۸۰- الحاج انجنير منورشاه بهادري
د  هرات خلکو استازى ، رايې : ۵۴۳۰
 
الحاج انجنير منورشاه بهادري د حاجي محمد کبير زوی ،  په  ۱۳۴۶ لمريز کال کې دهرات ولايت د شندنډ په ولسوالۍ کې زېږيدلی دی . د کابل د هوايي پوهنتون څخه د ليسانس  سند لري  او په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د ايران  د آزاد له پوهنتون څخه  د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې ماسټري لري. په هوايي برخه کې د انجنير په توګه يې په کندهار، فراه ، هرات او نيمروز کې دنده تر سره کړې ، ۱۵ کاله تجارتي تجربه لري.
 
د اړيکې شمېره:  ۰۷۸۱۰۰۰۱۰۱
 
۸۱- حاجي خليل احمد شاهدزاده
د  هرات د خلکو استازى ، رايې : ۶۰۴۸
 
حاجي خليل احمد شاهدزاده ، په ۱۳۵۰ لمريز کال کې د هرات ولايت د اوبې په ولسوالۍ کې زېږيدلی دی ، د ايران د امير المومنين له لېسې څخه فارغ شوی دی، په تېرو ټاکنو کې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون مامور پاتې شوی او د اوبې د ولسوالی د خلکو د شورا  او د اوبې ولسوالی د خلکو د سولې د شورا  رييس پاتې شوی او د هرات د کواپراتيفونو رييس په توګه يې هم دنده تر سره کړې ده.
 
د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٩١٠١٣٦٤
 
 
۸۲- حاجي غلام فاروق نظري
د  هرات د خلکو استازى ، رايې : ۷۳۴۶
 
حاجي غلام فاروق نظري د حاجی شيريندل زوی ، چې  په ۱۳۳۴ لمريز کال کې د هرات ښار په شپږمه ناحيه کې زېږېدلی دی، په ۱۳۵۳ لمريز کال کې  د هرات د جامي له لېسې فارغ شوی دی، نوموړی ملي سوداګر دی ، د صادرونکيو د ټولنې مشر  او د فارق نظري  شرکت رييس دی.
 
 د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٤٠١١١١   برېښناليک: [email protected]
 
۸۳- الحاج رحيمه جامي
د  هرات د خلکو استازى ، رايې : ۳۲۹۰
 
الحاج رحيمه جامي د خواجه زين الدين لور ، چې  په ۱۳۵۲ لمريز کال کې د هرات ولايت د انجيل په ولسوالۍ کې زېږيدلې ده ، د هرات د مهري لېسې څخه وروسته يې د هرات د ښوونکيو د روزنې په انسټيټيوت کې زده کړې کړې دی او د کابل پوهنتون د حقوقو له پوهنڅۍ څخه يې ليسانس تر لاسه کړی دی. د هرات د مهري د لېسې ښوونکى، سرښوونکى او مديره پاتي شوی ، په ۱۵ مه دوره کې د ولسي جرګې غړې  او د بېړنۍ لويې جرګې غړې  او د افغان ملت د ګوند غړيتوب لري.
 
 
 د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۵۰۱۹۹۰
 
۸۴- شهناز همتي ( مرحومه)
د  هرات خلکو استازې ، رايې : ۳۹۶۱
 
 شهناز همتي د ميرزا علي اقا لور، چې په ۱۳۵۶ لمريز کال کې د هرات په ښار کې زېږيدلې ده، د ايران د الازهر له  نړيوال  پوهنتون څخه يې په ديني علومو کې ليسانس تر لاسه کړی دی، د ښوونې تر څنګ يې په مدني ټولنو کې بېلابېلې دندې تر سره کړې دي . د ۱۳۹۲ کال د غبرګولي په ۱۲ مه ، همتي او دوو ماشومانو يې د يوې ترافيکي پېښې له امله په ايران کې خپل ژوند له لاسه ورکړ.
 
