ملي شورا

جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوال وايي چې د داعش او د ولسي جرګې د لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير د وسله والو تر منځ په نښته کې څلور داعشيان او څلور پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
په اچين کې د حکومتي ځواکونو تر عملياتو وروسته يوه مياشت مخکې د "کهي" په سيمه کې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير سلګونه وسله والو د پاڅون کوونکو په نوم د داعش پر ضد پوځي مرکز جوړ کړ.

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې يو شمېر غړي، د داعش پرضد د مبارزې په اړه له افغان طالبانو سره د روسيې د اړيکو په هکله د ياد هېواد د يوه چارواکي څرګندونې؛ د افغانستان په چارو کې لاسوهنه بولي او د يادې موضوع د تعقيب غوښتنه کوي.
د راپورونو پر بنسټ، د افغانستان په چارو کې د روسيې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمير کابلوف څو ورځې وړاندې ويلي و چې روسيې د ګډ دښمن په توګه له داعش ډلې سره د مبارزې لپاره له افغان طالبانو سره اړيکه نيولې ده.
هغه دغه راز ويلي، چې روسيه په دغه برخه کې له طالبانو سره ګډې ګټې لري او له يادې ډلې سره د معلوماتو په تبادلې بوخت دي.

کابل (پژواک، ٥ مرغومى ٩٤): ولسي جرګې د ټاکنو قانون په اړه د ولسمشر تقنيني فرمان د رايو په اکثريت سره رد کړ.
ياد فرمان نن د ولسي جرګې د تقنين چارو کمېسيون له خوا د دې جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو.
د دغه کمېسيون مشر نذيراحمد حنفي د جزئياتو له ورکړې پرته د فرمان په اړه وويل چې د دغه فرمان پر بنسټ بايد د ټاکنو قانون په ځينو مادو کې تعديل راغلى واى.
هغه وويل چې دغه فرمان د اتلس ګونو کمېسيونونو له خوا نه دى منل شوى.

کابل (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤ ): د مشرانوجرګې يو شمېر غړي د هلمند ولايت امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي که حکومت په دې ولايت کې د امينت ټينګښت لپاره په ژمي کې اړين ګامونه وا نه خلي په راتلوونکي پسرلي کې به د وضعيت کنټرول نور هم ستونزمن شي.
خو د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال مرادعلي مراد وايي چې د هلمند وضعيت د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دى.
 په مشرانوجرګه کې د هلمند د خلکو استازي شيرمحمد اخندزاده وويل چې د هلمند په ټولو ولسواليو کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د مشرانو جرګې يو غړى ادعا کوي، چې دوه بهرنيو چورلکو د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د داعش ډلې کسان ښکته کړي، خو د لوى درستيز مرستيال وايي، چې په دې اړه تاييد شوى راپور نه دى وړاندې شوى.
 مشرانو جرګه کې د پکتيا استازي جمعه الدين ګيانوال وويل: "داسې راپورونه شته چې دوه شپې وړاندې دوه بهرنيو هليکوپټرونو د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د داعش ډلې يو شمېر کسان ښکته کړي دي."
 نوموړي، په دې اړه د مشرانو جرګې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه.

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٤): ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بوديجې طرحه رد  او وايي چې په دغه طرحه کې ډېرى شاملې پروژې د تېرو کلونو دي او په بوديجه کې د ولايتونو تر منځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى.
 دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان مالي کال، سبا (د مرغومي لومړۍ نېټه) پيل او د ماليې وزارت د ليندۍ مياشتې په ٢١ مه ويلي و، چې ياده طرحه مالي امکاناتو او پراختيايي پروګرانو اغيزمنتيا ته په پام سره ترتيب شوې او د ولسي جرګې له لوري ژر تر ژره تصويب کول يې د هېواد په ګټه دي.
 دغه طرحه د مشرانو جرګې له تاييد وروسته د ليندۍ مياشتې په څلورمه، ولسي جرګې ته وړاندې شوه.

کابل (پژواک ٢٩ ليندۍ ٩٤): د لوړو زده کړو وزيره وايي، د پوهنتونونو د استادانو ستونزې هوارېږي او د روان کال په ترڅ کې به د کانکور د ٣٥٠زره ګډونوالو له ډلې ١٢٠زره زده کوونکي د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي پوهنتونونو ته جذب کړي.
د کابل پوهنتون، طبي، پوليتخنيک او ښوونې او روزنې پوهنتونونو يو شمېر استادانو د لوړو زده کړو د قانون په مسوده کې د بدلون راوستلو په اړه له تېرو دوو اونيو راهيسې کاري اعتصاب کړى و او تېره ورځ يې پاى ته ورساوه.
دوى ويل، چې د ولسمشر د تقنيني فرمان پر بنسټ له ٢٥٠٠ استادانو ډېر منفک کېږي او شاوخوا ٧٨٥ نور يې تقاعد ته اړ ايستل کېږي.

کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې د يوه پلاوي موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو په نوم ډېره اندازه تېل را وارد شوي او د هغو د مالياتو د بخښنې له امله دولت ته ميليونونه ډالره زيان اوښتى دى.
د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان چې دوه اونۍ وړاندې د يوه پلاوي په مشري د هېواد په شمال کې د فارياب اقينه او بلخ حيرتانو بندر ته د څېړنې په موخه تللى و، نن د يادې جرګې په عمومي ناسته کې وويل چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو مالونه له ماليې معاف دي.

کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٤): مشرانو جرګې د حکومت له اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه وغوښتل، چې د شانګهاى سازمان په ناسته کې په ياد سازمان کې د افغانستان د عضويت موضوع هم مطرح کړي.
عبدالله پرون د شانګهاى د همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو په ناسته کې د ګډون په موخه چين هېواد ته سفر کړى دى.
دغه غونډه نن پيل او سبا ته پاى ته رسيږي.
ټاکل شوې د حکومت اجرايي مشر، نن (ليندۍ ٢٤ مه) د شانګهاى سيمه ييزو همکاريو سازمان په ناسته کې وينا وکړي.

کابل (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال ادعا کوي چې د قطر شهزداه د اصلاحاتو او غوره حکومتولۍ په برخه کې د ولسمشر ځانګړي استازي احمد ضياء مسعود د زوى له خوا هرات ته رابلل شوى و.
 د هرات سيمه ييزو چارواکو د ليندۍ په ٣مه ويلي و، چې د قطر يوه الوتکه د سيمه ييزو مقاماتو له همغږۍ او خبرونې پرته د دې ولايت په هوايي ډګر کې ناسته ده او لس ګران بيه موټر او يوه اندازه خوراکي توکي يې ترې راکښته کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د هرات والي او د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويلي، چې له دې غيرقانوني پرواز څخه وروسته د قطر شهزاده د ښکار لپاره افغانستان ته راته، چې مخه يې ونيول شوه.

Pages

Subscribe to ملي شورا