کابل (پژواک، ۴ تله ۹۷): د پژواک موندنې ښيي چې د حکومتي لوړپوړو چارواکو او مشهورو کسانو اړوند سلګونوکسانو د ولسي جرګې ټاکنو لپاره ځانونه نوماندان کړي دي؛ خو د چارو شنونکي، د دې کسانو نوماندي د هغو نوماندانو پر وړاندې د خطر زنګ بولي چې په ولس کې رایی لري.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه د ۴۱۷ ښځو په ګډون ۲۵۶۵ کسانو د ولسي جرګې ټاکنو ته ځانونه کاندید کړي دي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې څوکیو ترلاسه کولو لپاره د نوماندانو ټاکنیزې منډې ترړې تر دوو راتلونکو ورځو پورې پیل شي.
د پژواک خبري اژانس موندني ښيي چې راتلونکو ټاکنوته، د ولسمشرۍ لومړي مرستیال، د حکومت اجرایي ریاست دوم مرستیال، ځینو وزیرانو، والیانو، امنیه قوماندانانو، سفیرانو، د سولي عالي شورا ریاست، د ملي امنیت شورا مرستیال، د ملي امنیت لوی ریاست لومړی مرستیال، د ټاکنو خپلواک کمېسیون، د جمهوری ریاست د چارو ادارې ریاست، د ولسمشرځانګړي استازي، د ولسي جرګې او مشرانو جرګې غړو، ولایتي شوراګانو، د الکترونیکي تذکرو لوی ریاست، د ولسمشرویندوی دفتر، ولایتي رییسانو او مرستیالانو، جهادي او سیاسي مشرانو ته نږدې کسانو ځانونه نوماندان کړي دي.

  • د پژواک خبري اژانس موندنې

کابل (۸۰۴) نوماندان
حبیب الرحمان سیاف د عبدرب الرسول سیاف زوی
جمال الدین حکمتیار  د ګلبدین حکمتیار زوی
عبدالرزاق خلیلي د سولې عالي شورا مشر محمد کریم خلیلي
احمد تمیم جرات د ملي امنیت شورا مرستیال جنرال دین محمد جرات زوی
 محمد لاری ملک زاده د ملي امنیت لوی ریاست مرستیال ادیب فهیم د خور خاوند
حاجی عبدالله ( ملا برادر) د ملاتره خیل ورور

  • حاجي روح الله مجاهد د الله ګل مجاهد ورور
  • نورالله داوود زی د هېواد کورنیو چارو پخواني وزیرعمر داوود زی ورور
  • میرویس حسین خیل په ولسي جرګه کې د برحال وکیل قیس حسن ورور
  • حبیبه ذکي روهګر په ولسي جرګه کې د برحالې وکیلي نظیفې ذکي خور
  • حاجي اجمل رحماني د ولسي جرګې برحال غړي میر رحمان رحماني زوی
  • سعیده مسعوده یاري د برحال سناتور محمد عوض یاري مېرمن
  • سمیع الله مهدي له کابل څخه ولسي جرګې ته نوماند په ولسي جرګه کې د بغلان برحال وکیل محی الدین مهدي زوی

سمنګان ( ۳۱ نوماندان)
 حیات الله سمنګاني د سمنګان ولایت مرستیال صفت الله سمنګاني د کاکا زوی
محب الله فرقاني  په ولسي جرګه کې د دې ولایت  خلکو برحال  وکیل
مخدوم ابدالله محمدي په ولسي جرګه کې د دې ولایت خلکو برحال وکیل
خاټول شیرزوی د ولایتي شورا برحاله غړې
محمد عوض بیک اوغلي د سمنګان ولایتی شورا مخکینی غړی
ضیا الدین ضیا د دې ولایت پخواني والي مرستیال

  • هرات (۱۶۱ نوماندان)
  • سیدطاها د محمد اسماعیل خان زوی
  • نقیب اروین د ټاکنو کمېسیون غړې وسیمې بادغیسي ورور
  • جاوید زیارت جاهي د طلوع پخوانی خبریال د هرات ولایت زیرکوه ولسوال احمد فرید زیارت ورور
  • ډاکټرامین غوري د ۲۰۷ ظفر قول اردو پخواني قوماندان جنرال محی الدین غوري زوی