۸۵- غلام فاروق مجروح
د  هرات د خلکو استازی ، رايې : ۹۵۲۴
 
غلام فاروق مجروح د غلام صديق زوی په ۱۳۴۸ لمريز کال کې د هرات ولايت د انجيل په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، د هرات د دارالعلم د لېسې د ۱۲ ټولګي څخه فارغ شوی دی . په ۱۳۷۱-۱۳۷۴ کلونو کې د هرات د شپږمې حوزې امر، په ۱۳۷۷-۱۳۸۰ کلونو کې د ايران په مشهد کې د جمعيت اسلامي د ګوند د دفتر اداري مدير، په ۱۳۸۰- ۱۳۸۳ کلونو کې د هرات د فرقې د امنيت مرستيال ، په ۱۳۸۵ -۱۳۸۹ کلونو کې د هرات د ګلران د ولسوالۍ ولسوال پاتي شوی دی . مجروع  په بيړنۍ ، د اساسي قانون او د سولې د مشورتي جرګې غړی پاتې شوی دی.
 
 
 د اړيکې شمېره: ٠٧٩٦٢٦٨٠٦٠
 
 
۸۶- ډاکټر محمد صالح سلجوقي
د  هرات  دخلکو استازی ، رايې : ۵۵۷۷
 
ډاکټر محمد صالح سلجوقي د عبدالواحد زوی، په ۱۳۴۱ لمريز کال كې د هرات ولايت د غوريانو په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د هرات له جامي لېسې څخه  تر فراعت وروسته ، د دوو کلونو لپاره يې د کابل انجنيري ولوسته او بيا ايران ته کډوال شو.  په ۱۳۷۸ لمريز کال کې د هرات د پوهنتون د طب له پوهنځۍ څخه يې د ليسانس سند تر لاسه کړ.نوموړی د هرات د طب پوهنځي د علمي کدر غړی او ۱۳۸۴ لمريز کال کې په ولسي جرګه کې دهرات د خلکو استازی وټاکل شو،  چې ددې پنځلسمې دورې د اداري پلاوي غړی او نايب منشي وو .
 
د اړيکې شمېره:   ۰۷۹۹۰۳۴۹۲۰ بريښناليک: [email protected]
 
 
۸۷- محمد رضا خوشک وطندوست
د  هرات د خلکو استازی ، رايې : ۶۹۶۱
 
محمد رضا خوشک وطندوست د ديدار علي زوی،په ١٣٥٦ لمريز کې د دايکنډي په ولايت کې زېږېدلی دی ، په ۱۳۷۷ لمريز کال کې د ايران د شهيد مدرس له لېسې څخه فارغ شوی او په کابل کې د ابن سينا په خصوصي پوهنتون کې يې د حقوقو او سياسي علومو په برخه کې زده کړې کړې دي. نوموړی په هرات کې په سوداګرۍ بوخت دی او  په کانونو کې کې د سبزک په نوم د يوې کمپنۍ مشر دی.
 
د اړيکې شمېره:   ٠٧٨٧٠٠٠٤٠٠
 
۸۸- مسعوده کروخي
د  هرات د خلکو استازې ، رايې : ۲۰۹۲
 
مسعوده کروخي د  محمد موسی کروخی لور، چې  په ۱۳۳۸ لمريز کال کې د هرات په کروخ ولسوالۍ کې زېږېدلې ده، په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د هرات له ملي لېسې څخه فارغه شوې او د کيميا او بيولوژۍ په برخه کې ليسانس لري. کروخي د ۲۸ کاله تدريس ترڅنګ په ټولنيزو چارو کې فعاله وه ، چې د هرات مرکز انکشافي زنان غړې پاتې شوې ده  او  د هرات د  مجتمعات خدماتی د مشورتي بورد او د هرات مجمع مشارکت ملی و مدنی د ښځو د چارو د کمېسيون مسوله پاتې شوې . نوموړې د اساسی قانون او د سولې په مشورتي جرګو کې ګډون کړی دی.
 
