کابل(پژواک،١٩ لړم ٩٤): مشرانو جرګې د ننګرهار پوهنتون او پوهنې وزارت ځينې چارواکي جرګې ته را غواړي، څو په ننګرهار پوهنتون کې د طالبانو او داعش د بيرغ اوچتېدو او د کندهار په يوه ښوونځي کې د پاکستاني کتابونو د تدريس په اړه ځواب ووايي.
دوه ورځې وړاندې د ننګرهار پوهنتون يو شمېر محصلينو د ليليې د ستونزو په اړه يوه لاريون کې سپين او تور بيرغونه چې د دولت په وسله والو مخالفينو( طالبان او داعش ) پورې اړه لري، اوچت کړي وو.
د مشرانو جرګې غړي ليلما احمدي د جرګې په نننۍ غونډه کې وويل:((د ننګرهار پوهنتون مشر بايد امنيتي چارواکي خبر کړي واى، خو ناغيړي شوې ده.))