"دو هليکوپتر خارجى، افراد داعش را در سرخرود ننگرهار پياده کرده است"

کابل (پژواک، د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤): د مشرانو جرګې يو غړى ادعا کوي، چې دوه بهرنيو چورلکو د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د داعش ډلې کسان ښکته کړي، خو د لوى درستيز مرستيال وايي، چې په دې اړه تاييد شوى راپور نه دى وړاندې شوى.
 مشرانو جرګه کې د پکتيا استازي جمعه الدين ګيانوال وويل: "داسې راپورونه شته چې دوه شپې وړاندې دوه بهرنيو هليکوپټرونو د ننګرهار په سرخرود ولسوالۍ کې د داعش ډلې يو شمېر کسان ښکته کړي دي."
 نوموړي، په دې اړه د مشرانو جرګې د جدي څېړنې غوښتنه وکړه.
 د هغه په وينا، په افغانستان کې د داعش له حضور څخه د روسيې ولسمشر اندېښنه په حقه ده، ځکه اوسمهال په افغانستان کې د داعش ډله د نفوذ په حال کې ده او افغان حکومت بايد د يادې ډلې د ځپلو لپاره   جدي ګامونه پورته کړي.
 د مشرانو جرګې لومړي نايب محمد علم ايزديار چې د يادې جرګې د نن ورځې غونډې مشري يې پر غاړه درلوده، وويل: "که چېرې د داعش کسان په رښتيا سره شتون ولري، له افغان حکومت او خلکو سربېره ټولې نړۍ ته د اندېښنې وړ موضوع ده، د يادې ډلې بهرني ملاتړ کوونکي بايد وپېژندل شي."
 نوموړي د مشرانو جرګې د کورني امنيت کمېسيون ته لارښوونه وکړه، څو دغه موضوع وڅېړي او پايلې يې د جرګې عمومي ناستې ته وړاندې کړي."
 ورته مهال د هېواد د لوى درستيز مرستيال ډګر جنرال  مرادعلي مراد، له رسنيو سره د خبرو پر مهال وويل: "د داعش ډلې د کسانو د ښکته کولو په اړه داسې يو راپور چې تاييد کوونکى وي، نه دى وړاندې شوى، خو د شک ځاى نه دى، رد کولى يې نه شو، داعش، طالب او د حقاني ډله د خپلو بهرنيو ملاتړ کوونکو له مرستې څخه برخمن دي."
 نوموړي د يادو ډلو د بهرنيو ملاتړ کوونکو نومونه وانخيستل او زياته يې کړه: "داسې راپورونه شته، خو په عملي توګه مو نه دي ليدلي چې د هليکوپټر په وسيله دې سرخرود ولسوالۍ ته د داعش کسان لېږدول شوي وي."
 د راپورونو پر بنسټ، د داعش ډلې کسان د ياد ولايت په اچين، چپرهار، پچيراګام، کوټ او ده بالا ولسواليو کې شتون لري او د خلافت غږ په نوم يو راډيويي چېنل هم له يوې اوونۍ راهيسې په دغه ولايت کې خپلې خپرونې پيل کړې دي.
 ورته مهال د ننګرهار والي سليم خان کندوزي پژواک خبري اژانس ته وويل:" داسې ويل کېدل چې هليکوپتر د سرخرود په ولسوالۍ کې ناسته کړې، له امنيتي چارواکو سره مو ناسته درلوده او هغوى ته مې دنده ورکړه، څو دغه موضوع وڅېړي."
هغه زياته کړه: "د سيمې خلک ادعا کوي چې په دغه ولسوالۍ کې هليکوپتر ناسته کړې، خو دغه قضيه چا په خپلو سترګو نه ده ليدلې، چې له چورلکو څوک ښکته شوي دي."
 د ننګرهار والي دغه راز وويل، چې نن سهار په دغه ولايت کې له مېشتو بهرنيو   ځواکونو سره هم په دې اړه خبرې شوې او په دې اړه پلټنې پيل شوې دي.
 د سرخرود ولسوالۍ يوه اوسېدونکي نورالله وويل: "دلته اوازه ده چې دوه ورځې وړاندې د هجرت په سيمه کې يوې هليکوپتر ناسته کړې او د داعش ډلې ځينې کسان يې د غره په ډډه کې ښکته کړي دي."

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.