د اړيکې شمېره:  ۰۷۹۹۴۲۵۵۶۶
 
۸۹- استاد نجلا دهقان نژاد
د  هرات د خلکو استازی ، رايې : ۲۰۴۱
استاد دهقان نژاد د سردار رحمت الله  لور، چې  په  ۱۳۴۱  لمريز کال کې د هرات ښار په ۵ مه ناحيه کې زېږېدلې ده . په ۱۳۵۴ لمريز کال کې د هرات له مهري لېسې څخه فارغه شوې او په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د هرات د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له  پوهنځي څخه فارغه شوې ده. په ايران کې په ۱۳۶۰ -۱۳۷۲ کلونو کې  د افغان ګډوالو لپاره يې دوه ښوونځي د خديجه کبرا  او حضرت اسيه په نومونو جوړ کړي وو ، چې خپله يې په کې تدريس کاوه. په هرات کې د ښځو او بشري حقوقو په برخه کې فعاله وه او په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړې وه.
د اړيکې شمېره:  ۰۷۷۸۸۱۲۵۵۹
 
 
۹۰- عبدالهادي جمشيدي
د  هرات د خلکو استازی ، رايې : ۵۶۸۹
عبدالهادي جمشيدي د محمد اسماعيل زوی ، چې په ۱۳۴۰ لمريز کال کې د هرات ولايت د رباط سنګي ولسوالۍ کې زېږېدلی دی. نوموړي تر ۱۲ ټولګي زده کړې کړې دي. نوموړی د کرنې په برخه کې په سوداګرۍ بوخت و  او په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی هم و .
 د اړيکې شمېره:  ٠٧٩٩٣٥٠٦٣٢
 
۹۱- حاجي نثار احمد فيضي غورياني
دهرات د خلکو استازی ، رايې : ۱۷۹۰۶
 
حاجي نثار احمد فيضي غورياني د حاجي فيض محمد زوی ، په ۱۳۴۰ لمريز کال کې د هرات ولايت د غوريان په ولسوالۍ کې زېږېدلی دی، نوموړی په ۱۳۶۴ لمريز کال کې د پېښور د دعوت لېسې څخه فارغ شوی  او په ۱۳۶۶ لمريز کال کې د مجاهدينو سره يو ځای شو او د اسمعاعيل خان مشاور وو. وروسته بيا امريکا ته ګډوال شو او په ۱۳۷۱-۱۳۷۵ کلونو کې له افغانستان څخه امريکا ته د غاليو په سوداګرۍ بوخت و  او اوس مهال په هرات کې د  برېښنايي توکو د يوې کمپنۍ مشر دی.
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۶۹۴۴۸۱
 
    
۹۲- حاجي محمد عارف طيب
د هرات د خلکو استازی ، رايې : ۶۱۰۶
حاجي  محمد عارف طيب د وکيل  آقا محمد  زوی ، چې  په ۱۳۴۲  لمريز کال کې د هرات ولايت د ګلران  په ولسوالۍ کې زيږيدلی دی. په ۱۳۶۷ لمريز کال کې د هرات د سلطان غياث الدين غوري له لېسې څخه تر فراغت وروسته  په ۱۳۶۹ لمريز کال کې  د هرات د ښوونکيو د روزنې له انسټيټيوټ څخه فارغ شوی دی، دغه راز د کابل د خصوصي کاتب پوهنتون څخه په حقوقو او سياسي علومو کې ليسانس لري. نوموړی د ګلران د ولسوالۍ يو قومي مشر او په بېړنۍ لويه جرګه کې يې ګډون کړی دی. يوه دوره د هرات ولايت د ګلران ولسوالۍ امنيه قوماندان پاتې شوی او په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی هم وه.
د اړيکې شمېره: ٠٧٩٩٢٤٤٩٢٠
 
 
۹۳- احمد فرهاد مجيدي
دهرات د خلکو استازی ، رايې : ۷۰۰۵
احمد فرهاد مجيدي د عبدالقدوس مجيدي زوی ،چې  په  ۱۳۵۴ لمريز کال کې  د هرات ښار په ۶ مه ناحيه کې زيږيدلی دی . نوموړی په هرات کې د لومړنيو زده کړو وروسته د کابل د استقلال له لېسې فارغ شوی دی . نوموړی  په ۱۳۷۷ لمريز کال کې د مجيدي د صنعتي او سوداګريزو شرکتونو د ګروپ مشر او په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د څلورو کلونو لپاره  د هرات د صنعتکارانو د ټولنې منتخب رييس پاتې شوی دی.
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۴۰۲۲۲۲  او ۰۷۹۹۳۵۸۵۸۶ برېښناليک: [email protected]   
 
