ادارې د غړي اودInternational Council of Voluntary Agencies (ICVA) Geneva د غړي په توګه دندې تر سره کړي دی.
 له ۱۳۸۷ لمريزکال څخه تر د ۱۳۹۲ لمريز کال د چنګاښ د مياشتي پورې  دکونړ  ولايت د والي په توګه دنده ترسره کړه او د۱۳۹۲ لمريز کال د چنګاښ په مياشتي کې د هرات لپاره والي مقرر شو  .