ولسى جرگه طرح بودجۀ سال ١٣٩٥را رد کرد

کابل (پژواک، ٣٠ ليندۍ ٩٤): ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بوديجې طرحه رد  او وايي چې په دغه طرحه کې ډېرى شاملې پروژې د تېرو کلونو دي او په بوديجه کې د ولايتونو تر منځ توازن په پام کې نه دى نيول شوى.
 دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان مالي کال، سبا (د مرغومي لومړۍ نېټه) پيل او د ماليې وزارت د ليندۍ مياشتې په ٢١ مه ويلي و، چې ياده طرحه مالي امکاناتو او پراختيايي پروګرانو اغيزمنتيا ته په پام سره ترتيب شوې او د ولسي جرګې له لوري ژر تر ژره تصويب کول يې د هېواد په ګټه دي.
 دغه طرحه د مشرانو جرګې له تاييد وروسته د ليندۍ مياشتې په څلورمه، ولسي جرګې ته وړاندې شوه.
 د مشرانو جرګې يو شمېر غړو هم ويلي و، چې د بوديجې په بوديجه کې ډېرى شاملې پروژې د تېرو کلونو دي او د ولايتونو تر منځ انډول په پام کې نه دى نيول شوى.
 د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون مشر اميرخان يار د نن ورځې په ناسته کې هم په طرحه کې يادو دوه ستونزو ته په اشارې سره وويل، چې په دغه طرحه کې د کاري فرصتونو رامنځته کول هم په پام کې نه دي نيول شوي، اصولنامه بوديجه لري او د کليو پروژو لپاره هم کومه بوديجه په پام کې نه ده نيول شوې.
په پايله کې د جرګې د ١٢٧ غړو له ډلې يې، ١١٧ کسانو يادې طرحې ته د رد رايه ورکړه او نورو يې بيا د تاييد رايه وکاروله.
 دغه طرحه يو ځل بيا د ماليې وزارت ته سپارل کېږي، څو د ملي شورا نيوکو ته په پام سره يې په سمون کې ګام پورته کړي او هغه يو ځل بيا د تاييد په موخه شورا ته ولېږي.
 د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه طرحه کې ٢٨٣،٣ ميليارده افغانۍ عادي بوديجه او ١٧٨،٥ ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه شامله ده او په ټوليز ډول د روان مالي کال د بوديجې په اړه ٦ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.
 سرچينه زياتوي، چې پنځوس سلنه عادي بوديجه او ٨٩ سلنه پراختيايي بوديجه له بهرنيو سرچينو تمويل کېږي.
 د بوديجې رييس عبدالرحمن حليمي څو ورځې وړاندې وويل، چې د بوديجې په سند کې د لويو، مهمو بنسټيزو او نيمه پاتې کوچنيو پروژو د کار د دوام تمويل؛ وړاندوينه شويو مالي محدوديتونو ته په پام سره وړاندې شوې او د بوديجې ډېرى پيسې په ترتيب سره د امنيت، پوهنې، او روغتيا برخو ته ځانګړې شوې دي.
 دغه راز نوموړي څرګنده کړه، چې ٤٧ پراختيايي بوديجه بنسټيزو پروګرامونو او طبيعي سرچينو لپاره چې خلکو ته د کار فرصتونه برابروي، ځانګړې شوې ده.
 د نوموړي په وينا، د يادې پراختيايي بوديجې د لګولو پر مهال ١٥٠ زره کسانو ته د کار زمينه برابره کېږي او د يادې بوديجې پر بنسټ، د پوهنې وزارت د شا وخوا يو ميليون نويو زده کوونکو او لوړو زده کړو وزارت د ١٥٠ زره محصلينو د جذب وړتيا ترلاسه کوي.
 نوموړي څو ورځې وړاندې د بوديجې پر طرحه او غيرمتوازن والي باندې د نيوکې په اړه وويل، چې نيوکې بايد د شمېرو له مخې او مشخصې وي، څو د ماليې وزارت ورته لاسرسى وکړي.
 هغه زياته کړه، چې شاوخوا ٨٠ سلنه بوديجه ولايتونو ته ځانګړې شوې او د بوديجې په طرحه کې هغو پروژو ته لومړيتوب ورکړل شوى ، چې ډېر اغيزناک وي او افغانستان د پرمختګ لوري ته بوځي.
 نوموړي ويلي و، چې که  ولسي جرګه د بوديجې طرحه ژر تر ژره تصويب کړي؛ د هېواد په ګټه به وي، ځکه پلي کېدا يې ژر پيليږي او په سلنه کې يې لګښت لوړيږي.
د اساسي قانون د ٩٨ مادې پر بنسټ، د دولت بوديجه او پراختيايي پروګرامونه، لومړى مشرانو جرګې  او د مشرانو جرګې له نظر او مشورې وروسته ولسي جرګې ته وړاندې کيږي. د بوديجې طرحه د ولسي جرګې له تاييد وروسته اجرايي بڼه غوره کوي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.