کابل (پژواک،٣١ وږی ٩٧): په کابل کې د یوې غونډې ګډونوالو د ټاکنو په اړه خلکو ته د پوهاوي ورکولو په برخه کې د رسنیو ونډه مهمه وبلله او له رسنیو یې وغوښتل چې په ټاکنو کې د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو د پراخ ګډون لپاره کار وکړي.
د ښځو د ښوونیز دفتر (AWEC) مشرې پلوشې حسن نن په کابل د «په ټاکنو کې جنسیتي توازن ته د رسنیو ځواب ویونکی پروګرام» تر عنوان لاندې د دوه ورځني ورکشاپ په پرانیستې غونډه کې وویل، د ټاکنو د ترسره کېدو په اړه خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته د پوهاوي ورکولو او دغه راز د رڼو ټاکنو د ترسره کېدو په برخه کې د رسنیو رول ډېر مهم دی.
نوموړې له رسنیو وغوښتل چې د روان کال د زمري د ۲۸ مې په ټاکنو کې د ښځو د پراخ ګډون لپاره دې ځانګړي پروګرامونه جوړ کړي.
مېرمن حسن وویل، یاد ورکشاپ هم د ښځو د ښوونیز دفتر (AWEC) له خوا د ۶۰ خبریالانو په ګډون ځکه جوړ شوی و چې خبریالان او رسنۍ وکولای شي په اغېزناک ډول د ټاکنو بهیر تر پوښښ لاندې راولي.
د ښځو لپاره د ملګرو ملتونو د دفتر (UN WOMEN) مرستیال پېترسن هم په نننیو مراسمو کې په ټاکنو کې د رسنیو پر اغېزناک رول ټينګار وکړ.
نوموړي وویل، دغه ښوونیز پروګرام د خبریالانو لپاره ارزښتناک دی او په دې پروګرام کې له ګډون وروسته به خبریالان وکولای شي د ټاکنو په اړه د راپور ورکولو په برخه کې غوره رول ولوبوي.
نوموړي هیله مندي ښکاره کړه چې د سږ کال په ټاکنو کې به د تېرو ټاکنو په پرتله د ښځو ګډون ډېر وي.
هغه د خپلو خبرو په پای کې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو د مرستو په دوام ټینګار وکړ.
د افغانستان د خبریالانو د ملي اتحادیې اجرائیه رئیس فهیم دشتي هم خلکو ته د ټاکنو په اړه د پوهاوي ورکولو په برخه کې د رسنیو رول مهم وباله، خو ویې ویل، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مطبوعاتي دفتر له رسنیو سره لازمه مرسته نه درلوده او رسنیو ته پر وخت معلومات نه ورکوي.
د نوموړي په خبره، که کمېسیون غواړي د ټاکنو په اړه د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو د پوهاوي کچه لوړه شي، نو اړتیا ده چې له رسنیو سره خپلې مرستې زیاتې کړي.
د ټاکنو کمېسیون عملياتي مرستیالې وسیمې بادغيسۍ وویل، کمېسیون به هڅه وکړي چې رسنیو ته پر وخت خبرونه ورکړي.
نوموړې زیاته کړه: ((هغه راپورونه چې تر موږ پورې رسېږي، په ډېرو ولایتونو کې ښځې د ټاکنو په اړه پوهاوی نه لري او په ډېرو ولایتونو کې ښځې ټاکنیزو معلوماتو ته د نه لاسرسي له امله ځورېږي.))
نوموړي زیاته کړه، په تېرو ټاکنو کې کمېسیون د کارکوونکو له کمښت سره هم مخامخ و، خو اوس کمېسیون پرېکړه کړې چې د ټاکنو په ورځ له ښځینه ښوونکو څخه هم کار واخلي.
د هغه په خبره، رسنۍ مسوولیت لري چې ښځو ته د کاندید په توګه د دوی د ګډون، رایې ورکوونکي او په ټاکنو کې د کارکوونکي د ارزښت په اړه پوهاوی ورکړي.
د پژواک خبري اژانس رییس دانش کړوخېل د نننۍ ناستې په جمع بندۍ کې د یاد ورکشاپ جوړېدل اغېزمن وبلل او ویې ویل، د ټاکنو په اړه د عامه پوهاوي د ورکولو په برخه کې ستونزې موجودې دي او اړتیا ده چې رسنۍ او مدني بنسټونه په دې برخه کې ګډ کار وکړي.
د هغه په خبره، که خبریالان پاملرنه وکړي، اخلاقي موازين او د ژورنالېزم اصول مراعات کړي، کولای شي خلکو په ځانګړې توګه ښځو ته او په ټوله کې د ټاکنو د بهیر په اړه د پوهاوي په ورکولو کې ښې پایلې لاسته راوړي.
نوموړي وویل: ((رسنۍ دې په ټاکنو کې د ښځو د انځور او فلم په خپرولو کې دقت وکړي او د خویندو له اجازې او موافقې پرته د دوی د انځور له خپرولو ډډه وکړي.))
نوموړي د ټاکنو په اړه د پوهاوي په برخه کې د رسنیو د رول د ارزښت او په ټاکنو کې د ښځو د رول پر غښتلي کېدو ټینګار وکړ او ویې ویل، رسنۍ باید دې ته په کتو چې ښځینه کاندیدانې کم امکانات لري، خلکو ته د کاندیدانو د پیغام په رسولو کې توازن په پام کې ونیسي او رسنۍ دې د ښځینه کاندیدانو د اعلاناتو بیې کمې کړي.
کړوخېل وویل، پژواک خبري اژانس د ښځینه کاندیدانو د پیغامونو رسولو یوه ځانګړې برخه لري.

 

 

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.