"وضعیت در تمام ولسوالی های هلمند نگران کننده است"

کابل (پژواک،د مرغومي لومړۍ نېټه ٩٤ ): د مشرانوجرګې يو شمېر غړي د هلمند ولايت امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ بولي او وايي که حکومت په دې ولايت کې د امينت ټينګښت لپاره په ژمي کې اړين ګامونه وا نه خلي په راتلوونکي پسرلي کې به د وضعيت کنټرول نور هم ستونزمن شي.
خو د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال مرادعلي مراد وايي چې د هلمند وضعيت د امنيتي ځواکونو په کنټرول کې دى.
 په مشرانوجرګه کې د هلمند د خلکو استازي شيرمحمد اخندزاده وويل چې د هلمند په ټولو ولسواليو کې امنيتي وضعيت د اندېښنې وړ دى.
د هغه په وينا، که پاملرنه ونه شي او د ژمي په موسم کې ددې ولايت له لاسه وتلې سيمې بېرته ترلاسه نه شي، په راتلوونکي پسرلي کې به د وضعيت کابو کول نور هم ستونزمن شي.
 د نوموړي په وينا، له تېر شاوخوا يونيم کال راهيسې امنيتي ځواکونه په هلمند کې په جګړو کې ښکېل دي  دا ځواکونه  ان له رخصتيو څخه هم محروم دي.
ددې جرګې بل غړي رحمت الله اڅکزي هم په حکومت نيوکه وکړه او ويې ويل:" د هلمند په ټولو ولسواليو کې جګړه روانه ده؛ خو امنيتي مسوولين وايي چې وضعيت کابو دى."
نوموړي له امنيتي چارواکو غوښتنه وکړه څو نور تازه دمي ځواکونه دې ولايت ته واستوي او د هوا له لارې دې په هلمند کې د شته ځواکونوملاتړ وکړي څو د هغوى روحيه پياوړې شي.
ددې جرګې بلې غړې ګلالۍ اکبري وويل :" که په هلمند او بدخشان کې وضعيت همدا شان دوام ومومي او د ژمي موسم له سړې هوا څخه ډېره ګټه پورته نه شي؛ د هلمند تر څنګ به په شمال کې بدخشان ولايت هم سقوط وکړي."
 د مشرانو جرګې يو شمېر نورو غړو هم د هېواد امنيتي وضعيت په ځانګړې توګه د هلمند په اړه اندېښنه درلوده او له حکومت څخه يې په دې برخه کې د کوټلو ګامونو پورته کولو غوښتنه وکړه.
د مشرانو جرګې مرستيال محمد علم ايزديار چې د نننۍ غونډې مشري يې کوله ، وويل :" د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه بايد د ژمي موسم کې د وسله والو مخالفينو په ځپلو لاس پورې کړي."
 د ملي دفاع وزارت د لوى درستيز مرستيال ډګرجنرال مرادعلي مراد له رسنيو سره په خبرو کې وويل :" ستره اندېښنه د هلمند موضوع ده چې له څه مودې وړاندې د هېواد امنيتي او دفاعي ځواکونه له مقابل لوري، دښمنانو او د هغوى بهرنيو ملاتړو سره په جګړه اخته دي."
هغه زياته کړه چې جګړه دا مهال د هلمند په ځينو ولسواليو په ځانګړې توګه سنګين کې روانه ده؛ خو وضعيت د امنيتي ځواکونو په لاس کې دى او يوه پوسته هم په داسې وضعيت کې نه ده چې اړيکه ورسره پرې شوې وي او يا کلابند  وي.
 د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه د سنګين ولسوالۍ په مرکز کې مېشت دي او جګړه د تېرو څو ورځو په پرتله کمه شوې ؛ خو په وضعيت کې کوم بدلون نه دى راغلى.
هغه زياته کړه :" چې جګړه په خانشين او مارجې کې هم روانه ده او اکمالات د هوا له لارې شوي او هڅه کوو د عملياتو په بل اړخ  باندې داسې کار وکړو څو مخالفين وځپل شي."
مراد زياته کړه چې تازه دمې ځواکونه په ځانګړې توګه کومانډو د هوا له لارې سنګين ته رسېدلي دي.
نوموړي همداراز يادونه وکړه چې هلمند کې خارجي سلاکاران شتون لري او د هوايي ملاتړ په برخه کې مرسته کوي.
 د کورنيو چارو وزارت وياند صديق صديقي هم نن کابل کې د يوې خبري غونډې په جريان کې وويل چې همدا اوس د هلمند په شپږو ولسواليو کې جګړه روانه ده او وضعيت د امنيتي ځواکونو په ګټه دى.
نوموړي زياته کړه، چې سنګين ولسوالۍ ته تازه دمي پوليس د رسېدو په حال کې دي.
د کورنيو چارو وزارت د وياند په وينا، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د دولت ١٢ وسله وال مخالفين او د ملي پوليسو دوه منسوبين هلمند کې وژل شوي دي.
 هغه همداراز وويل چې ننګرهار، اورزګان او کونړ ولايتونو کې عمليات دوام لري، د کونړ په مرورې ولسوالۍ کې د دوو پاکستاني وګړو په ګډون، څلور وسله وال مخالفين وژل شوي دي.
اوسمهال، د موسى کلا، نوزاد، خانشين او باغران  ولسوالۍ د دولت وسله والو مخالفينو په لاس کې دي او په سنګين ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته روانه ده.
 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.