Add new comment

House panel heads debating draft poll law

کابل (پژواک ٥ ورى ٩٢): د ولسي جرګې کمېسيونونو د ټاکنو قانون پر مسودې بحثونه پيل کړي او ټاکل شوې، چې دغه مسوده ١٤ ورځې وروسته د جرګې عمومي غونډې ته وړاندې شي.
په تېرو شاوخوا ١١ کلونو کې ټاکنې د تقنيني فرمان له مخې ترسره کېدې، خو د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا جوړه شوې د ټاکنو د قانون طرحه په تېرې ليندۍ مياشت کې وزيرانو شورا له يو لړ بدلونونو سره تصويب کړه او ولسي جرګې ته واستول شوه.
د ولسي جرګې منشي انجنير سيد اکرام نن پژواک خبري اژانس ته وويل، تېره ورځ د جرګې د رييسانو کمېټې پرېکړه وکړه، چې په کمېسيونونو کې دې د ټاکنو د قانون پر مسوده بحثونه پيل شي.
هغه زياته کړه، چې په ځينو کمېسيونونو کې مخکې په دې اړه بحثونه پيل شوي، خو په ځينو کې نن پيل شول.
دى وايي، چې د رييسانو کمېټې له پرېکړې سره سم به د وري په ١٩مه د ټاکنو قانون مسوده عمومي غونډې ته د تصويب په موخه وړاندې شي.
د يادونې ده، د ټاکنو خپلواک کمېسيون غوښتنه کړې وه، چې دغه مسوده ژر تصويب شي، تر څو له مخې يې د ټاکنو چارې تنظيم کړي.
د ولسي جرګې په نننۍ عمومي غونډه کې د دايکنډي استازي اسدالله سعادتي وويل، چې ولسي جرګه بايد هر څه ژر د ټاکنو د قانون مسوده تصويب کړي.
د ده په وينا، که دغه مسوده پر خپل وخت تصويب نه شي، نو د ټاکنو په چارو کې به ډېرې ستونزې رامنځته شي.
د سعادتي په اند، راتلونکې ټاکنې د افغانستان لپاره ډېرې مهمې دي او بايد پر خپل وخت ترسره شي.
ټاکل شوې، چې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې د راتلونکي کال د وري مياشتې په ١٦مه ترسره شي.
په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازي غلاحسين ناصري هم وايي، چې په هېواد کې د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو لپاره، د ټاکنو قانون د تصويب ترڅنګ، د برېښنايي تذکرو وېش هم اړين دى.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره ورځ د برېښنايي تذکرو د وېش لپاره نوم ليکنه پيل شوه او د کورنيو چارو وزارت ويلي، چې دغه تذکرې به په درېيو کلونو کې د هېواد ټولو وګړو ته ورکړل شي.

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.