١-هرات راډيو:
د هرات راډيو د هېواد له پخوانيو راډيوګانو څخه يوه ده،  چې داف ام په ١٠٥،٢ په ښار او څېرمه ساحو کې اورېدل کېږي .ددغې راډيو مسوول مدير طارق جامي دى او دوه وخته خپرونې لري، سهارنۍ خپرونې يې دسهار له اوو بجو نه پيل تر لسو او او ماښامنۍ هغه يې د مازيګر له څلورو پيل دماښام تر اوو بجو پورې وي او دهرات دولتي تلوېزيون ادارې تر څارنې لاندې خپرونې لري .
داړيکې شمېره : 0700405440
٢- مژده راډيو :
مژده يوه خصوصي راډيو ده، چې مسوول مدير يې اريا رئوفيان او د اف ام په ٩١،٥ څپه په ښار او د ښار تر ٨٠ کيلومترۍ  پورې خپرېږي .
 ٣- زحل راډيو :
زحل هم دهرات له خصوصي راډيوګانو څخه يوه ده، چې د اف ام په ٩٠ څپه په ښار او د هرات تر ٤٥ کيلومترۍ پورې خپرونې لري ، ددغې راډيو خپرونې دسپوږمکۍ پر مټ دلنډو څپو له لارې په اسيايي هېوادونو کې هم اورېدل کېږي او مسوول مدير يې عمر نصيرمجددي دى .
د اړيکې شمېره : 0700405440
 ٤- فرياد راډيو :
فرياد هم دهرات له خصوصي راډيوګانو څخه يوه ده،چې داف ام په ٨٩،٥ څپو خپرونې لري او خپرونې يې دهرات ښار تر ١٠٠ کيلومترۍ  پورې اورېدل کېږي . ددغې راډيو مسوول مدير خليل احمد امير دى .
د اړيکې شمېره  :0700666696
 ٥- سحر راډيو:
سحر هم يوه خصوصي راډيو ده ، چې د اف ام په ٨٨،٨ څپو خپرونې لري، په ښار او دښار تر ٣٠ کيلومترۍ پورې اورېدل کېږي او مسوول مدير يې حميرا حبيب ده .
 داړيکو شمېرې: 0700403602-0799474294
 ٦- کليد راډيو :
کليد راډيو دکليد ګروپ دهرات څانګه ده، چې په ٨٨ اف څپو خپرونې کوي او له ښار پرته ددغه ولايت تر ١٠٠ کيلومترۍ پورې خپرېږي .مسوول مدير يې محمد رضا هاشمي دى .
د اړيکې شمېره : 0700419432
 ٧-صداى جوان :
دغه راډيو په هرات پوهنتون پورې اړه لري ، مسوول مدير يې سيد يحيى حزين دى او د اف ام  په ٩٢،٣ څپو روزنيزې ، سياسي ، ټولنيزې ، اقتصادي او فرهنګي خپرونې وړاندې کوي .
د اړيکې شمېره  : 0700419420
٨-باران راډيو :
باران راډيو په هرات ښار او ددغه ولايت تر ١٠٠ کيلومترۍ پورې داف ام په ٩٨،٤ څپو سياسي، ټولنيزې او اقتصادي خپرونې وړاندې کوي . مسوول مدير يې واحد ايمان دى .
٩-زنده ګي راډيو :
دغه راډيو د هرات ښار او ور څېرمه سيمو کې تر ٤٥ کيلومترۍ پورې داف ام په ٩٠،٩ څپو سياسي ، ټولنيزې ، اقتصادي او فرهنګي خپرونې وړاندې کوي او مسوول مدير يې سيد بشيرطارق دى.
 ١٠-طنين راډيو :
دغه راډيو دهرات ولايت په شينډنډ ولسوالۍ کې د اف ام په ٨٩،٧ څپو خپرونې لري ، چې دپوښښ ساحه يې د ولسوالۍ ٣٠ کيلومترۍ ساحه ده او مسوول مدير يې محمدګل خيرخواه دى .
داړيکې شمېره  : 0799566549
١١ –بيان راډيو –(آيساف )
بيان راډيو خپل فعاليت د ١٣٨٩ لمريز کال په غبرګولي مياشتکې دناټو ځواکونو د رسنيو دفتر په چوکاټ کې پيل کړ ، دخبر برخې مسوول يې هارون حبيب دى او ددې ترڅنګ سياسى ، پوځي ، ټولنيزې ، اقتصادي او سپورټي خپرونې وړاندې کوي .
د اړيکې شمېره   : 0799566549
١٢-وطندار راډيو :
