ملي شورا

کابل (پژواک، ٩ ليندۍ ٩٤): شپږ کسان د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون او يو کس د سترې محکمې د عالي شورا د نوماند غړي په توګه نن ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.
دا اووه کسان د ولسمشر د فرمان پر بنسټ يادو پسټونو ته نوماند شوي او نن د ولسمشر د دويم مرستيال محمد سرور دانش له خوا ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.
ډاکتر محمدقاسم هاشمزى، غزال حارث، ډاکټر عبدالروف هروي، قضاوتيار محمدعارف حافظ، ډاکتر عبدالله شفاهي او دوکتور سيد ابوبکر متقي، د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون د غړيتوب لپاره معرفي شوي دي.

کابل (پژواک ٨ ليندۍ ٩٤): د مشرانو جرګې مشر، له افغانستان سره په پوځي برخه کې د روسيې د همکاريو د ژمنو په اړه خبر ورکړى او د يادې جرګې مرستيال وويل چې د کونړ د چارتراشو لرګيو د قاچاق وړونکو نوملړ يې ترلاسه کړى دى.
د مشرانو جرګې مشر فضل هادي مسلميار چې پرون له روسيې څخه راستون شوى، نن په کابل کې په يوه خبري ناسته کې وويل چې ټاکل شوې روسيه تر راتلونکو ٢٠ ورځو پورې له افغان امنيتي ځواکونو سره د لسو زرو کلاشينکوفونو مرسته وکړي.
هغه زياته کړه، چې روسيې ته د هغه د سفر په ترڅ کې ياد هېواد ژمنه کړې چې دغه اندازه وسلې به ډېر ژر د افغانستان د کورنيو چارو وزارت په واک کې ورکړي.

کابل (پژواک، ٨ ليندۍ ٩٤): مشرانو جرګې، کابل ښار کې د برېښنا له غيرعادلانه وېش څخه د يادې جرګې د يو شمېر غړو د ډېرو شکايتونو له امله پرېکړه کړې، چې د برېښنا شرکت مشر دغې جرګې ته راوغواړي.
د مشرانو جرګې غړي الله داد اندړ نن د يادې جرګې په عمومي ناسته کې وويل، چې په کابل ښار کې برېښنا په غيرعادلانه ډول وېشل کېږي او کوم بنسټ يې تر اوسه پورې مخه نه ده نيولي.

کابل (پژواک، ٧ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې ځينې غړي وايي، د حاجيانو د لېږد قرارداد کې شاوخوا ٣.٣ ميليون امريکايي ډالر درغلي شوې، د ولسمشر ستر سلاکار داوود سلطانزوى او د حاجيانو د لېږد کمېټې مشر بايد په دې اړه ځواب ورکړي.
ولسي جرګې پر سلطانزوى سربېره، د ارشاد، حج او اوقافو وزير فيض محمد عثماني، د اريانا افغان هوايي شرکت مشر محمد داوود شريفي او د هوايي چلند مشر کپتان حامد د حج په پروسه کې د درغلۍ په سبب د دې جرګې عمومي ناستې ته راغوښتي وو.
له دې ډلې له سلطانزوى پرته ټول د جرګې ناستې ته حاضر شوي وو.

کابل (پژواک ٧ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، له زندان څخه د فروزي د خوشې کولو قضيې په اړوند بايد د ولسمشر د ځانګړي استازي، اقتصادي سلاکار او ښار جوړونې وزير دندې وځنډول شي.
کابلبانک يو خصوصي بانک و، چې په ١٣٨٨ لمريز کال کې د شاوخوا ٩٠٠ مليون ډالرو غيرقانوني پورونو د ورکړې له امله له کړکېچ سره مخ شو، چې له هغه وروسته يې د ماليې وزارت په چوکاټ کې د نوي کابلبانک تر نوم لاندې خپل فعاليت پيل کړ.

