مزارشريف (پژواک، ۲ تله ۹۷): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون د ولايتي دفتر دروازه بېرته پرانيستل شوه.
دغه دروازه نږدې دوه اوونۍ مخکې د افغانستان د لوی ملي ايتلاف غړو له خوا د ټاکنو په پروسه کې د درغلۍ په غبرګون کې تړل شوې وه.
معترضينو هغه مهال غوښتنه کوله چې ټاکنې دې په بايومټريک سيستم ترسره شي او دغه راز يې  د ټاکنو د روڼوالي د ضمانت غوښتنه کوله.
خو تېره شپه د بلخ ولايت مقام او د لوی ملي ايتلاف غړو تر تفاهم وروسته دغه دروازه بېرته پرانيستل شوه او د کمېسيون کارکوونکو خپل کارونه پيل کړل.
د بلخ ولايت مقام لومړي مرستيال محمد بشير توحيدي معترضينو ته په خبرو کې وويل چې حکومت او د ټاکنو خپلواک کمېسيون ژمنه کوي څو ټاکنې په شفاف ډول ترسره شی.
نوموړي د ټاکنو شفافيت په تړاو د معترضينو غوښتنې پر ځای وبللې او زياته يې کړه چې د ټاکنو کمېسيون او حکومت هڅه کوي څو په راتلونکو انتخاباتو کې د بايومټريک له سيستم څخه کار واخيستل شي.
په مزارشريف کې د لوی ملي ايتلاف معترضينو استازي سيد قاسم سالار پژواک ته وويل، دوی وروسته له هغه د ټاکنو کمېسيون دروازه بېرته پرانيسته چې حکومت يې غوښتنې ومنلې.
هغه زياتوي چې د بايومټريک په سيستم د ټاکنو ترسره کېدل او همدا راز د انتخاباتو پر پروسې د احزابو د څارنې زياتوالی يې عمده غوښتنې وې چې حکومت او ټاکنو کمېسيون منلي دي.
د هغه په خبره، که حکومت يې بيا هم خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي؛ نو دوی کولای شي چې د ټاکنو پر ورځ هم د کمېسيون دروازه وتړي.
د بلخ امنيه قوماندان محمد اکرم سامع وايي چې د دغه ولایت  د ټاکنو کمېسيون دفتر دروازه پرانيستې او دوی يې د امنيت لپاره جدي تدابير تر لاس لاندې لري.
نوموړي زياته کړه چې پوليس هڅه کوي څو په هغو ولسواليو کې د ټاکنيزو مرکزونو امنيت خوندي کړي چې د نا امنيو له امله تر لوړ ګواښ لاندې دي.
د يادونې ده، په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د لوى ملي ايتلاف د غړو له خوا د ټاکنو کمېسيونونو دروازې تړل شوې دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.