ظاهرقدير: داعش دې له شينوارو خپلې ګډې بار کړي

جلال اباد(پژواک،۱۴ لړم۹۴): د ولسي جرګې لومړی مرستيال وايي، چې په شينوارو کې يې د داعش پر ضد د ولسي پاڅونونو پر مټ چريکي عمليات پيل کړي دي.
حاجي عبدالظاهر قدير د لړم په ۱۴مه، په سره ردو ولسوالۍ کې د شينوارو د سلګونه اوسېدونکو په قومي غونډه کې وويل، چې په نازيانو ولسوالۍ کې يې د داعش پر ضد د جګړې لپاره مرکز جوړ کړی دی.
قدير ګواښ وکړ: ((داعش که اورکزی وي،که افريدی وي او که پاکستانی وي خپلې کډې دې له شينوارو بار کړي او ځي دې، که نه د ولس له سخت غبرګون سره به مخ شي.))
هغه د داعش پر وړاندې مبارزه کې حکومت او ولايتي اداره کمزورې وبلله او يادونه يې وکړه: ((که حکومت يې زور نه لري راشاته دې شي، موږ د ولس په دفاع کې د سر قربانۍ ته تيار يو.))
ده دا هم وويل ، پايلو ته له رسېدو پرته به حکومت ته د دې وسله والو پر ضد د جګړې لپاره سيمه ييز پوليس ورنه کړي.
نوموړي په دې تړاو نور جزييات ور نه کړل، خو د بيا ځل لپاره يې يادونه وکړه، چې مېلشه سازي نه کوي او د وسله والو پر ضد جګړې ته چمتوالی لري.
د ولسي جرګې لومړى مرستيال وايي: ((زه د مېلشه سازۍ سخت مخالف يم او مېلشې نه جوړوم ،خو د ولس دفاع کوم او دا يې پر ما حق دی.))
حاجي ظاهر قدير د ننګرهار او ختيځو ولايتونو له خلکو د يووالي غوښتنه وکړه، خو هم مهال يې اعلان وکړ: ((زه شينواري په خوږياڼو، سرخورديانو او نورو نه ګټم، شينواري به شينواري ګټي.))
د شينوارو قومي مشر ملک نياز وويل، چې وسله والو يې په سيمه کې پر خلکو ظلمونه کړي او حکومت بايد په دې برخه کې لاپسې جدي شي.
هغه دا هم وويل، چې ولس د حکومت غږ ته په تمه دی او کله چې ترې غوښتنه وشي د وسله والو پر ضد به جګړې پيل کړي.
په دې غونډه کې يو شمېر نورو قومي مشرانو هم په خپلو خبرو کې د داعش وسله والو پر ضد د جديت غوښتنه وکړه او اعلان يې وکړ چې پاڅونونو ته چمتو دي.
د ولسي جرګې د لومړي مرستيال له دې څرګندو سره هم مهال همدا اوس هم په شينوارو زون کې د حکومتي سرتېرو عمليات روان دي.
د ننګرهار سيمه ييزو چارواکو همدا نن اعلان وکړ ، چې تېره شپه يې د اچين په يو شمېر سيمو کې د ګډو افغان او امريکايي سرتېرو په عملياتو کې تر ۲۸تنو داعش وسله وال  وژلي دي.
د ننګرهار امنيې قوماندانۍ دا عمليات بريالي بللي او ويلي يې دي، چې ډېرې سيمې يې د داعش وسله والو له نفوذه پاکې کړې دي.
داعش تراوسه په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.