کابل(پژواک١٠ورى٩٢) : د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو کمېسيون د شتون د اړتيا او نه اړتيا په اړه په ولسي جرګه کې بحثونه بې پايلې و او د مرکزي تفتيش کمېسيون په دې برخه کې اداري پلاوى د حکومت په پلوۍ تورن کړ.
د ولسي جرګې د رييسانو کمېټې څو ورځې وړاندې د يادې جرګې د مرکزي تفتيش او عدلي او قضايي کمېسيونونو ته دنده ورکړه ، چې د ملکي خدمتونو او اداري اصلاحاتو د کمېسيون د شتون د اړتيا او نه اړتيا په اړه څېړنې وکړي او خپل راپور عمومي غونډې ته وړاندې کړي .