لښکرګا (پژواک، د تلې لومړۍ نېټه ۹۷): له هلمند ولايته د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته ښځينه نوماندانې وايي، د کلتوري او امنيتي ستونزو له امله نه شي کولاى چې خپل ټاکنيز انځورونه د نارينه وو په څېر په واټونو کې ولګوي او یا یې ټولنيزو رسنيو کې خپاره کړي.
هلمند په ولسي جرګه کې د دوو ښځو په ګډون اته څوکۍ لري، د دې څوکیو لپاره د نهو ښځو تر څنګ ٩٢ کسانو ځانونه نوماند کړي دي.
د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته له هلمنده نوماندې جميلې نيازۍ پژواک خبري اژانس ته وويل، په دغه ولايت کې د کلتوري او امنيتې ستونزو له امله نه شي کولاى د نارينه وو په څېر ټاکنيز کمپاينونه ترسره کړي او ولسواليو ته سفرونه وکړي.
دې زياته کړه: ((موږ نه د نارينه وو په څېر ښه پولي امکانات لرو او نه د هغوى په څېر کولاى شو ولسواليو ته ولاړې شو، له خلکو سره خبرې او د ځان لپاره کمپاين وکړو.))
د نيازۍ په وينا، دوى دا هم نه شي کولاى په فېسبوک، ټوېټر، انسټاګرام او د ټولنيزو رسنيو په نورو برخو کې د ځان لپاره ښه کمپاين وکړي.
دې وويل: ((په ښار يا واټونو کې که عکسونه بند کړو او يا هم په فېسبوک، ټوېټر او انسټاګرام خپل عکسونه ولګوو، نو خلک بيا موږ پورې بد وايي چې دا کلتوري مشکل دى او تر څنګ يې موږ ته امنيتي خطر هم پيدا کېږي.))
دغه راز بلې نوماندانې نجیبې فايز هلمندۍ هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې د کمپاين پر مهال د کلتوري او امنيتي ستونزو له امله ډېرى مهال ښځې ولسي جرګې ته نه بريالې کېږي.
هغې زياته کړه: ((د بېنرنو په بندولو او په فېسبوک کې د کمپاين په برخه کې ډېرې ستونزې شته، خو د دې تر څنګ د سيمه ييزو دودونو له مخې خلک يوې تحصيل کړې ښځې ته کمپاين نه کوي خو يو غير مسلکي او بې علمه سړي ته به سخت کمپاين روان وي؛ ځکه چې پيسې او نور امکانات به لري.))
دې وويل چې د نارينه وو په پرتله د کمپاين پر مهال د ښځو ستونزو له امنيتي پلوه هم ډېرې دي؛ ځکه نارينه خپله هم وسلې لري او حکومتي ارګانونه هم ورته ډېره پاملرنه کوي.
د اړوندې موضوع په اړه په لښکرګاه کې د ښځو برخې يوې مدني فعالې حسنيې احساس پژواک ته وويل، که څه هم چې له دغه ولايت څخه نهو ښځو ځانونه د ولسي جرګې ټاکنو ته نوماند کړي، خو پر وړاندې يې ستونزې هم ډېرې دي.
هغې وويل: ((له يوې خوا امنيتي ساحه يې محدوده ده، نوماندانې د نارينه وو په شان نه شي کولای غونډو کې برخه واخلي او خپل پروګرامونه وړاندي کړي، له بلې خوا د ښځينه وو ملاتړ کوونکي بيا د خپلو کانديدانو انځورونه د کلتوري ستونزو له امله په فېسبوک ټويټر او نورو ټولنيزو رسنيو کې نه شي خپرولای.))
د احساس په وينا، د ټاکنو کمېسيون ته په کار ده چې په دې برخه کې د عامه پوهاوي پروګرام ترسره کړي، څو خلک د ښځو پر وړاندې ستونزې جوړې نه کړي.
همدارنګه په هلمند کې د مدني ټولنې غړي خداى نور خانزاد پژواک ته وويل چې په ټولنه کې ځينې افراطي کسان هر څه ته له منفي اړخه ګوري خو ځينې نوماندانې بيا خپل عکسونه، پيغامونه او شعارونه داسې جوړوي چې له ټولنې سره هېڅ ډول سمون نه لري.
ده ټينګار وکړ چې ښځې بايد له مناسبو او سمو لارو خپل کمپاين پر مخ بوځي څو له کلتوري او امنيتي ستونزو سره مخ نه شي.
دغه راز په لښکرګاه کې يوه قومي مشر ايوب خان پژواک ته وويل، په دې شک نشته چې ښځې به د کمپاين پر مهال له کلتوري او امنيتي ستونزو سره مخ وي، خو ښځو ته په کار ده چې له سيمه ييزو دودونو سره سم خپل ټاکنيز کمپاين ترسره کړي او حکومت يې هم بايد امنيت تامين کړي.
د اړوندې موضوع په اړه په هلمند کې يوه ديني عالم عبدالحميد هلمندي پژواک ته وويل چې د اسلام له نظره د ښځو کاندېدل هېڅ ستونزه نه لري.
هغه زياته کړه: ((لکه څنګه چې اسلام ښځو ته د تجارت اجازه ورکړې، دغه شان یې په لويو پرېکړو کې د برخې اخيستو اجازه هم ورکړې ده، خو دا هر څه بايد د اسلامي اصولو له مخې ترسره شي.))
هلمندی وايي، که ښځينه کانديدانې دا هر څه له اسلامي اصولو او مقرراتو سره سم ترسره کړي، نو له هېڅ ډول ستونزو سره به مخ نه شي.
هغه دا هم وويل چې ښځينه نوماندانې بايد د هغو انځورونو له خپرولو ډډه وکړي چې له اسلامي اصولو سره برابر نه دي.
په دې اړه د هلمند د ټاکنو کمېسيون رييس سيداحمد شاه صاحب زاده پژواک ته وويل چې د قانون له مخې د کمپاین پر وړاندې کوم محدوديت نشته خو د ټولنې په اړه ټول پوهېږي چې څه بايد وکړي.
ده زياته کړه چې د عامه پوهاوي په برخه کې پروګرامونه جوړ شوي خو د کلتوري ستونزو مخه بايد خپله خلک ونيسي او امنيتي برخه يې په امنيتي ارګانونو پورې تړاو لري.
په دې اړه د هلمند د امنيې قوماندانۍ وياند دويم څارن عبدالسلام افغان پژواک ته وويل چې امنيتي ارګانونه د ښځينه نوماندانو د امنيت لپاره ځانګړې پاملرنه کوي.
هغه وويل: ((ښځې له يوې خوا له کلتوري مشکلاتو سره مخ دي، له بل پلوه د نارينه وو په څېر نه شي کولاى ځان ته امنيتي تدابير ونيسي؛ نو ځکه زموږ پاملرنه ورته ډېره ده.))
افغان ډاډ ورکړ چې د ټاکنيزو کمپاينونو پر مهال امنيتي ارګانونه د ښځينه نوماندانو د امنيت ټينګښټ لپاره کلک امنيتي تدابير نيسي.
د يادونې ده، د هلمند تر څنګ په نورو ولايتونو کې هم ښځينه نوماندانې له ورته ستونزو سره مخ دي چې د حل غوښتونکې يې دي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.