د هرات ولايتي شورا ١٩ غړي لري چې د ١٣٩٣ کال په ټاکنو کې ورته ددې شورا څلور پخواني غړي هم يو ځل بيا بريالي شوي او د شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې ددې شورا اداري پلاوى په لاندې ډول ټاکل شوى دى.
رييس: کامران عليزايي
مرستيال: حاجي توريالى طاهري
منشي: سکينه حسيني
 
١- سيدعظيم کبرزاني :
سيد محمد عظيم کبرزاني د سيدعبدالعلي شاه زوى چې په ١٣٦٠ لمريز کال کې د هرات د انجيل ولسوالۍ په کبرزان کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي خپلې لومړنۍ زده کړې د هرات په جامي لېسه او لوړې زده کړې يې د هرات پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو په پوهنځي کې تر ليسانس کچې پورې تر سره کړې دي. نوموړي تر وکالت وړاندې د نبي الرحمت( ص)  فرهنګي بنسټ د مشر، د انجيل د ولسي شورا د مرستيال، د کتاب او قرطاسيه پلورونکو د ټولنې مرستيال او يو شمېر دولتي او غير دولتي موسسو د کارکوونکي په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: 0799872223
٢- حاجي توريالى طاهري:
حاجي توريالى د حاجي عبدالرحمن زوى، چې په ١٣٥٤ لمريز کال کې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې زېږېدلى او د ابوالفتح عبدالمالک کرخي ليسې له ١٢ ټولګي څخه فارغ شوى دى. نوموړي تر وکالت وړاندې د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د ماليې د مدير او د هرات د غوريان ولسوالۍ د عوايدو د مدير په توګه دنده اجرا  کړې ده. طاهري د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې د شورا د مرستيال په توګه ټاکل شوى دى.
د اړيکې شمېره: 0799814489
٣-نجيب الله محبي:
نجيب الله محبي د سلمان علي زوى ، چې په ١٣٦٤ لمريز کال کې د هرات د انجيل ولسوالۍ په حسن اباد زرشک کلي کې زېږېدلى دى. نوموړى د هرات د غالب خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي څخه فارغ شوى دى او د ولايتي شورا تر وکالت وړاندې يې د لوېديځ زون د پايښت او پراختيا ټولنې د مرستيال، د کډوالو د تکواندو ملي لوبډلې د غړي او د يوه سوداګريز شرکت د مشر په توګه دنده اجرا کړې ده.
٤-حاحي وکيل غلام حبيب هاشمي:
حاجي وکيل غلام حبيب د غلام احمد زوى، چې په ١٣٤٣ لمريز کال کې د هرات په انجيل ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. هاشمي د لېسې لومړنۍ دوره د غلام محمد غبار په لېسه کې تر سره کړې او اوسمهال په هرات کې د جامي خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل دى. نوموړى د ولايتي شورا تر وکالت وړاندې د انجيل ولسوالۍ د ولسي شورا ارشد غړي په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: 0799101550
٥-حبيب الرحمن پدرام:
حبيب الرحمن پدرام د عبدالغفور زوى، چې  په ١٣٦٥لمريز کال په هرات  ښار کې زېږېدلى دى. نوموړي د ښوونځي دوره د هرات په سيفي لېسه کې سر ته رسولې او د خصوصي ديني زده کړو د تر سره کولو سربېره په ١٣٩٢ لمريز کال کې د هرات پوهنتون د ژورناليزم له پوهنځي څخه د ليسانس په کچه فارغ شوى دى. پدرام ولايتي شورا ته تر لار موندلو وړاندې په هرات کې د جوانه خصوصي تلوېزيون د مسوول په توګه دنده اجرا کړې، ددې ترڅنګ يې ادبي فعاليتونه هم کړي، خو له هېڅ کوم سياسي ګوند سره تړاو نه لري.