وطندار راډيو  په هرات ښار او ددغه ښار تر ٧٠ کيلومترۍ پورې خپرنيز پوښښ لري او   داف ام  په ٧٨،٥ څپو فرهنګي ، ټولنيزې او سندريزې خپرونې  وړاندې کوي .
 ١٣-هرات تلوېزيون :
  دهرات تلوېزيون دټول هېواد په کچه يواځينۍ رسنۍ ده،چې دطالبانو د رژيم له پرځېدو ٤٨ ساعته وروسته يې خپلې خپرونې د ٢٠٠ لېږدونکي په مرسته پيل کړې او دهرات ښار نه پرته په ځينو ولسواليو په ځانګړي ډول ګذره ، انجيل ، دکوهسان ځينو برخو، زنده جان، غوريان، کرخ او پښتون زرغون کې کتل کېږي .
 دغه تلوېزيون خپله خپرنيزه پاليسي هم هر وخت د حکومتونو په بدلون سره اړولې او ډېرځله يې دسيمه ييزو دولتي مسوولينو په خوښه او سليقه خپرونې وړاندې کړي . له پيل نه تر ننه له زياتو لوړو ژورو تېر شوى .ليکوال او شاعر فايق هروي دطالبانو په پرځېدو وروسته ددغه تلوېزيون لومړنى امر و او اوسنۍ امر يې عبدالسميع وفا نومېږي.
  هرات تلوېزيون، چې دخپرونو منځپانګه يې فرهنګي ، سياسي، ديني، علمي ، تفريحي ، هنري، ورزشي او ادبي ده، په پښتو او دري ژبو دخبرونو وړاندې کولو ترڅنګ سهارنۍ او ماښامنۍ خپرونې وړاندې کوي. سهارنۍ هغه يې دسهار له اوو تر دوو او ماښامنۍ يې د مازيګر په پنځو د شپې تر يوولسو بجو پورې دي .
 ١٤-ساقى تلوېزيون :
ساقي تلوېزيون په ١٣٨٣ لمريز کال کې په خپرونو پيل کړى، سياسي ، فرهنګي او ټولنيزې خپرونې لري،مسوول مدير يې طارق نبي دى .
داړيکې شمېره  :0799433000
١٥-هري تلوېزيون :
هري تلوېزيون په ١٣٨٧ لمريز کال کې رسما په هرات ولايت کې په خپرونو پيل کړى ، ټولنيزې ، فرهنګي  ورزشي او سندريزې خپرونې لري سرپرست او مسوول مدير يې عبدالظاهر راهن دى .
د اړيکې شمېره   :0799433000
 ١٦-اسيا تلوېزيون :
اسيا تلوېزيون د ١٣٨٩ لمريز کال د وږي مياشتې په پيل کې خپرونې پيل کړې ، له هرات ښار پرته د انجيل، ګذره ، زنده جا او پښتون زرغون په ځينو ساحو کې هم کتل کېږي .ټولنيزې سياسې، فرهنګې، سپورټي او سندريزې خپرونې لري ، مسوول مدير يې فرزاد رحيمي دى .
د اړيکې شمېره  :0700435880
١٧-تابان تلوېزيون:
تابان تلوېزيون په هرات ښار کې ټولنيزې ، سياسي ، ديني او فرهنګي خپرونې لري ،دپوښښ ساحه يې ٧٥کيلومتره ده او مسوول مدير يې عبدالکريم صادقي دى .
 ١٨-سيماى غوريان تلوېزيون :
دسيماى غوريان تلوېزيون دهرات ولايت په غوريان ولسوالۍ کې موقعيت لري او مسوول مدير يې جمشيد عزيزي دى .
١٩-ملت تلوېزيون :
ملت هم يو له خصوصي تلوېزيونونو څخه دى، چې خپل فعاليت يې په ١٣٨٦ لمريز کال کې ددغه ولايت په غوريان ولسوالۍ کې پيل کړى او له دغې ولسوالۍ نه پرته دکهسان په ځينو برخو کې هم کتل کېږي. ټولنيزې او سياسي خپرونې لري او دملي تلوېزيون خپرونې هم دويم ځلې خپروي، مسوول مدير يې محمدنصير دى  .
 ٢٠-ميهن تلوېزيون :
ميهن تلوېزيون په هرات ښار کې فعاليت لري ، سياسي ، اقتصادي ، ټولنيزې او سپورټي خپرونې وړاندې کوي او مسوول مدير يې بشير علي دى .
٢١-جوانه تلوېزيون :
جوانه تلوېزيون هم په هرات ښارکې فعاليت لري، سياسي، اقتصادي، ټولنيزې او سپورټي خپرونې وړاندې کوي او مسوول مدير يې حبيب الرحمن پدرام دى .
 ٢٢-چکاد تلوېزيون :
 