  • بصیر اروین طاهري د ملي امنیت پخواني سلاکار ډاکټر رنګین دادفر سپنتا خوریی
  • سیدخلیل قتالي د ولسمشرۍ چارو ادارې مشر سیدوحید قتالي د عمه زوی
  • سیدعظیم کبرزایي د چارو ادارې رییس وحید قتالي د ماما زوی
  • جمعه ګل رحماني د لویدیځ زون دعالمانو شورا رییس مولوي خداداد صالح زوی
  • سرپل ( ۳۳ نوماندان)
  • مرضیه رمضاني د سرپل ولایتي شورا غړې معصومې رمضاني خور
  • علي محمد پاینده د حکومت اجرايي ریاست یو سلاکار زوی
  • جوزجان ( ۳۰ نوماندان)
  • باتوردوستم د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم زوی
  • محمدکریم فقیري د جوزجان ولایت د امنیه قوماندان فقیرمحمد جوزجاني زوی
  • بکتاش ایشچي د احمد ایشچي زوی او د جوزجان ولایتي شورا مشر بابرایشچي ورور
  • فاریاب (۶۲ نوماندان)
  • سید فرید هاشمي د فاریاب ملي امنیت ریاست د  لومړي مرستیال سید عبدالواسع هاشمي زوی
  • سید مامون ګهریک د قومونو او قبایلو ادارې رییس سید عارف ګهریک ورور
  • ډاکټراسماعیل ایوبي د برحال سناتور ګل محمد رسولي ورور
  • ګیتا سعیدي د جمهوري ریاست لومړي مرستیال حقوقي مشاور سید احمد سعید لور
  • انجنیرمحمد ایوب د افغانستان د سرې میاشتې ټولنې سلاکار محمد نعیم اعتماد ورور
  • غور ( ۳۰ نوماندان)
  •  محمد شریف مراد د کابل ګارنیزیون قوماندان او د ملي دفاع وزارت مرستیال جنرال مراد علي مراد زوی
  • امان الله بیګ د غور ولایتي شورا وکیل عزت الله ابراهیمي  او د غور سرې میاشتې رییس صبغت الله کاکا
  • عبدالقدیرغفوري د برحال سناتور محمد داوود غفاري تره
  • خیرمحمد غفوري د حکومت اجرايي ریاست سلاکار او د کډوالو او راستنېدونکو چارو رییس عبدالرووف غفوري وراره
  • عبدالله هېواد د پخواني ولسمشرحامد کرزي د ترور زوی
  • هادي بحر د بهرنیو چارو وزارت جګپوړی کارمند د بامیان ملي امنیت ریاست د مرستیال زوی او سید رضا بحر د هغه خوریی
  • سیما جوینده د غور والي دفتر مشر نصیب الله شریفي مېرمن
  • محبوب الله اکبري  د غور سولې شورا مشر حاجي مودودي خوریی
  • رقیه نایل د لعل ولسوالی د عامې روغتیا امر نعیم فیروز وریندار
  • فاطمه کوهستاني په ولسي جرګه کې د برحال وکیل حاجي قربان کوهستاني لور
  • بامیان ( ۴۰ نوماندان)
  • محمد رحیم علي یار د بامیان سولې عالي شورا رییس ورور، د یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالۍ د امنیه قوماندان احمد علي یار ورور، د شیبر ولسوالۍ امنیه قوماندان ابوذرعلي یار ورور او یو ورور یې د ټاکنو خپلواک کمېسیون کارمند دی
  • شریفه ارمان په بامیان کې د ملي راډیو تلویزیون رییس مېرمن، شهربانو وکیلي د برحال سناتور قیس خور؛ نیک بخت فهیمي د ورس ولسوالۍ د عامې روغتیا مدیر مېرمن؛ ستار آشنا د یکاولنګ ولسوالي د ملي امنیت د  مدیر زوی
  • نیمروز ( ۱۲نوماندان)
  • فریده حمیدي د ولسي جرګې برحاله وکیله، د ملي دفاع وزارت د تکنالوجي او لوژستیک تامیناتو معینیت مرستیال تورن جنرال عبدالرووف بلوچ مېرمن او د نیمروز بندر مدیر مصطفی بلوچ مور
