کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۸): په پارلماني چارو کې د دولت وزير په روانه اوونۍ کې د ملي شورا د ۱۷ مې دورې د پرانیستې خبر ور کړ او ویې ویل، له هغه وروسته به نوماند وزیران هم د باور رایو د تر لاسه کولو لپاره شورا ته معرفي شي.
د ولسي جرګې ټاکنې له درې کاله ځنډ وروسته د تېر کال په تله میاشت کې ترسره شوې خو تر اوسه د ۲۸ حوزو وروستۍ پایلې اعلان شوې او د کوچیانو حوزې، کابل، کندهار، میدان وردګو، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ پایلې لاهم نه دي اعلان شوې.