چکاد تلوېزيون په هرات ښار کې فعاليت لري، چې ټولنيزې ، سياسي، اقتصادي او ورزشي خپرونې وړاندې کوي .
 
٢٣-عصر تلوېزيون :
 
عصر تلوېزيون په هرات ښار کې موقعيت لري ، چې ټولنيزې ، سياسي، اقتصادي او ورزشي خپرونې وړاندې کوي او مسوول مدير يې مقصود احراري دى .
 
٢٤-کهندژانلاين :
 
دا هم دهرات انلاين خپرونه ده، چې مسوول يې پدرام قاضي زاده دى .
 
د اړيکې شمېره   : 0799028516
ويبپاڼه : http://kohandazh.com/
 ٢٥-زحل راډيو :
زحل په هرات کې يوه انلاين راډيو ده،چې په هرات ښار کې فعاليت کوي او مسوول مدير يې عمر نصير مجددي دى .
د اړيکې شمېره : 0799666800
www.radiozohal.com
٢٦-پامير:
پامير هم د هرات انلاين رسنۍ ده، چې سياسي، اقتصادي، او ټولنيز مطالب خپروي او مسوول مدير يې حيدرقاسمي دى .
شماره تماس: 0799666800
www.radiozohal.com
 
٢٧-اتفاق اسلام ورځپاڼه :
ياده ورځپاڼه دهېواد له خورا پخوانيو ورځپاڼو څخه ده،چې  په هرات ولايت کې په تور او سپين کاغذ په څلورو مخونو کې خپرېږي.دغه ورځپاڼه دلومړي ځل لپاره د ١٢٩٩ لمريز کال دوږي په لومړۍ نېټه  په رسمي ډول په هرات کې خپره شوه او اوسنى مسوول مدير يې جاويد نورزاد دى .
٢٨-پګاه خپرونه :
پګاه خپرونه په هرات پوهنتون پورې اړونده ده .
٢٩-روز اخبار :
روز ورځپاڼه په هرات کې خپرېږي ، دامتياز خاوند يې دهرات دمتخصصانو شورا او مسوول مدير يې محمدصديق مير دى .
د اړيکې شمېره : 0708198669
٣٠-دور بين مياشتينۍ :
دور بين مياشتينۍ په هرات کې خپرېږي او مسوول مدير يې نور احمد کريمي دى .
داړيکې شمېره : 0700414949
٣١-معرفت مياشتينۍ :
معرفت مياشتينۍ هم په هرات کې خپرېږي، دامتياز خاوند يې انجمن اخلاق و معرفت دى ، ديني ، فرهنګي او ټولنيز مطالب خپروي .
٣٢-شهرما مياشتينۍ :
شهر ما مياشتينۍ دهرات ښاروالۍ له لوري خپرېږي، دبيارغونې، اقتصادي او ټولنيز مطالب خپروي .
 ٣٣-صنعت ګران خپرونه :
دا خپرونه په هرات کې د صنعت کارانو د ټولنې له خوا خپرېږي، اقتصادي ، سوداګريز او ټولنيز مطالب خپروي .
٣٤-د صداى هريوا  خپرونه :
صداى هريوا خپرونه په هرات کې خپرېږي، ټولنيز، سياسي، فرهنګي او سپورټى مطالب لري او مسوول مدير يې خليل فايض تيموري دى.
د اړيکې شمېره : 0700467757
٣٥-رفاه نوجوانان :
دا خپرونه هم له هراته خپرېږي ، سياسي، ټولنيز، فرهنګي او سپورټي مطالب خپروي او مسوول مدير يې ويس حکمت دى .
د اړيکې شمېره : 0798034911