کابل (پژواک، ٦ غویی ۹۸): د ملي شورا اوولسمه تقنیني دوره د ولسمشر غني له لوري پرانيستل شوه.
په هغو مراسمو کې چې په همدې مناسبت د ملي شورا په ودانۍ کې جوړ شوي و ولسمشرغني ، د کابينې غړو، لوړپوړو دولتي چارواکو، د يوشمېر بهرنيو هېوادونو استازو او د ولسي جرګې نويو غړو ګډون درلود او ملي شورا د ولسمشر په وينا رسما پرانيستل شوه. 
ټاکل شوې وه چې دغه شورا تېرکال د کب په ١٦مه د ولسمشر له لوري پرانيستل شوې وه ، خو د ټاکنو د پايلو د نه اعلان له امله په ټاکل شوي وخت پرا نه نيستل شوه .
د ولسي جرګې ټاکنې د تېر کال د تلې په ۲۸مه او ۲۹مه په ۳۲ ولایتونو او د لړم په پنځمه په کندهار ولایت کې ترسره شوې؛ خو دا ټاکنې د ځینو مواردو او مخالفتونو شتون له امله په غزني ولایت کې ترسره نه شوې.
د ټاکنو له مهالوېش سره سم، ټاکل شوې وه چې د ولسي جرګې ټاکنو لومړنۍ پایلې د لړم په نولسمه او وروستۍ پایلې یې د تېر کال لېندۍ میاشتې په ۲۹مه اعلان شي؛ خو د ټاکنو له ترسره کېدو نږدې شپږ میاشتې وروسته لا هم د کوچیانو حوزې، کابل، میدان وردګ، پکتیا، بغلان او کندوز ولایتونو وروستۍ ټاکنیزې پایلې نه دي اعلان شوي.
 تر اوسه د خلکو د استازو په توګه ۱۶۹ کسانو ټاکنیزې وثیقې ترلاسه کړې دي.
ملي شورا په داسې حال کې پرانیستل شوه چې د کابل ولایت او د ځینو نورو ټاکنیزو حوزو مخکښو نوماندانو ویلي چې ملي شورا باید د ټولو ولایتونو د وروستیو پایلو له اعلان مخکې پرا نه نیستل شي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.