ملي شورا

کابل (پژواک، ١٤ مرغومى ٩٤): د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير د ولسي جرګې له استيضاح بريالى ووت.
ولسي جرګې د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير، د غير قانوني مقرريو، د دې جرګې د کمېسيونونو غونډو ته د نه حاضرېدو او د خلکو پر وړاندې ځواب نه ويلو په سبب نن ولسي جرګې استيضاح کړ.
وحيدي د جرګې غړو ته د يادو موضوعاتو په اړه ځوابونه ورکړل چې جزئيات به يې وروسته خپاره شي.
د اساسي قانون په ٩٢مه ماده کې راغلي چې ولسي جرګه د ټولو غړو د شل سلنې په وړانديز کولى شي چې هر وزير استيضاح کړي.

کابل (پژواک ١٣ مرغومى ٩٤): د مشرانو جرګې يو شمېر غړو، په داسې حال کې د جرګې په اجنډا کې د ټاکنو په اړه د تقنيني فرمان د شاملولو غوښتنه وکړه چې د يادې جرګې مشر او د رييسانو کمېټه په اجنډا کې د دغه فرمان شاملول د قانون خلاف بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې ولسي جرګې د هېواد د اساسي قانون ١٠٩ مادې ته په پام سره  ياد فرمان د مرغومي مياشتې په پنځمه د رايو په اکثريت سره رد کړى دى.
په ياده ماده کې راغلي: "د ټاکنو قانون د تعديل وړانديز د تقنيني دورې په وروستي يوه کال کې، د ملي شورا د کار په نوملړ کې نه شي داخلېدلى."

 کابل (پژواک،١٢مرغومى ٩٤ ): ولسي جرګې د ولسمشر دوه فرمانونه تاييد کړل چې له مخې يې د لومړي بست او دويم بست مامورنيو د ګومارلو واک د اړوندو ادارو چارواکو ته ورکړل شوى او پنځو علمي رتبو  ته له ١٠ زرو تر ٥٠ زرو افغانۍ په امتيازي ډول ورکول کېږي.
د ولسي جرګې د تقنيني کمېسيون مشر محمد عبده وويل چې له يادو فرمانونو څخه د يو فرمان له مخې؛ د ملکي خدمتونو د قانون په لسمه، يوولسمه او دوولسمه ماده کې تعديل رامنځ ته کېږي.

 کابل(پژواک، ١٢مرغومى ٩٤): ولسي جرګه د روانې اوونۍ د دوشنبې په ورځ د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزير استيضاح کوي.
د جرګې يو شمېرو غړو بيا په نننۍ ناسته کې د ځينو ادارو ، په ځانګړي ډول د  وزارتونو او ولايتونو د مشرتابه په اړه د بيا کتنې غوښتنه وکړه.
 د کورنيو دندو او اصولو د ٩٩ مادې پر بنسټ، جرګه د خپلو ټولو غړو د شل سلنې په وړانديز( ٥٠ کسان) کولى شي چې هر يو وزير استيضاح کړي. د استيضاح وړانديز د جرګې مشر ته وړاندې کېږي او د رييسانو کمېټې له خوا اجنډا کې نيول کېږي.

کابل (پژواک، ٩ مرغومی ٩٤): د ولسي جرګې ځيني غړي ادعا کوي چې په ننګرهار کې د داعش ډلې راډيو"خلافت غږ" په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو له پوځي اډې خپرونې کوي.
د راپورونو پر بنسټ، "خلافت غږ" راډيو له شاوخوا دوو اونيو راهيسې د دولت پر ضد خپرونې کوي.
د کابل استازي الله ګل مجاهد د ولسي جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې دا راډيو د ننګرهار هوايي ډګر له منځه خپرونې کوي. بايد يو پلاوى وګومارل شي چې موضوع د ولسمشر په شتون کې وڅېړي او دا معلومه کړي چې د پردې شا ته څوک لاس لري.

