کابل (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د هېواد په لسو ولایتونو کې له ۸۸ زره د ډېرو کسانو نومونه د درغلۍ له امله د رایې ورکوونکو له ليسته لرې شول او نه شي کولای په ټاکنو کې برخه واخلي.
د ټاکنو کمېسیون نن په خبري ناسته کې د بادغيس، بلخ، بامیانو، کندهار، خوست، کندوز، لغمان، لوګر، نیمروز او سمنګان ولایتونو د رایې ورکوونکو لومړنی ليست د ټاکنو د څارونکو بنسټونو په شتون کې اعلان کړ.
د کمېسیون د معلوماتو له مخې، په لسو ولایتونو کې د رایې ورکولو پر شرایطو د برابرو ۲،۱ ميلیون رایې ورکوونکو له ډلې ۸۸ زره کسان له ليست څخه لرې شول.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبيح الله سادات پژواک خبري اژانس ته وویل، ډېټابس ته د رایې ورکوونکو د معلوماتو د رسولو بهیر جریان لري او تر اوسه د ۹ ميلیونه رایې ورکوونکو معلومات دې سیسټم کې ثبت شوي دي.
سادات زیاته کړه، دغه  کسان د تکراري نوم لیکنې، ناسمو معلوماتو، د ۱۸ کلنۍ عمر د نه پوره کېدو او د زېږېدنې نېټې د نه لیکلو له امله د دغو ولایتونو له لومړني ليست څخه لرې شوي دي.
د نوموړي په خبره، د یادو ۱۰ ولایتونو د رایې ورکوونکو لومړنی ليست د درېيو ورځو لپاره د دغه کمېسیون د ولایتي ادارو په مرکزونو کې نصبيږي او هغه کسان چې په دې اړه نیوکه لري، کولای شي په درېیو ورځو کې خپل شکایتونه د ټاکنیزو شکایتونو د کمېسیون په دولتي ادارو کې ثبت کړي.
د هغه د معلوماتو له مخې، د مرکز په ګډون به د پاتې ولایتونو د رایې ورکوونکو ليست ژر تر ژره اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و چې په ټول هېواد کې ۹ مېلیون او ۷۲ زره کسانو د ټاکنو لپاره نوم لیکنه کړې ده چې له دې ډلې تر اوسه د ۹ ميلیونه کسانو معلومات ډېټابېس ته رسېدلي او دغه بهیر دوام لري.
هغه روښانه کړه چې د جعلي یا تکراري پېژندپاڼو او یا د کم عمره کسانو د تذکرو کره شمېر به ډېتابېس ته د رایې ورکوونکو د معلوماتو د رسېدو د بهیر تر پای ته رسېدو وروسته له رسنیو سره شریک شي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون تېره اونۍ هم د فراه، زابل، سرپل او پنجشېر ولایتونو د رایې ورکوونکو ليست اعلان کړی و چې د ۳۷۱ زره رایې ورکوونکو له ډلې یې له ۲۴ زره ډېر کسان د رایې ورکوونکو له نوملړه لرې کړي و.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.