"داکتر عبدالله براى عضويت افغانستان در سازمان شانگهاى تلاش کند"

کابل (پژواک ٢٤ ليندۍ ٩٤): مشرانو جرګې د حکومت له اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه وغوښتل، چې د شانګهاى سازمان په ناسته کې په ياد سازمان کې د افغانستان د عضويت موضوع هم مطرح کړي.
عبدالله پرون د شانګهاى د همکاريو سازمان د غړو هېوادونو د لومړيو وزيرانو په ناسته کې د ګډون په موخه چين هېواد ته سفر کړى دى.
دغه غونډه نن پيل او سبا ته پاى ته رسيږي.
ټاکل شوې د حکومت اجرايي مشر، نن (ليندۍ ٢٤ مه) د شانګهاى سيمه ييزو همکاريو سازمان په ناسته کې وينا وکړي.
د شانګهاى د همکاريو سازمان، په ٢٠٠١ زېږديز کال کې د روسيې، چين، قزاقستان، قرغيزستان، ازبکستان او تاجکستان هېوادونو په غړيتوب؛ د سيمه ييزو مرستو د پراختيا په موخه رامنځته شوى او اوسمهال افغانستان، هندوستان، پاکستان، ايران او مغولستان هېوادونه د ياد سازمان د څارونکو هېوادونو په توګه په ياد سازمان کې ګډون کوي.
د مشرانو جرګې يوه غړي نثار حارس، نن د يادې جرګې په ناسته کې وويل: "ډاکټر عبدالله بايد له دغه فرصت ګټه پورته کړي، د شموليت موضوع پکې مطرح کړي، څو افغانستان د شانګهاى سازمان غړيتوب ترلاسه کړي."
د هغه په وينا، روسيې هېواد د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان له غړيتوب د ملاتړ اعلان کړى او افغان پلاوى بايد په چين کې د دغه سازمان له څوارلسمې ناستې ډېره ګټه پورته کړي.
د يادې جرګې بل غړي نادر بلوچ هم ورته نظر څرګند کړ او ويې ويل، افغانستان له خپل مهم جغرافيوي موقعيت څخه په ګټې کولى شي چې د دغه سازمان يو اغېزناک غړى واوسي.
د يادې جرګې يو شمېر نورو غړو هم د حکومت له اجرايي مشر څخه د شانګهاى په سازمان کې د افغانستان د غړيتوب د مطرح کولو غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګي لومړي مرستيال محمد علم ايزديار چې د يادې جرګې د نن ورځې مشري يې پر غاړه درلوده، وويل چې افغان پلاوى بايد په دغه سازمان کې د غړيتوب د ترلاسه کولو په موخه اړينې هلې ځلې وکړي.
د هغه په باور، که چېرې افغانستان د ياد سازمان غړيتوب ترلاسه کړي، پر افغانستان سربېره به د سيمې هېوادونه هم ګټې ترلاسه کړي.
هغه د حکومت له اجرايي مشر ډاکټر عبدالله عبدالله څخه وغوښتل چې د يوه څارونکي هېواد د استازي په توګه له ياد فرصت اعظمي ګټه پورته کړي، څو افغانستان وکولى شي چې د دغه سازمان غړيتوب ترلاسه کړي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.