  • جمعه خان ناصر د نیمروز سرحدي کنډک قوماندان سمونوال رحمت الله ناصر وراره
  • محمد صدیق چخانسوري د جمهوري ریاست ویاند هارون چخانسوري د تره زوی او د هلمند ۵۰۵ زون  مرستیال  مل پاسوال عبدالرحیم چخانسوري ورور
  • دایکندي ( ۴۱ نوماندان)
  • سید داوود ناصري د والي مرستیال سیدمحمد سادات ناصري ورور
  • امنه عالمي زاده د دایکندي ولایت د پوهنې ریاست تدریسي مرستیال حسین داد عالمي زاده مېرمن
  • نصرالله صادقي زاده نیلي د دایکندي برحال والي محمود بلیغ د تره زوی
  • کندهار( ۱۱۲نوماندان)
  • حاجي محمد رفیق شیرزی د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر ګل اغا شیرزي ورور
  • حمدالله نازک د ولایتي شورا برحال غړي عطاالله عطا ورور
  • خلیل احمدمجاهد د ارغنداب ولسوالۍ امنیه قوماندان محمد مجاهد ورور
  • حمیده یوسفي د ولایتي شورا برحال غړي محمد یوسف یونسي لور
  • حفیظ الله وفا د ولایتي شورا برحال غړي نعمت الله وفا ورور
  • انجنیز عارف نورزی د زابل پخواني امنیه قوماندان میرویس نورزي ورور
  • نجیب الله احمدي د ترانسپورت مخکینی رییس  او د کندهار ترانسپورت اوسني رییس موسی احمدي ورور
  • منور واحدي د حکومت اجراییه ریاست سلاکار جنرال عبدالخالق وراره
  • جنرال عبدالخالق د اجراییه ریاست برحال مشاور
  • پروان ( ۲۸ نوماندان)
  • نثارالدین بریالی د ولسمشر استازي او ولسي جرګه کې د خلکو برحال استازي حاجي الماس زاهد خوریی
  • غلام حیدرجیلاني د ولایتي شورا مشر غلام بهاالدین جیلاني ورور
  • احمد ذکي زاهد د ولسي جرګې برحال غړي میررحمان رحماني  وراره
  • بدخشان ( ۷۶ نوماندان)
  • فضل عظیم مجددي د ولايتي شورا غړي احمد جاوید مجددي ، د جرم ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ سرپرست اسدالله مجددي او د بدخشان یمګان ولسوالۍ امنیه قوماندانۍ قنداغا د تره زوی
  • امان الله پیمان له راغستان ولسوالۍ څخه ولسي جرګې ته نوماند د راغستان ولسوالۍ د ملي امنیت امر حیات الله پیمان او د راغستان ولسوالۍ د سیمه ییزو پولیسو مسؤول شیرین اغا ورور
  • صفی الله مسلم  د حوزې امر حسن الله ورور او د ولایتي شورا غړي مولوي حمیدالله مسلم زوی
  • محمد ذکریا سودا له جرم ولسوالۍ څخه د خاش ولسوالۍ د امنیه قوماندان محبوب الله د تره زوی
  • نیلوفر ابراهیمي د بدخشان د سولې ولایتي کمېټې د دارالانشا مسؤول نثارنادري د تره لور او د ولایتي شورا غړي کامل بیګ حسیني ناسکه لور
  • صفرمحمد مبارز له کشم ولسوالۍ څخه د کشم ولسوالۍ د ولسي پاڅوونکو قوماندان عبدالرحمن د تره زوی
  • میدان وردگ ( ۴۰ نوماندان)
  • حاجي محمد حضرت جانان د ولایتي شورا برحال غړي شریف الله هوتک پلار
  • عبدالرحمن وردګ په ولسي جرګه کې د برحال وکیل عبدالمجید وردګ زوی
  • حشمت الله کلیمزی د ولسي جرګې برحال غړي عبیدالله کلیمزي او د غزني والي وحیدالله کلیمزي ورور.
