کابل (پژواک، ۵ تله ۹۷): سیاسي ګوندونو او جریانونو د ولسي جرګې په ټاکنو کې له بایو مټریک سیستم څخه په استفادې کولو د ټینګار تر څنګ وویل، که له دې سیستم څخه په سمه توګه ګټه وانه خيستل شي، دوی د ټاکنو پایلې نه مني.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون نن له سیاسي ګوندونو او جریانونو سره د ټاکنو په ورځ د بایومټریک سیستم د کارولو د څرنګوالي په اړه ګډه مشورتي ناسته جوړه کړه.
د ټاکنو کمېسیون د چارواکو د معلوماتو له مخې، د بایومټریک دستګاوې په نرم افزار(سافټ ویر)، چارچر او ضروري ملحقاتو سمبال دي چې د رایې ورکولو پر مهال د  رایې ورکوونکو دوه ګوتې، انځور، پېژندپاڼه او سټېکر ثبتوي او وروسته یې د معلوماتو بانک ته استوي.
د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي نن یادې غونډې ته وویل، په راتلوونکو ټاکنو کې د بایومټریک ۲۲ زره ماشینونو ته اړتیا ده چې له دې جملې ۴۴۰۰ ماشینونه د ټاکنو کمېسیون ته سپارل شوې او پاتې ۱۷۶۰۰ ماشینونه به تر راتلوونکو اوو ورځو ( د تلې تر ۱۲) دغه ارګان ته په واک کې ورکړل شي.
نوموړي زیاته کړه، دغه ماشینونه به د پلان له مخې په منظم ډول په ولایتونو او ولسوالیو کې د رایې مرکزونو ته ووېشل شي.
د جمعیت اسلامي ګوند استازي نور رحمان اخلاقي د ټاکنو خپلواک کمېسیون له غړو وغوښتل چې د ټاکنو په ورځ دې د ژمنې مطابق له یاد سیستم څخه استفاده وکړي، تر څو د تکراري رایو او درغلیو مخنیوی وشي.
نوموړي زیاته کړه، که له دې ماشینونو په سم ډول استفاده ونه شي دوی ته د ټاکنو پایلې د منلو وړ نه دي.
په ورته وخت کې د مرکزي احصایې، د احصايې او معلوماتو رییس احمد جاوېد رسولي وویل، تر اوسه ۴۴۰۰ بایومټریک ماشینونه کمېسیون ته سپارل شوي او تر راتلونکو اوو ورځو پورې به ټول ماشینونه کمېسیون ته وسپارل شي.
هغه وویل،دغه ماشین له ۴۰ ثاینو څخه تر یوې دقیقې پورې د رایې ورکوونکي ټولې ځانګړتیاوې سیستم ته رسوي او په یوه پاوربانګ باندې د ۱۸ ساعتونو کار وړتیا لري.
نوموړي زیاته کړه چې دغه سیستم د انلاین او افلاین کارکولو وړتیا لري، خو د امکاناتو د نه شتون له امله په افلاین ډول ترې استفاده کېږي چې له ټاکنو وروسته به یې ټول معلومات ډېټابېس ته ورسېږي.
نوموړي روښانه کړه چې دغه سیستم ته د زیان رسېدو په صورت کې به د هغه له هېڅ معلوماتو څخه استفاده ونه شي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.