Add new comment

په اچين کې د حاجي ظاهر او داعش وسله والو له یو بل نه سرونه پرې کړي

جلال اباد (پژواک، ۶ مرغومی ۹۴): د ننګرهار د اچين ولسوال وايي چې د داعش او د ولسي جرګې د لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير د وسله والو تر منځ په نښته کې څلور داعشيان او څلور پاڅون کوونکي وژل شوي دي.
په اچين کې د حکومتي ځواکونو تر عملياتو وروسته يوه مياشت مخکې د "کهي" په سيمه کې د ولسي جرګې د لومړي مرستيال عبدالظاهر قدير سلګونه وسله والو د پاڅون کوونکو په نوم د داعش پر ضد پوځي مرکز جوړ کړ.
د اچين ولسوال حاجي غالب د مرغومي په ۶مه پژواک خبري اژانس وويل چې تېره ورځ ناوخته د يادې ولسوالۍ د "زوړ ده سړک" په سيمه کې يادو ډلو نښته کړې چې پر مهال یې داعش څلور پاڅون کوونکي او پاڅونوالو پنځه داعشيان نيولي وو.
ولسوال وايي: ((تر جګړې وروسته داعش وسله والو د حاجي ظاهر د ملېشو سرونه پرې کړل چې په غبرګون کې يې د حاجي ظاهر کسانو هم د څلورو داعشيانو سرونه پرې کړي او يو کس ورسره اسیر دی. په وژل شوو داعشيانو کې يو د تېرا او دری نور د اورکزيو اوسېدونکي دي.))
غالب زیاتوي: ((د حاجي ظاهر ملېشو په اچین کې د خپلې قرارګاه مخې ته د څلورو داعشیانو مړي د سړک پر سر د موضع ګانو بوریو ته اېښي او سرونه يې پرې د پاسه ايښې دي، چې لاروي يې د تګ راتګ پر مهال وویني.))
ولسوال دا پېښه غندي او وايي چې د حاجي ظاهر وسله والو بايد دا کسان حکومت ته سپارلي وای.
د ننګرهار ولايت يوې حکومتې سرچينې پژواک اژانس ته وويل چې د حاجي ظاهر وسله وال تېره ورځ ناوخته په ياده سيمه کې د داعش د بېرغونو د ښکته کولو په موخه تللي وو چې تر منځ يې جګړه رامنځ ته شوه.
سرچينه د دواړو ډلو د ياد شمېر وسله والو د وژل کېدو پخلی کوي.
بلخوا د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي پژواک اژانس ته په اچين ولسوالۍ کې د حاجي ظاهر د جنګياليو او داعش وسله والو تر منځ نښته تاييد کړه خو يادونه يې وکړه چې د پېښې د څرنګوالي لپاره څېړنې پيل شوې دي.
د ولسي جرګې لومړي مرستيال او داعش وسله والو تر اوسه په دې اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.