د اړيکې شمېره: 0792003838
٦-حاجي کامران عليزايي:
حاجي کامران عليزايي د حاجي نثار حمد زوى، چې په ١٣٥٣ لمريز کال کې د هرات ولايت په کهسان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى له ١٢ ټولګي څخه فارغ شوى او ولايتي شورا ته تر کاميابېد وړاندې په شخصي سوداګرۍ بوخت و. عليزايي د ولايتي شورا د اداري پلاوي په ټاکنو کې ددې شورا د مشر په توګه وټاکل شو او له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري.
د اړيکې شمېرې: 0707415225
٧-حاجي ارباب عبدالرشيد جمشيدي:
حاجي ارباب عبدالرسول  د محمد علي زوى ، چې په ١٣٥٧لمريز کال  کې د هرات ولايت د کشک کهنه ولسوالۍ په چشمه خافي کلي کې زېږېدلى دى. نوموړي د هرات په غياثيه دارالعلوم کې تر ١٢ ټولګي پورې زده کړې  کړې دي.
د اړيکې شمېره: 0799790044
٨-حاجي عبدالرحمن مرادي:
حاجي عبدالرحمن مرادي د حاجي وکيل شيرمحمد زوى، چې  په ١٣٥٨ لمريز کال کې د هرات په کهسان ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. مرادي د هرات د کهسان شپې لېسې څخه فارغ شوى او ولايتي شورا ته تر کاميابېدو وړاندې يې د  هرات افغان ترانسپورټي شرکت د مشر په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: 0799478848
٩-وکيل احمد کرخي:
وکيل احمد د حاجي محمد موسى زوى، چې په ١٣٥٧ لمريز کال کې د هرات په کرخ ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. کرخي په ادبياتو کې ليسانس لري او د ولايتي شورا تر وکالت وړاندې په سوداګرۍ بوخت و. نوموړى له کوم سياسي ګوند سر اړيکه نه لري او اوسمهال د هرات ولايتي شورا د پراختيايي پلانونو د کمېټې غړى دى.
د اړيکې شمېره: 0799224020
 ١٠-ډاکټر نوراحمد حيدري:
نوراحمد حيدري د محمد ملوک مشهور په غلام فاروق غورياني زوى ، چې  په ١٣٥٨ لمريز کال کې د هرات د غوريان ولسوالۍ په غيضان کلي کې زېږېدلى دى. حيدري د  ښوونځي دوره د هرات په انقلاب لېسه کې تر سره کړې او د هرات پوهنتون د طب پوهنځي څخه فارغ شوى دى.
نوموړى ولايتي شورا ته تر کاميابېدو وړاندې د بهرنيو موسساتو د طبي برخې د فعال کارکوونکي په توګه کار کړى او د هرات په انصار معالجوي کلينيک کې هم  کاري مخنيه لري.
د اړيکې شمېره: 0799470901
 ١١-ډاکټر مهدي حديد:
مهدي حديد د حاحي محمدناصر زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال  کې د هرات په څلورمه ناحيه کې زېږېدلى دى. د ښوونځي  دوره يې د هرات په جامي لېسه کې تر سره کړې او وروسته د هرات پوهنتون د طب پوهنځي څخه فارغ شوى دى. نوموړي تر وکالت وړاندې په هرات کې د يوې بهرنۍ موسسې کارکوونکى و او يو شخصي کلينيک  يې هم درلود.