۹۴- احمد بهزاد
دهرات دخلکو استازی ، رايې : ۷۷۳۳
 
احمد شاه بهزاد د محمد ناصر  زوی ، چې  په ۱۳۵۳ لمريز کال کې د هرات په ښار کې زېږيدلی دی ، په بشري علومو کې د ۱۴ ټولګي ډيپلوم لري. نوموړى د زده کړو پر مهال يه سياسي او فرهنګي هڅو بوخت وو ، د ايران مشهد په ښار کې د افغان ګډوالو د زده کوونکيو د ټولنې د موسسينو له ډلې څخه وو، د هرات د متخصصانو د شورا او  د ژورناليستانو د ټولنې  له موئسسينو هم پاتې شوى. په اذربايجان کې د افغان محصلينو د سياسي او فرهنګي چارو مسئول وو او د ازادۍ اروپا( آزادۍ راډيو ) د هرات خبريال پاتې شوی دی. د حزب وحدت اسلامي د ګوند غړی پاتې شوی، خو اوس خپلواک دی. په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی و .
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۹۹۴۵۲۷۷۷ 
 
 
۹۵- قاضي نذير احمد حنفي
دهرات خلکو استازی ، رايې : ۸۹۳۱
 
الحاج قاضی نذير احمد حنفي د خطيب تاج الدين زوی ، چې په ۱۳۳۸ لمريز کال کې د هرات ولايت  په ګذرې ولسوالۍ کې زېږيدلی دی ، په ۱۳۵۱ لمريز کال کې يې د هرات د فتح په ښوونځي کې خپلې زده کړې ترسره کړي او بيا يې ديني زده کړې په ۱۳۵۸ لمريز کال کې د هرات جامي شريف په اسلامي مدرسه کې بشپړې کړې دي.
هغه په ديني علومو ، قانون او سياسي علومو کې د دوکتورا معادل زده کړې کړې دې ، لسګونه کتابونه، رسايل  او قوانين يې ليکلي دی. حنفي جهادي قوماندان، د جنوب غرب د حوزې  د  اجراييه شورا  غړی ،  د هرات تصميم  گيری د  شورا  غړی ،  د افغانستان د علماوو د سرتاسري شورا  غړی، د علماوو د شورای رييس ، د جهاد په دوران کې د جنوب غرب د حوزې د محاکمو رييس ، د امت په مجله کې د مختلفو هېوادونو د شرعي پوښتونو د ځوابولو مسوول ، دهرات ولايت د  گذرې  ولسوالۍ ولسوال ، د رتبی د کميسيون د تثبيت رييس ، د ايران د مشهد په ښار کې د امت د مجلې د دفتر رييس ،  د اهل او عقد شورا  غړی او د اساسي قانونود لويې جرګې غړی پاتې شوی دی. په ۱۳۸۴ لمريز کال کې د ولسي جرګې د ۱۵ مې دورې غړی و .
 
د اړيکې شمېره: ۰۷۷۳۴۵۵۹۷۶  او ۰۷۹۹۲۰۱۹۴۸
 
 
۹۶- ناهيد احمدي فريد
دهرات د خلکو استازې ، رايې : ۴۰۴۲
 
ناهيد احمدي فريد د محمد ابراهيم لور ، چې په ۱۳۶۳ لمريز کال کې د هرات په ښار کې زېږيدلې ده. نوموړې خپلې ثانوي زده کړې د هرات مهجوبه هيروي په لېسه کې سرته رسولې دې  او په ۱۳۸۶ لمريز کال کې د هرات د پوهنتون د حقوقو او سياسي علومو له پوهنځي څخه فارغه شوې او خپله ماسټري يې  د جورج واشګنتن له پوهتون څخه  په ۱۳۸۹ لمريز کال کې د نړيوالو اړيکو په برخه کې تر لاسه کړې ده. نوموړې ۱۱ کاله د ادارې او مديريت په برخه کې تجربه لري ، د (مادر و طفل برای افغانستان) په نوم د يوې  غير انتفاعي موسيې مشره  او د فريد خيريه بنسټ رئيسه ده. په دري او پښتو پوره تسلط لري او له  الماني   ژبې سره اشنايي لري.
 
د اړيکې شمېره: ٠٧٠٠٤٢٥٩٨٧ بريښناليک: [email protected]