هرات (پژواک،۲۵وږی۹۷): په هرات کې د ولسي جرګې څو تنه کاندیدان او ځوانان وايي، ځينې سیاسي ګوندونه او کسان د خپلو ګوندي غوښتنو لپاره هڅه کوي د ټاکنو بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي او تر خپل واک لاندې یې راولي.
لسګونو هراتي ځوانانو چې د ولسي جرګې څو تنو کاندیدانو یې هم ملتیا کوله، نن په هرات کې د یوې ناستې پر مهال ټينګار وکړ چې اجازه به ورنه کړي چې په راتلونکو ټاکنو کې یې پر رایو لوبه وشي او د ځينې ډلو د لاس اله وګرځي.
اعتراض کوونکي له حکومت او ټولو سیاسي ګوندونو څخه غواړي چې د ټاکنو په بهیر کې لاسوهنه ونه کړي او د ټاکنو خپلواک کمېسیون دې هم خپله خپلواکي وساتي.
د دغې ناستې یوې ترتیبوونکي میر شهیر پژواک خبري اژانس ته وویل، د دوی د راټولېدو موخه د ځينو سیاسي کړیو او ګوندونو له خوا د ټاکنو بهیر د انحصار مخنیوی دی.
هغه زیاته کړه: ((موږ نه غواړو چې سیاسي کسان او ګوندونه د ټاکنو بهیر تر خپل واک لاندې راولي او موږ یې په مخ کې درېږو.))
یوه هراتي ځوان ضیاء ګل امیني په دې ناسته کې وویل: ((له سیاسي ګوندونو زما غوښتنه دا ده چې د هېواد وضعیت نور خراب نه کړي او د ولسي جرګې ټاکنې او د ټاکنو کمېسیون له ګواښونو سره مخامخ نه کړي.))
دوی ګواښ کوي چې که دا ځل د ولسي جرګې ټاکنې د زورواکو، سیاسي ګوندونو او حکومت په لاسوهنه وځنډېږي، نو راتلونکې ولسمشریزه او د ولایتي شوراګانو ټاکنې به خلکو ته مشروعیت ونه لري.
بلخوا په هرات کې د پارلماني ټاکنو یو شمېر کاندیدان د راتلونکو ټاکنو پر مشروعیت ټینګار کړی او د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غواړي چې خپله خپلواکي دې وساتي او د سیاسي ډلو، ګوندونو او کسانو د سیاسي لوبو تر اغېز لاندې رانه شي.
د ولسي جرګې کاندید سید عظیم کبرزاني په دې ناسته کې وویل: ((ګومان کېږي چې د ټاکنو په بهیر کې به ځينې کسان مداخله وکړي، خو زه فکر کوم چې په راتلونکو ټاکنو کې نړیواله ټوله مداخله وکړي، ځکه نړیواله ټولنه نه غواړي تېره تریخه تجربه تکرار کړي.))
د ولسي جرګې یوې بلې کاندیدې سوسن بهبود وویل، په اوسنیو شرایطو کې ځينې نړیوال او زورواکي کسان له ټاکنو ناوړه استفاده کوي او یو شمېر کاندیدانو ځان خپلواک معرفي کړی دی، په داسې حال کې چې د یو چا یا یو ګوند له لوري معرفي شوي دي چې دا د خپلواکو کاندیدانو او خلکو لپاره یو لوی خطر دی.
د دغو ځوانانو او پارلماني کاندیدانو اعتراض په داسې حال کې دی چې تېره ورځ د افغانستان ژغورنې لوی يتلاف په هرات کې د ټاکنو کمېسیون ولایتي ادراې مخې ته د تحصن خېمه ودروله او په ټاکنو کې يې د شفافیت غوښتنه کوله.
د ملي ايتلاف د پلویانو د دغه اعتراض په دوام او د تحصن خېمې په درولو سره د هرات امنیه قوماندان امین الله امرخېل نن ټینګار وکړ چې په هرات کې د ټاکنو بهیر هېڅ ستونزه نه لري، نو ځکه چاته د هغه د تړلو اجازه نه ورکوي.
د هرات د امنیه قوماندان ګواښ وروسته له هغې کېږي چې د لوی ملي ايتلاف پلویانو په څو ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیون دفترونه تړلي دي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.