  • بلخ ( ۸۵ نوماندان)
  • سردار ولي ګران د بلخ پخواني والي عطامحمد نور د کاکا خسر زوی
  • هاشم عظیمي په قزاقستان کې د افغان سفیر فرهاد عظیمي ورور
  • برښنا ربیع د بلخ عامې روغتیا مشر میرویس ربیع خور
  • علم خان ازادي د بلخ امنیه قوماندانۍ د جنايي مدیر اصف ازادي تره
  • محمد علي محقق د حکومت اجراییه ریاست د  دویم مرستیال محمد محقق زوی
  • محمد ابراهیم زاده د ولسي جرګې برحال غړي عباس ابراهیم زاده زوی
  • خوست ( ۵۵ نوماندان)
  •  سیدکریم خاکسار د قومونو او قبایلو په چارو کې د اجراییه ریاست سلاکار غازي نواز ټني ورور
  • کمال ناصر اصولي د ولسي جرګې برحال وکیل او د ملي امنیت شورا غړي جمال ناصر اصولي ، د خوست ګربز ولسوالۍ امنیه قوماندان قدیرالله او د خوست شیخ زاید پوهنتون رییس مشفق ااصولي ورور
  • سایره شریف ولسي جرګه کې د خوست خلکو برحاله استازې د علومو اکاډمۍ شریف ځدراڼ مېرمن
  • اورزګان ( ۲۵ نوماندان)
  • رحمت الله فیض د اورزګان ولایت له طبیعي پېښو سره د مبارزې رییس عصمت الله فیض پلار
  • حضرت شاه بارکزی په ولسي جرګه کې د اورزګان خلکو برحال استازي عبیدالله بارکزي زوی
  • هلمند( ۹۲ نوماندان)
  • ډاکټرنصرت صفاري د هلمند ولایت اداري مرستیال مجاهد الله صفاري ورور
  • محمد ولي علیزی د هلمند ولایت  د ټولنیزو چارو مرستیال بسم الله روحاني ورور
  • عبدالحی اخوندزاده د ولسي جرګې برحال وکیل  د پخواني سناتورملا شیرمحمد اخوندزاده ورور
  • ملاشیرمحمد اخوندزاده (پخوانی سناتور)، په ولسي جرګه د خلکو برحال استازي عبدالحي اخوندزاده ورور
  • آغامحمد قریشي د ترانسپورت مشر عبدالغفور توخی زوم
  • میرویس پاڅون د اداري اصلاحاتو خپلواک کمېسیون کمیشنر بریالي ورور
  • تیمورشاه نظري د برحال سناتور هاشم الکوزي ورور
  • انجنیر وحیدالله مایار د هلمند سرې میاشتې ټولنې رییس ورور
  • سیداعظم علیزی د هلمند ولایتي شورا مرستیال عبادالله علیزي ورور
  • معلم میرولي  په ولسي جرګې  کې د هلمند خلکو برحال استازی او  د راتلونکو ټاکنو لپاره نوماندد ګرشک ولسوالۍ د امنیه قوماندان محمد اسماعیل ماما
  • کندوز( ۹۰ نوماندان)
  • عزیزالله امیري د خان ولسوال حیات الله امیري ورور
  • داوود عرضبيګي د کندوز مرستیال والي حشمت الله عرضبیګي د تره زوی
  • اجمل شاهپور د کندوز ولایت استیناف څارنوالۍ مشر عارف مبشر ورور او د کندوز پوهنې رییس د تره زوی
  • کامله ابراهیمي  د سمنګان والي آمر لطیف لور او د ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهیمي ورېره
  • شکریه پیکان د کرنې رییس منیر نیازي له نږدې دوستانوڅخه
  • لوګر( ۳۵ نوماندان)
  • احمد خطاب درانی د کرنې او مالداري وزیر نصیراحمد دراني زوی
  • خالد مومند په ولسي جرګه کې د برحال وکیل علي محمد زوی
  • اسماعیل صدیقي د مشرانو جرګې مرستیال اصف صدیقي او په ولسي جرګه کې د خلکو برحال استازي خالد مومند ورور