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي، چې کابل کې د داعش چارواکو د حضور او له دغې ډلې سره د حکومت د مرستې په اړه د ظاهر قدير ادعا بايد وڅېړل شي.
د باميانو استازي فکور بهشتي يادې موضوع ته په اشارې سره وويل: "په اوسنيو شرايطو کې د تور لګول د نفاق سبب کېږي او يوه قوه بايد په بله قوه باندې تور ونه لګوي."
هغه زياته کړه: "که چېرې د ښاغلي قدير څرګندونې حقيقت ولري، بايد د حکومت مشران په ځانګړي ډول د خلکو استازي په دې اړه ګام پورته کړي او د ودى مخه ونيسي، ځکه داعش د ټولو خلکو دوښمنان دي."

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د ماليې وزير، د راتلونکي مالي کال د بوديجې طرحه چې نږدې ٤٦٢ مليارده افغانۍ ده، ولسي جرګې ته وړاندې کړه.
دغه طرحه د لړم مياشتې په ١٧ مه مشرانو جرګې ته وړاندې شوې وه او يادې جرګې دغه طرحه له خپل وړانديز شوي نظر سره يو ځاى ولسي جرګې ته ولېږله. د افغانستان مالي کال، د مرغومي مياشتې په لومړۍ نېټه پيلېږي.
د مشرانو جرګې غړو ويلي وو چې د بوديجې په طرحه کې شاملې ډېرى پروژې د تېرو کلونو اړوند دي او په دې بوديجه کې د ولايتونو تر منځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى.
د ماليې وزير محمداکليل حکيمي نن د يادې طرحې په اړه ولسي جرګې ته معلومات ورکړل.

کابل (پژواک، ٤ ليندۍ ٩٤): د افغانستان د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار وايي چې هېواد يې د ترهګرۍ پر وړاندې مبارزه کې د نړيوال ايتلاف ملاتړ کوي.
د روسيې د دولتي رسنۍ (اټارټاس) د راپور له مخې، مسلميار دغه څرګندونې روسيې ته د يوه رسمي سفر پر مهال نن په مسکو کې د دغه هېواد د مشرانو جرګې غونډې ته په خپله وينا کې کړې دي.
هغه زياته کړې، د نړيوالې ټولنې په همغږۍ او ګډې همکارۍ سره کېداى شي چې نړۍ له ترهګرۍ وژغوري.
مسلميار ويلي چې هېواد يې د هغه اقدام ملاتړ کوي چې د ترهګرۍ د ځپلو لپاره بايد نړيوال ايتلاف جوړ کړي.

کابل (پژواک ٣ ليندۍ ٩٤): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي، د ولسي جرګې او ولسواليو شوراګانو د ټاکنو د مودې پر معلومو د ټينګار ترڅنګ وايي، چې که  پر حکومت فشار وارد نه شي نو د ټاکنو د تر سره کولو لپاره اراده نه لري.
 د اساسي قانون په ٨٣ ماده کې راغلي: "د ولسي جرګې غړي، د خلکو د ازادو، عمومي، پټو او مستقيمو ټاکنو له لارې ټاکل کېږي. د ولسي جرګې د کار دوره د ټاکنو له اعلان وروسته د پنځم کال د چنګاښ مياشتې په لومړۍ نېټه پاى ته رسيږي او نوې شورا خپل کار پيلوي. د ولسي جرګې د غړو ټاکنې له ٣٠ څخه تر ٦٠ ورځو په موده کې د ولسي جرګې د دورې له پاى ته رسېدو وړاندې تر سره کېږي."

کابل (پژواک، ٣ ليندۍ ٩٤): د دولت د وسله والو مخالفينو له خوا د کندوز د نيولو په اړه د حقيقت موندونکي کمېسيون غړي، د نورو معلوماتو د ورکولو لپاره د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته غوښتل کېږي.
کندوز د روان کال د تلې په شپږمه نېټه د طالبانو له خوا ونيول شو او له دوو اوونيو وروسته دا ښار بېرته د امنيتي ځواکونو له خوا په تدريجي ډول ونيول شو.
ارګ د تلې په ١٨مه نېټه د ملي امنيت د پخواني مشر امرالله صالح او د پوهني د پخواني وزير فاروق وردګ په مشرۍ يو پنځه کسيز پلاوى وګوماره، څو د کندوز د سقوط موضوع په هر اړخيز ډول وڅېړي.

Pages

Subscribe to ملي شورا