کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۹۷): د ټاکنو لپاره د بايومټريک سيستم کارولو په اړه د ټاکنو کمېسيون څېړنې ٧٠ سلنه بشپړې شوې، له سياسي ګوندونو او اړوندو ادارو سره تر ناستې وروسته به په دې اړه خپل دريځ اعلان کړي.
دا په داسې حال کې ده چې ځينو سياسي ګوندونو د بايومټريک سيستم له لارې د روان کال د تلې په ٢٨مه د ولسي جرګې ټاکنو په ورځ د رايو ورکوونکو د ثبت غوښتنه کړې وه.
د حکومت اجرائیه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله تېره ورځ وويل چې د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو په ورځ به د رايه ورکولو لپاره له بايومټريک سیستمه کار واخيستل شي او په دې اړه به د سياسي ګوندونو او خلکو اندېښنې لرې شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون وياند سيد حفيظ الله هاشمي نن په کابل کې د خبري ناستې پر مهال په خپل وخت د يادو ټاکنو پر ترسره کېدو ټينګار وکړ او ويې ويل چې په دې اړه عملياتي او لوژيستکي تياری نيول شوی دی.
دی وايي: "بل کار چې د ټاکنو د خپلواک کمېسيون تر جدي کار لاندی دی، د تلې په ٢٨مه د رايه ورکوونکو بايوميټريک کول دي، يا د بايوميټريک له لارې د رايې ورکول؛ زموږ څېړنې او مطالعې لا هم روانې دي، ۷۰ سلنه پرمختګونه شوي چې ممکنه ده له دې وسيلې کار واخيستل شي، خو ۳۰ سلنه تخنيکي او عملياتي پوښتنې لا هم پاتې دي او هيله من يو چې تر راتلونکو دوو درېيو ورځو پورې هغو ته هم ځوابونه پيدا کړو."
هغه زياته کړه، کمېسيون به تر ۳۰ سلنه پاتې مطالعې او څېړنو وروسته د سياسي ګوندونو، پر ټاکنو د څار بنسټونو او مدني فعالانو سره تر يوې علني ناستې وروسته په دې اړه خپل رسمي دريځ اعلان کړي.
د ده په وينا، د بايومټريک سيستم کارولو په اړه تر هوکړې وروسته به په ټول هېواد کې د رايې ورکولو د ٥١٠٠ مرکزونو ٢١٠٠٠ محلونو ته يوه، يوه دستګاه واستول شي.
د بايومټريک هغه دستګاه چې په پام کې ده په يادو ټاکنو کې وکارول شي، داسې يوه دستګاه ده چې کارول يې ساده دي.
د هغه په وينا، دغه دستګاه کولاى شي په څلوېښتو ثانيو کې د يوه رايه ورکوونکي انځور، د دوو ګوتو نښې او د هغه د تذکرې او سټېکر انځورونه واخلي.
دى وايي چې همدغه دستګاه تر دې پروسې وروسته د رايې ورکوونکي لپاره يو بل سټېکر چاپوي او دغه سټېکر به د رايې ورکونې پر پاڼه نښلول کېږي.
هاشمي وايي چې دغه دويم سټېکر يواځې همدغه دستګاه لوستلى شي.
د ده په وينا، ياده دستګاه د يوې المانۍ کمپنۍ ده چې په انلاين او غير انلاين ډول فعاليت کولای شي، لس ساعته د برېښنا ذخيره او يوه بله د برېښنا ذخيره (پاور بانک) لري چې تر ۷۱ ساعتونو پورې د دستګاه د برېښنا اړتيا پوره کولاى شي.
هاشمي وايي چې د امنيت ستونزه يوه جدي ننګونه ده، خو امنيتي او دفاعي ارګانونو ډاډ ورکړى چې د ټاکنو امنيت به ټينګ کړي.
ډېټابېس ته د رايې ورکوونکو رسول
هاشمي وايي چې د نن ورځې تر پايه به د ۸.۸ ميليونه هغو کسانو نومونه او په اړه يې اړين معلومات د کمېسيون ډېټابېس ته ولېږل شي چې د ټاکنو لپاره يې نومليکنه کړې ده.
دغه کمېسيون مخکې ويلي وو چې څه باندې نهه ميليونه کسانو په ټاکنو کې د رايې کارولو په موخه نومليکنه کړې ده.
هغه وويل چې تر سبا پورې به د ټولو رايو ورکوونکو نومونه او اړين معلومات تر چاڼ کولو وروسته ډېټابېس ته ورسول شي.
دى وايي چې وروسته به د ډېټابېس له مخې د نوم ورکوونکو نوملړ اعلان شي.
د ده په وينا، د ۳۱ ولايتونو د رايې ورکولو پاڼې چې حساس او غير حساس مواد په کې دي، کابل ته را رسېدلي او يواځې د کابل او ننګرهار پاتي دي. هغه وايي کېداى شي د تلې تر دويمې د دغو ولايتونو اړوند مواد هم کابل ته را ورسېږي.
هغه وايي، د ټاکنو ترسره کېدو په تړاو د عامه پوهاوي چارې هم تر لاس لاندې لري.
د ده په خبره، د عامه پوهاوي په موخه ۱۲ راډيويي او ټلويزيوني اعلانونه، ۸۰۰ بېلبورډونه، ۴۲۰زره پوستر او نور مواد چاپ شوي او ډېر ژر به وکارول شي.
دى وايي، که څوک د ټاکنو په اړه معلومات غواړي او يا کوم شکايت لري د ١٩٠ په وړيا شمېره دې اړيکه ټينګه کړي.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.