کابل (پژواک ٨ مرغومى ٩٤): د مشرانو جرګې يو شمېر غړي په دې باور دي، چې پاکستان د افغانستان د سولې په پروګرام کې ريښتونى نه دى او په دغه برخه کې د دغه هېواد ريښتونې همکارۍ لپاره هيلې، د وخت له ضايع کولو پرته بله معنا نه لري.
د افغان دولت او طالبانو استازو، د روان کال په چنګاښ مياشت کې د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې ناسته درلوده او ټاکل شوې وه چې دا ډول ناستې دوام پيدا کړي، خو د ملا عمر د مړينې په اړه د راپورونو له خپرېدو وروسته دغه لړۍ يو ځل بيا ودرېده.

کابل (پژواک ٨ مرغومى ٩٤): مشرانو جرګې، ننګرهار کې د پاڅون کوونکو له لوري، د داعش ډلې له څلورو کسانو څخه د سرونو د پرې کولو قضيې د غندلو ترڅنګ پرېکړه وکړه، چې د امنيتي ارګانونو چارواکي او د افغانستان د بشر حقونو کميسيون مشره استجواب کړي.
راپورونه په ډاګه کوي چې د ولسي جرګې لومړي مرستيال حاجي ظاهر قدير پورې اړونده کسانو په دې وروستيو کې هغه مهال د داعش له څلورو غړو سرونه پرې کړل چې د داعش ډلې د دوى له څلورو کسانو سرونه غوڅ کړي دي.

کابل (پژواک ٧ مرغومى ٩٤): د ولسي جرګې لومړى نايب وايي، د ننګرهار په بېلابېلو سيمو کې ناپېژانده هليکوپټرې ناستې کوي، خو له دې وروسته به د هغه کسان دا هليکوپټرې هم په نښه کړي.
دغه راز ظاهر قدير د ٢٠١ سېلاب قول اردو د مکتوب کاپي هم د ولسي جرګې غړو په واک کې ورکړه، چې له مخې يې د لشکر اسلام تحريک ٩٠ سلنه غړي چې پخوا د افغان دولت له لوري ورته د جواز ځانګړي کارتونه وېشل شوي وو، د داعش ډلې په ليکو کې تنظيم شوي او د افغان دولت پر وړاندې جګړه کوي.
نوموړي، چې د جرګې په عمومي ناسته کې يې خبرې کولې، وويل چې ناپېژانده هليکوپټرې پر ننګرهار الوتنې کوي.

کابل (پژواک، ٧ مرغومى ٩٤): د اساسي قانون پر پلي کېدو د څار کمېسيون غړيتوب ته شپږو نوماندانو او د سترې محکمې عالي شورا غړيتوب ته يوه نوماند له ولسي جرګې څخه د باور رايه ترلاسه کړه.
دا اووه کسان چې د ولسمشر له خوا دغو پسټونو ته نومول شوي وو، د روان کال د لېندۍ مياشتې په ٩مه نېټه ولسي جرګې ته ور وپېژندل شول.
ډاکتر محمدقاسم هاشمزى، عزال حارث، ډاکترعبدالرووف هروي، قضاوتيار محمدعارف حافظ، ډاکتر عبدالله شفاهي او دکتور سيد ابوبکر متقي د دغه کمېسيون غړيتوب ته د نوماندانو په توګه معرفي شوي وو.
همدارنګه قضاوتوال عبدالحسيب احدي د سترې محکمې عالي شورا غړيتوب ته نوماند شوى و.

کابل(پژواک، ٦ مرغومى ٩٤): د افغانستان د کانونو او پټروليم وزارت وايي چې د ټاپي پروژې د امنيت د خوندي کولو لپاره اووه زره ځواکونه پر دنده ګوماري او ددې پروژې په اوږدو کې به د ماين پاکولو کار تر درېيو مياشتو پورې پيل شي.
پاکستان او هندوستان ته د افغانستان له لارې د ترکمنستان د ګاز لېږدولو پروژه د ليندۍ په ٢٢مه نېټه پيل شوې ده.

Pages

Subscribe to ملي شورا