ملي شورا

کابل (پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې د بوديجې او مالي چارو کميسيون، د حکومت له لوري له مخابراتي خدمتونو څخه د لس سلنې محصول اخيستل؛ د حکومت يو غيرقانوني کار او قانون ته نه درناوى بولي.
د ولسمشر د فرمان او وزيرانو شورا د پرېکړې پر بنسټ، د مخابراتي خدمتونو پر ټولو ګټه پورته کوونکو باندې لس سلنه محصول وضع شوى او د روان کال د تلې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه دغه محصول اجرايي شوى دى.
ولسي جرګې د تلې مياشتې په ٢٢ مه نېټه، د ولسمشر له لوري د لس سلنې محصول د وضع کېدو په اړه شوى فرمان د رايو په اکثريت سره د ٧٩ مادې په نقضولو رد کړ.

کابل(پژواک، ٢ ليندۍ ٩٤): د ولسي جرګې لومړى مرستيال ادعا کوي چې د (( داعش)) ډلې مشران په کابل کې دي او ملي امنيت شورا له دې ډلې ملاتړ کوي، خو ملي امنيت شورا دا څرګندونې غير مسوولانه او له حقيقت څخه لرې بللې دي.
 د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير شاوخوا درې مياشتې وړاندې ننګرهار ته تللى و، څو له داعش ډلې سره مبارزه وکړي.

 کابل ( پژواک، ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤ ): د کورنيو چارو او ماليې وزارتونو مرستيالان وايي چې د کورنيو چارو وزارت د څه باندې درې نيم ميلياردو افغانيو د قرارداديانو د پيسو ورکولو په اړه دې د وزيرانو شورا پرېکړه وکړي.
همداراز ولسي جرګې تصميم ونيو، څو ددې موضوع په تړاو د کورنيو چارو او ماليې وزيران د جرګې عمومي غونډې ته ور وبولي.
 د کورنيو چارو وزارت د شاوخوا ٩٠ قراردادي شرکتونو استازي وايي چې د کورنيو چارو وزارت د خوراکي توکو د اکمال له اړخه، له ١٣٩١- ١٣٩٣ کال پورې څه باندې درې نيم ميليارده افغانۍ له دې شرکتونو څخه پوروړى دى.

کابل (پژواک،د ليندۍ لومړۍ نېټه ٩٤): مشرانو جرګې په داسې حال کې د راتلونکي مالي کال د بوديجې طرحه د رايو په اکثريت سره تاييد کړه، چې پرون يې ياده طرحه غيرمتوازنه بللې وه.
د ماليې وزير محمد اکليل حکيمي، د راتلونکي مالي کال د بوديجې طرحه چې د سلواغې مياشتې په لومړۍ نېټه پيليږي، د لړم مياشتې په ١٧ مه مشرانو جرګې ته وړاندې کړه.
د ماليې وزارت د معلوماتو پر بنسټ، په دغه طرحه کې د عادي بوديجې لپاره ٢٨٣،٣ ميليارده افغانۍ او د پراختيايي بوديجې لپاره ١٦٨،٥ ميليارده افغانۍ ځانګړې شوې او په ټوليز ډول د روان مالي کال د بوديجې په پرتله ٦ سلنه لوړوالى په ګوته کوي.

کابل (پژواک، ٢٧ لړم ٩٤): د مشرانو جرګې د شکايتونو اورېدو کمېسيون د ولسمشر ځانګړى استازى او د حکومت يو شمېر نور چارواکي د هوشمند ښارګوټي قضيې په تړاو د دغه کمېسيون غوڼدې ته وربللي وو څو په دې اړه ځواب ووايي.
د هوشمند ښارګوټي د جوړولو چارې په کابل کې د لړم په ٢٠ مه د ښې حکومتولۍ او د چارو سمون په برخه کې  ولسمشر ځانګړي استازي احمدضيا مسعود، د ښارجوړونې وزير سيد سعادت نادري، د ولسمشر حقوقي سلاکار عبدالعلي محمدي  او د ملي شورا يو شمېر غړو په ګډون پيل شوې.