  • فراه ( ۴۲ نوماندان)
  • مسعود بختور د فراه ولایتي شورا د رییس فرید بختور ورور او ضابط جلیل د فرید بختور پلار
  • جنرال عبدالکریم د توریزم په چارو کې  د دولت وزیر غلام نبي فراهي د تره زوی
  • حاجي حکمت الله نظري د فراه مرستیال والي ورور
  • حمیرا ایوبي برحاله وکیله او د وزیرمحمد اکبرخان روغتون مشر ډاکټرګل احمد ایوبي مېرمن
  • حاجي عبدالغني نورزی د فراه ولایتي شورا رییس ماما او د فراه امنیه قوماندان د تره زوی
  • محمد ابراهیم د فراه ولایتي شورا برحال غړي حاجي عبدالبصیر زوی
  • زابل ( ۲۴نوماندان)
  • ډاکټر یونس حیران د زابل سولي عالي شورا  د رییس غني خان ورور
  • اسماعیل زابلي د زابل ولایتي شورا مشر عطاجان حق بیان ورور
  • حمیدالله توخي د زابل پولیسو د عملیاتي کنډک قوماندان اصف توخي پلار
  • تخار ( ۷۳ نوماندان)
  • عبدالله بیګ د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې عمومي مشر متین بیګ ورور
  • قدرت ذکي د تخار مرستیال والي فرید ذکي ورور
  • عالم ساعي د بغلان  او کندوز پخوانی والي  د تخار کرنې مشر سالم ساعي ورور
  • نادر نوري د ملي امنیت شورا د پالیسي مرستیال محب الله نوري خوریی
  • پکتیکا ( ۳۳ نوماندان)
  • محمود سلیمان خیل د ولسي جرګې برحال غړی د پکتیکا ولایتي شورا غړي افسرخان سلیمانخیل پلار
  • دولت خان ځدران د پکتیکا ولایتي شورا مشر بختیارګل ځدراڼ ورور
  • قدر خروټی د ولایتي شورا برحال غړي جلیل خروټي ورور
  • ننګرهار ( ۱۳۷ نوماندان)
  • عنایت الله سیلاب د ننګرهار والي حیات الله حیات ورور
  • انجنیر محمد نادر عمر د ننګرهار ولایتي شورا غړي اجمل عمر ورور
  • ملک قیس نوراغا ملکزی د ننګرهار ولایتي شورا غړي لالاخان پلار
  • محمد نعیم کشاف د افغانستان د عالمانو سرتاسري شورا مشرمولوي قیام الدین کشاف زوی
  • الحاج معراج الدین معراج  د ولسي جرګې غړي انجنیر عبدالغفار قایل ورور
  • ذبیح الله بابا د مشرانو جرګې غړي لطف الله  بابا ورور
  • محمد امان خیري  د حکومت اجراییه ریاست سلاکار د ولایتي شورا غړي جاوید زمان تره
  • حاجي حضرت علي  د ننګرهار ولایتي شورا مشر احمد علي پلار
  • عبدالظاهر قدیر د ولسي جرګې برحال غړی د ننګرهار ولایتي شورا غړي عبدالقهار قدیر ورور

پژواک خبري اژانس په دې راپورکې توانېدلی چې د ولسي جرګې ټاکنو ته د نوماندانو د خپلوۍ اړیکې په ۲۶ ولایتونوکې و ارزوي او د نورو معلوماتو تر لاسه کولو په صورت کې به  پاتې نور ولایتونه هم په راپورکې شامل شي.
په داسې حال کې چې د هېواد اساسي قانون د ۳۳ مادې له مخې د  هېواد وګړي د ټاکنې او ټاکلو حق لري؛  خو د ټاکنیزو چارو پوهان او پرټاکنو د څار بنسټونه په دې باور دي چې له حکومتي چارواکو سره د ځینو نوماندانو د خپلوي اړیکو پاللو له لارې د ولسي جرګې ټاکنو نوماندانو وروستي نوملړ ته لار موندل به ولسي جرګې ته د هغوو کسانو د ورتګ مخه  ډب کړي چې په ولس کې رایي لري.
