خوست ښار (پژواک، ٣ تله ۹۷): د کلتوري ستونزو او د عامه پوهاوي نشتوالي له امله په خوست کې د ګوتو په شمېر ښځو د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو لپاره ځانونه نوماند کړي دي.
کابل (پژواک، ٣ تله ۹۷): داسې اندېښنې شته چې د امنيتي، فرهنګي او نورو ستونزو له امله به په ټاکنو کې د ښځينه ناظرينو ونډه کمه وي او دغه ستونزه به د ټاکنو پر روڼوالي او په ټاکنو کې د ښځو پر ونډه ناوړه اغېز وکړي.
مزارشريف (پژواک، ۲ تله ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر دروازه بېرته پرانيستل شوه.
کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۸۸ زره د ډېرو کسانو نومونه د درغلۍ له امله د رایې ورکوونکو له ليسته لرې شول او نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي.
لښکرګا (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): له هلمند ولايته د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته ښځينه نوماندانې وايي، د کلتوري او امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى چې خپل ټاکنيز انځورونه د نارينه وو په څېر په واټونو کې ولګوي او یا یې ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي.
کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۹۷): د ټاکنو لپاره د بايومټريک سيستم کارولو په اړه د ټاکنو کمېسيون څېړنې ٧٠ سلنه بشپړې شوې، له سياسي ګوندونو او اړوندو ادارو سره تر ناستې وروسته به په دې اړه خپل دريځ اعلان کړي.
کابل (پژواک،٣١ وږی ٩٧): په کابل کې د یوې غونډې ګډونوالو د ټاکنو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه وبلله او له رسنیو یې وغوښتل چې په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو د پراخ ګډون لپاره کار وکړي.
کابل (پژواک، ۲۵ وږی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون او د مشرانو جرګې یو شمېر غړي د دغه کمېسیون د دفترونو پر تړلو نیوکه کوي او د کمېسیون رییس د سیاسي ګوندونو دغه کار د ټاکنو د بهیر تخریب ګني.
هرات (پژواک،۲۵وږی۹۷): په هرات کې د ولسي جرګې څو تنه کاندیدان او ځوانان وايي، ځينې سیاسي ګوندونه او کسان د خپلو ګوندي غوښتنو لپاره هڅه کوي د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي او تر خپل واک لاندې یې راولي.
کاابل(پژواک، ۲۵وږی ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون د فراه، زابل، سرپل او پنجشېر ولایتونو د رایې ورکوونکو لومړنۍ لېست اعلان کړ او ویې ویل، په دغو ولایتونو کې د ټولو نږدې ۳۷۲ زره کسانو له ډلې له ۲۴ زره ډېر کسان د رایې ورکوونکو له نوملړ څخه لرې شوي دي.
د پژواک خبري اژانس وېبپاڼه