کابل (پژواک ٢٦ لړم ٩٤): د ډالرو د ارزښت لوړېدل، د توليداتو او پانګونې کچې کموالى، نا امنۍ او له هېواد څخه له ډېرو پيسو سره د ځوانانو تېښته؛ د ډالرو پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د راټيټېدو لامل شوي دي.
په ١٣٨٢ لمريز کال کې د نويو افغانۍ پيسو له چاپ او خپرولو وروسته، افغانيو د ډالرو پر وړاندې خپل ارزښت له ٤٨ څخه تر ٥٢ افغانيو پورې ساتلى و، خو د وروستيو دوه کلونو په موده کې د افغانيو ارزښت راټيټي شوى. نن د يوه امريکايي ډالر د اخيستو ارزښت ٦٧،٦٠ افغانۍ دى.

کابل (پژواک، ٢٥ لړم ٩٤): حکومت وايي چې د کابل-واشنګټن تر منځ د امنيتي قرارداد ځينې مادې په کره توګه عملي شوې، خو د قرارداد د ښه عملي کولو لپاره بايد پر لاسوهونکو هېوادونو فشار راوړل شي او له هېواده بهر د ترهګرو ټول پټنځايونه له منځه يوړل شي.
 د مشرانو جرګې د نړيوالو چارو کمېسيون نن په کابل کې د امنيتي چارواکو او مدني بنسټونو په ګډون ناسته تر سره کړه او د دغه امنيتي قرارداد د عملي کولو د څرنګوالي په اړه يې پکې خبرې اترې وکړې.

کابل (پژواک، ٢٣ لړم ٩٤): ولسي جرګې د ولسمشر پنځم تقنيني فرمان چې له مخې يې امنيتي ارګانونه د سرپرستۍ له قانونه مستثنى بلل شوي وو، د رايو  په اکثريت رد کړ.
ولسي جرګې د روان کال د غبرګولي مياشتې په لومړيو کې د سرپرستۍ د تنظيم قانون د تعديل طرحه  تصويب کړه چې له مخې يې هېڅوک هم په دولتي ادارو کې له دوو مياشتو زيات د سرپرست په توګه نه شي پاتې کېدلى.
خو ولسمشر د ملي شورا د اوړي په رخصتيو کې د يوه تقنيني فرمان د صادرولو له لارې امنيتي ارګانونه له دغه قانون نه مستثنى وبلل.
دا فرمان نن د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شو.

کابل (پژواک،٢٠ لړم ٩٤): د ولسي جرګې ځينو غړو د هېواد امنيتي وضعيت د خرابېدو او د اوو ملکي وګړو د سر پرې کېدو په اعتراض کې د ملي شورا ګډې غونډې ته د ملي يووالي حکومت د مشرانو د وربللو غوښتنه وکړه.
د راپورونو له مخې، تېره اوونۍ  د داعش وسله والو د غزني ولايت جاغوري ولسوالۍ اووه اوسېدونکي وتښتول چې د لړم مياشتې په ١٧مه نېټه د ملا اختر محمد منصور او ملا منصور دادالله د وسله والو ډلو د نښتو په ترڅ کې داعش وسله والو له دغو کسانو د زابل د ارغنداب په سردرې سيمه کې سرونه پرې کړل.
د قربانيانو په منځ کې درى ښځې او يوه کوچنۍ نجلۍ هم شته.

کابل  (پژواک، ٢٠ لړم ٩٤): د ولسي جرګې ځيني غړي ادعا کوي چې د هوشمند ښارګوټي بنسټ ډبرې اېښودو په مراسمو کې  د خليل الله فيروزې د ګډون لپاره اووه ميليونه ډالره رشوت ورکړ شوى او دغه کار د ولسمشر د حقوقي سلاکار او هغه ته د نږدې کسانو له لوري ترسره شوى دى.
دا موضوع نن د ولسي جرګې په عمومي ناسته کې د شکايتونو اورېدو کمېسيون مشر عبيدالله بارکزي او د دغه کمېسيون غړي الله ګل مجاهد له لوري مطرح شوه.

Pages

Subscribe to ملي شورا