د اړيکې شمېره : 0700407979
١٢-عبدالرحيم صالحي تيموري:
عبدالرحيم صالحي تيموري د غلام محمد زوى، چې په ١٣٥٢ لمريز کال کې د هرات په دويمه ناحيه کې زېږېدلى دى. تيموري په ايران کې له انصار دارالعلوم څخه فارغ شوى او د ولايتي شورا تر وکالت وړاندې يې د سرحدي سوداګرۍ د امر، د مهاجرينو په مدرسو کې د استاد، د اسلام کلا ګمرک عمومي مدير، د تور غونډۍ د نفتي توکو مدير او د هرات ولايت د صنعتي پارک د عمومي مدير په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: 0798604070
١٣-محمدفاضل عفيف جمشيدي:
محمد فاضل عفيف جمشيدي د محمد قربان زوى، چې په ١٣٤٠ لمريز کال کې د هرات د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په يکه درخت کلي کې زېږېدلى دى. جمشيدي د پيلوټۍ په برخه کې د هوايي پوهنتون له ١٤ م ټولګي فارغ شوى او ولايتي شورا ته تر کاميابېدو وړاندې يې د خپلې ولسوالۍ د پراختيايي شورا د غړي په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره: 0795134698
١٤-محمد سردار بهادري:
محمد سردار بهادري د سياه ګل زوى ، چې په ١٣٥١ لمريز کال کې د غوريان ولسوالۍ په هفت چاه کلي کې زېږېدلى دى. بهادري ١٢ ټولګى د شينډنډ په واعظ کاشفي لېسه کې پاى ته رسولى او ولايتي شورا ته تر راتګ وړاندې د درېيو کلونو لپاره  د هرات د غوريان ولسوالۍ د پراختيايي شورا خزانه دار او څلور کاله د خپل کلي د پراختيايي شورا رييس پاتې شوى دى.
د اړيکو شمېره : 0790656000
١٥-سکينه حسيني:
سکنيه حسيني د سيد نجف لور د هرات ښار په ١٢مه ناحيه کې زېږېدلې ده. نوموړې اوسمهال په هرات کې د اشراق لوړو زده کړو موسسې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصله ده. نوموړې د ولايتي شورا په تېره دوره کې هم غړيتوب درلود، د ولايتي شورا په  داخلي ټاکنو کې د شورا د منشي په توګه ټاکل شوې او تر وکالت وړاندې يې د ښوونکې په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: 0799240761
١٦-سميه رامش :
سيمه رامش د حاجي غلام فاروق لور، چې  په ١٣٦٦ لمريز کال کې د هرات ښار په څلورمه ناحيه کې زېږېدلې ده. نوموړې د ښوونې او روزنې له پوهنځي څخه فارغه شوې او له هېڅ کوم سياسي ګوند سره اړيکه نه لري. هغه اوسمهال په ولايتي شورا کې د شکايتونو د اورېدو کمېټې غړيتوب لري.
د اړيکې شمېره: 0790606017
١٧-فاطمه جعفري:
فاطمه جعفري د حيدر لور ، چې  په ١٣٦٥ لمريز کال کې د هرات په ١٢مه ناحيه کې زېږېدلې ده. مېرمن جعفري د ښوونځي دوره په ايران کې د کډوالۍ پرمهال  سر ته رسولې او د اشراق خصوصي پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه فارغه شوې ده. نوموړې تر وکالت وړاندې کومه دنده نه درلوده.
د اړيکې شمېره: 0798113750
١٨-جهانتاب طاهري:
مېرمن جهانتاب طاهري د شاه علم لور، چې په ١٣٥٥ لمريز کال کې د کرخ ولسوالۍ په طاهريان کلي کې زېږېدلې ده. نوموړې د هرات ولايت د قواى چهار زره لېسې له دوولسم ټولګې څخه فارغه شوې او د ولايتي شورا له پخوانيو غړو څخه ده چې يو ځل بيا يې خپله څوکۍ وساتله. مېرمن طاهري له دې نه وړاندې د لوېديځ زون د مديره پلاوي د غړې په توګه دنده اجرا کړې ده.
د اړيکې شمېره: 079966302
 ١٩-حاجي محمد عسکر انوري:
محمدعسکر انوري د حاجي محمد انور زوى ، چې په ١٣٤١ لمريز کال کې د هرات په ګلران ولسوالۍ کې زېږېدلى دى. نوموړى د بغلان له صنعتي لېسې نه فارغ او اوسمهال په هرات کې د کهکشان شرق په نامه د لوړو زده کړو موسسه کې د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي محصل دى،  نوموړي په تېرو دوو دورو کې هم د ولايتي شورا د وکيل په توګه کار کړى دى.
د اړيکې شمېره : 0799364524