د ټاکنو قانون د ۲۴ مادې په درېیمه فقره کې راغلي دي: ((  د نوماندانو  پلار، مور، نیکه، نیا، اولاد، ورور، خور، خاوند او مېرمن نه شي کولی چې په ټاکنیزه حوزه کې د ټاکنو کارکونکي په توګه دنده ترسره کړي.))
همداراز د ټاکنو قانون ۱۰ ماده چې نه لاسوهنې ته څانګړې شوې ده، داسې کاږي: (( هیڅوک نشي کولی چې په مستقیم یا غیرمستقیم ډول په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي په دې ماده کې وړاندې ویل شوي دي چې د مشخص  نوماند په ګټه او زیان د هراز دولتي امکاناتو او منابعو کارونه ممنوع ده. د دې قانون له حکمونو سره سم د ټولو نوماندانو په ګټه  په مساوي ډول د دولتي او عامه اسانتیاو کارول له دې حکم څخه مستثنی دي.))
د حقوقي کارپوهانو نظر:
د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مشر اجمل هوډمن تاییدوي چې له قانوني اړخه له دولتي چارواکو سره د نوماندانو خپلوي پالل کومه ستونزه نه لري؛  خو د تېرو ټاکنو په نسبت، له دولتي چارواکو سره د نوماندانو خپلوي د اندېښنې وړ ده؛ ځکه د نورو زیاتو نوماندانو په رایو ناوړه اغیزکوي.
نوموړي زیاته کړه: ((  تېرو ټاکنو او د حکومت کړنو ته په کتو چې په عمومي ډول له صلاحیتونو څخه ناوړه ګټه اخیستل کېږي، دا خپلوۍ د افغانستان په څېر هېواد کې د اندېښنې وړ دي.))
نوموړي وویل که دولتي چارواکي د ولسي جرګې په ټاکنوکې  د خپلوانو په ګټه له ځواک، زور، امکاناتو او دولتي اغېز څخه استفاده وکړي، قانون تر پښو لاندې کېږي.
هوډمن د ځینو خصوصي بنسټونو لکه بانکونو، شرکتونو، فابریکو او د سترو خصوصي پوهنتونو مالکانو نوماندي یوه بله ستونزه یاده کړه ویې ویل چې امکان لري د دې بنسټونو مالکین پر کارمندانو او زده کړیلانو فشار راوړي څو یو ځانګړي نوماند ته رایه ورکړي.
یاد حقوق پوه د خصوصي بنسټونو مالکانو له لوري د فشار اعمال او د ځانګړو نوماندانو په ګټه له دولتي منابعو او موقف څخه ناوړه ګټه اخیستو ته په اشارې سره وويل چې  دا ډول کړنې  ولسواکو ارزښتونو ته زیان اړوي، قانون ماتېږي او د ټاکنو مشروعیت هم تر پوښتنې لاندې راولي.
نوموړي، تر لاس لاندې کسانو باندې د دولتي چارواکو او خصوصي بنسټونو مالکانو له لوري د اغیز له اعمال څخه مخنیوی د حکومت، ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دنده بولي، ویې ویل چې د کار قانون او ټاکنو قانون پربنسټ، ټول د رایو په ورکولو کې خپلواک دي او باید د کسانو د نفوذ اعمال مخه ونیول شي.
پر ټاکنو د څار بنسټونه هم له حکومتي چارواکو سره د نوماندانو کورنۍ اړېکې د اندېښنې وړ بولي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ( فیفا)  اجرایي مشر یوسف رشید دې مطلب ته په اشارې چې هغو هم له ځینو حکومتي چارواکو سره د نوماندانو خپلوي په اړه اندېښمن دي، وویل: ((  په ولایتونو کې کاندیدان د ولایت په کچه له مهمو چارواکو سره نږدې اړیکي لري او د کمپاین او له دولتي امکاناتو څخه د ګټې اخیستنې لپاره هم  لاره هواره شوې ده.))
نوموړي تېرو ټاکنو کې درغلیو ته اشاره وکړه ویې ویل: (( ویره شته چې ګواکې دولتي چارواکي به د ولسي جرګې نوماندانو په ګټه یا زیان له دولتي امکاناتو یاموقف څخه استفاده وکړي.))
