دولت از بابت معافيت ماليۀ تيل نيروهاى خارجى ميليون ها دالر متضرر شده است

کابل (پژواک ٢٥ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې د يوه پلاوي موندنې ښيي، چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو په نوم ډېره اندازه تېل را وارد شوي او د هغو د مالياتو د بخښنې له امله دولت ته ميليونونه ډالره زيان اوښتى دى.
د ولسي جرګې نايب منشي عرفان الله عرفان چې دوه اونۍ وړاندې د يوه پلاوي په مشري د هېواد په شمال کې د فارياب اقينه او بلخ حيرتانو بندر ته د څېړنې په موخه تللى و، نن د يادې جرګې په عمومي ناسته کې وويل چې په افغانستان کې د مېشتو بهرنيو ځواکونو د اکمالاتو مالونه له ماليې معاف دي.
هغه وويل، ياد پلاوي د څېړنو پر مهال له ٢٨زره زياتې پاڼې ترلاسه کړې، چې په وروستيو څو کلونو کې د بهرنيو ځواکونو په نوم د خصوصي شرکتونو له لوري د تېلو د وارداتو څرګندويي کوي او په دغه برخه کې د ماليې د نه ورکړې له امله دولت ته سلګونه ميليون ډالر زيان اوښتى دى.
نايب منشي وويل، ترلاسه شوي اسناد د يوه مسلکي پلاوي له لوري ډېرې څېړنې ته اړتيا لري.
نوموړي زياته کړه، په ياد اختلاس کې د حکومت يو شمېر اړوند چارواکي هم ګرم دي.
د هغه په وينا، د تېلو له ماليې څخه د بخښنې اړونده ارګانونه، د اړتيا د فورمې له مخې تر سره کوي.
نوموړي وويل، د بهرنيو چارو وزارت د بهرنيو ځواکونو د اړتيا فورمې او د کورنيو او دفاع چارو وزارتونه د دغو دوو وزارتونو د ځواکونو د اړتيا وړ فورمې د ماليې وزارت ته وړاندې کوي او د ماليې وزارت د همدې فورمو له مخې، د ماليې د بخښنې په برخه کې اجرات کوي.
هغه وويل: "که چېرې حکومت غواړي چې عوايد پورته لاړ شي، بايد په ګمرکونو او بندرونو کې د فساد مخه ونيسي، سلګونه ميليون ډالره غلا شوي، که چېرې د هېواد نور بندرونه وپلټل شي، نو د هغو کسانو څېرې به چې په ميليوني غلاوو کې لاس لري، په ډاګه شي."
عرفان دغه راز د جيوکيم په نوم د يوه بهرني شخصي شرکت يادونه وکړه او ويې ويل، دغه شرکت د حيرتانو او اقينه په بندرونو کې د محصولاتو د کيفيت د کنټرول قرارداد په غاړه لري، چې هره ورځ سلګونه ميليون افغانۍ عايد لري، خو د قرارداد پر بنسټ؛ يواځې پنځه سلنه يې د سټنډرډ ملي ادارې ته ورکوي.
هغه زياته کړه: "دغه شرکت پر دې سربېره چې موجوديت ته يې اړتيا نشته، ځکه د سټنډرډ ملي اداره شته، بې کيفيته محصولاتو ته هم د واردېدو اجازه ورکوي."
ولسي جرګې نن د ماليې، سوداګرۍ او بهرنيو چارو وزيران او د سوداګرۍ وزارت د نفتي توکو مشر يادې جرګې ته ورغوښتي وو، څو افغانستان ته د خصوصي شرکتونو له لوري د وارداتي تېلو د محصولاتو د بخښنې په اړه معلومات وړاندې کړي.
د بهرنيو چارو وزير او د ماليې او سوداګرۍ وزارتونو مرستيالانو او د نفتي توکو مشر، نن د جرګې په ناسته کې ګډون وکړ.
د ولسي جرګې يو شمېر غړو ويل، چې استجواب له وزير څخه کېږي او بايد وزيران په ناسته کې وي.
په ياده جرګې کې د وردګو استازي غلام حسين ناصري وويل: "د قانون او د دندو د اصولو پر بنسټ، استجواب بايد له وزيرانو وشي، معين صاحبان دې رخصت شي، ځکه دوى په دې اړه ځواب ويونکي نه دي."
د يادې جرګې بل غړي عبدالقادر ځاځي هم وويل: "لومړى يوه موضوع بايد په کميسيونونو کې پخه شي او له هغه وروسته په اجنډا کې شامله شي او موږ هره ورځ بايد د وزيرانو وخت ضايع نه کړو."
ولسي جرګې مشر عبدالرووف ابراهيمي د اعتراضونو په پايله کې وويل: "دا چې دغه قضيه ډېرې څېړنې او پلټنې ته اړتيا لري، لومړى بايد په ګډ کمېسيون کې اسناد وڅېړل شي او له هغه وروسته په اجنډا کې شامل شي."
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.