کابل (پژواک،۹ غویی ۹۸): فیفا د ملي شورا په مراسمو کې له باور لیکونو پرته د ولسي جرګې د ۳۳ غړو پر ګډون نیوکه کوي او وايي، د شورا د پرانیستې په ورځ د څلورو ټاکنیزو حوزو د وروستیو پایلو اعلان د پوښتنې وړ دی.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ملي شورا له پرانیستې مخکې د ولسي جرګې د ۲۹ ټاکنیزو حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې وې او ددې شورا د پرانستې په ورځ (د غويي شپږمه) یې د میدان وردګو، بغلان، کندوز او کوچیانو حوزو د ولسي جرګې وروستۍ پایلې هم اعلان کړې.
د ۲۹ ټاکنیزو حوزو بریالیو نوماندانو ته چې شمېر یې ۱۶۹ تنو ته رسېږي د ملي شورا له پرانیستې مخکې باورلیکونه وېشل شوي، خو د څلورو نورو حوزو (میدان وردګو، بغلان، کندوز او کوچیانو حوزې) ۳۳ نوماندانو د باورلیکونو له ترلاسه کولو مخکې د شورا په پرانیست غونډه کې ګډون کړی دی.
د ولسي جرګې د دارالانشا یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې خپور شي وايي، یادو ۳۳ نوماندانو ځکه د ملي شورا په پرانیست غونډه کې ګډون درلود چې نوملړ یې له رسمي اعلان مخکې د جرګې له دارالانشا سره شریک شوی و.
خو د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ (فیفا) اجرایيوي رییس یوسف رشید د ملي شورا د پرانیستې په مراسمو کې د یادو ۳۳  کسانو پر ګډون نیوکه کوي او وايي، وکیل یا د ولسي جرګې غړی هغه کس ته وايي چې ټاکنیزه باورپاڼه یې ترلاسه کړې وي.
دی دغه اقدام نامسوولانه ګني او وايي، مخکښو نوماندانو ته د وثیقې وېشل په دې معنا دي چې دوی د ټاکنو ګټوتکي دي او کولای شي په ناسته کې ګډون وکړي.
دغه راز نوموړی زیاتوي: ((د څلورو ټاکنیزو حوزو د ولسي جرګې د ټاکنو د وروستیو پایلو بې وخته اعلان د حقوقي او تخنیکي څېړنو له اړخه زیاتې پوښتنې رامنځته کړې او څارونکي بنسټونه یې اندېښمن کړي دي.))
هغه له جزيیاتو پرته وویل: ((د شورا له پرانیستې یوه ورځ مخکې ټاکنیزو کمېسیونونو د یادو ولایتونو په اړه بل ډول تصمیم درلود، د وروستۍ پایلې اعلان داسې شک رامنځته کوي چې سیاسي فشارونه د یادو حوزو د وروستیو پایلو د اعلان لامل شوي دي.))
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمي وايي، د میدان وردګو، بغلان، کندوز او کوچیانو حوزو مخکښو نوماندانو ته د باورلیکونو وېش د رخصتیو له امله ځنډېدلی دی.
د ټاکنو کمېسیون تېره ورځ د پکتیا ولایت د ولسي جرګې د ټاکنو وروستۍ پایلې اعلان کړې خو تر اوسه د کابل د ټاکنو وروستۍ پایلې نه دي اعلان شوې.

 

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.