هغه، د امنیتي ارګانونو له لوري د نه لاسوهنې په اړه د ولسمشر فرمان ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د دې موضوع د څېړنې او تحقیق لپاره کوم ځانګړی میکانیزم شتون نه لري.
ولسمشرمحمد اشرف غني د روان کال زمري ۱۶مه د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو کې د حکومتي چارواکو د نه مداخلې په اړه فرمان صادرکړ.
په دې فرمان کې امنیتي ځواکونو ته لارښوونه شوې چې د رایې ورکولو مرکزونو امنیت ټینګ کړي او ترې غوښتل شوي چې وسلوال کسان مرکزونو ته له ننوتلو منعه کړي، دولتي چارواکو او کارکونکو ته امر شوی چې د ټاکنو په چارو کې مداخله و نه کړي او له دولتي امکاناتو څخه د هېڅ نوماند په ګټه او زیان استفاده و نه کړي.
د فرمان په بله برخه کې راغلي دي چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون دې  د دولتي چارواکو، منسوبینو او کارمندانو له هر راز لاسوهنې څخه اړوندو مراجعو ته خبر ورکړي، همداراز امنیتي او دفاعي بنسټونه  اړ دي چې له دې فرمان څخه سرغړونکي  عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژني.
د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ اجرايي مشر د خپلو خبرو په دوام زیاته کړه چې د ټاکنو کمیسیون دې په ولایتونو کې د والي او مرستیال والي په کچه له ولایتي مسؤولینو او کلیدي پوستونو لکه ریاست، معاونت، امنیه قوماندانۍ، د امنیت امر، د امنیت مدیر او ولسوالانو سره د نوماندانو اړیکې وڅېړي.
 هغه وویل: (( که داسې اړیکه موجوده وي، باید د څار نې،  تخنیکي او اداري څېړنې ځینې اقدمات شتون ولري که ناوړه ګټه پورته شوي وي، باید پلټنه ګروېږنه وشي او د کابو کولو لپاره یې هڅې ترسره شي.))
په ورته مهال، د ملي شورا ځینو غړو له یوشمېر لوړپوړو چارواکو سره د ځینو نوماندانو د خپلوي اړیکو درلودو په اړه اندېښنه وښوده ویې ویل چې له وخت څخه وړاندې باید د دې کسانو مخنیوی وشي څو دولتي امکانات په ناوړه ډول استعمال نه شي.
د مشرانو جرګې غړي محمد حسن هوتک وویل  چې د حکومتي چارواکو زیات شمېر خپلوان او نږدې کسان په مرکز او ولایتونوکې کاندید دي او ښايي د ټاکنیزو منډو ترړو پرمهال له دولتي امکاناتو څخه د ځانګړي نوماند په ګټه کار واخلي.
نوموړي زیاته کړه چې د ټاکنیزو مبارزاتو پرمهال او د ټاکنو په ورځ د  ځینو دولتي چارواکو د لاسوهنې او ناوړه ګټې اخیستنې  د مخنیوي لپاره حکومت د منع کولو فرمان صادرکړی دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون
د ټاکنو خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي د  ټاکنیزو چارو کارپوهانو او د ملي شورا ځینو غړو له لوري د وړاندیز شوو اندېښنو په ځواب کې، پژواک خبري اژانس ته وویل چې هیڅوک حق نه لري د یو نوماند په ګټه یا زیان له دولتي موقف، اغېز، ځواک او حکومتي منابعو څخه ګټه واخلي.
نوموړي د دې مطلب په څرګندولو سره چې د یو ځانګړي کاندید په ګټه یا زیان له وظیفوي واک او دولتي امکاناتو څخه ناوړه ګټه اخیستل په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي، زیاته کړه: ((  له ټولو نوماندانو ژمنه اخیستل شوې چې د ټاکنو په تړاو کړنلارې، لوایح او د هېواد نافذه قوانین په پام کې ونیسئ او له قانون څخه سرغړونه و نه کړي.))
د هغه په خبره،څوک چې د دې پرېکړې خلاف کړنه ترسره کړي، له هغوی سره جدی چلند کېږي او تر قانوني تعقیب لاندې به راشي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.