کابل (پژواک، ٤ تله ٩٧): د ټاکنو په اړه د کوچي مېرمنو د پوهاوي کچه ډېره کمه ده او په ټاکنو کې دغه درغلۍ ته زمینه برابرونکې ستونزه د دې لامل ګرځي چې کوچي مېرمنې ونه شي کولی خپلې رایې په سم ډول وکاروي.
د ټاکنو کمېسیون وايي چې سبا (د تلې پنځمه) به د عامه پوهاوي پروګرام پیل شي، خو د ټاکنو د یو شمېر څارونکو بنسټونو په خبره، ټاکنو ته پاتې موده خلکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره کافي نه ده.
ټاکل شوې د ولسي جرګې ټاکنې د روان کال د تلې په ۲۸مه (۲۴ ورځې وروسته) ترسره شي.
د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو له مخې، په ټول هېواد کې شاوخوا ۹،۵ ميلیونه کسانو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې چې شاوخوا ۳۴ سلنه یې مېرمنې دي او د ۳۱۷ مېرمنو په ګډون ۲۵۶۵ کسانو ولسي جرګې ته ځانونه کاندید کړي دي.
کمېسیون د نارينه او ښځې له توپير پرته لیکلي چې په رایې ورکوونکو کې ۱۶۸زره کوچیان شامل دي چې له پنجشېر، بامیانو او نورستان پرته یې په ټول هېواد کې نوم لیکنه کړې ده.
د کوچیانو لپاره چې اته ښځې او ۳۶ نارینه نوماندان لري، ټول هېواد خو د نورو کسانو لپاره یوازې هر ولایت یوه ټاکنیزه حوزه انتخاب شوې ده.
د ټاکنو په ورځ هر رایه ورکوونکی کوچی باید د نور مرحلو لکه د پېژندپاڼې لیدل او پر هغه د سټېکر کتنه، د رنګ په وسیله د ګوتې نښاني کېدل او نورو له طی مراحلو سربېره د رایې ورکولو په پاڼو کې په ۴۴ کاندیدانو کې د خپلې خوښې نوماند پیدا کړي.
دغه راز رایې ورکوونکی باید پوه شي چې د رایې ورکولو په پاڼه کې دې څه ډول د خپلې خوښې کاندید وټاکي، له دې پرته به یا د خپلې خوښې کاندید پر ځای بل کاندید ته رایه ورکړي او یا به هم د کاندید د سم نه په نښه کولو له امله د دوی رایې باطلې اعلان شي.
دا په داسې حال کې ده چې پژواک خبري اژانس په خوست، ننګرهار او کابل ولایتونو کې له یو شمېر کوچۍ مېرمنو سره خبرې کړې او ټولو ویلي چې د رایې ورکولو پر طریقه نه پوهېږي.
خانم جانه کوچۍ چې ۲۳ کاله عمر لري، د خوست ولایت د مرکز په «خاني خوړ» سیمه کې له خپلې کورنۍ سره اوسېږي.
نوموړې چې زده کړې نه لري، په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې خو نه پوهېږې چې څنګه رایه ورکړي.
هغې چې په تېرو ټاکنو کې ګډون نه درلود وویل: ((یوازې په دې پوهېږم چې رایه په صندوق کې اچول کېږي، خو نه پوهېږم چې صندوق ته تر رایې اچولو مخکې باید څه وکړم.))
خانم جانې زیاته کړه، هېچا ورته د ټاکنو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
نوموړې د ټاکنو د دقیقې نېټې په اړه هم نه پوهېږي او ويي ویل، غواړي هغه چا ته رایه ورکړي چې د کوچیانو لپاره ښوونځي او روغتیايي مرکزونه جوړ کړي.
 خو ۳۵ کلنه خانۍ یوه بله کوچۍ مېرمن ده چې د خوست ولایت په همدې سیمه کې ژوند کوي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې نوم لیکنه نه ده کړې، د ټاکنو په اړه یې وویل: ((کومې ټاکنې! څه وخت دي؟))
کله چې د پژواک خبریال نوموړې ته د ټاکنو په اړه معلومات ورکړل او وپوهېده چې کولای شي په ټاکنو کې ولسي جرګې ته یو کس د استازي په ډول انتخاب کړي، څو د کوچیانو د ستونزو د حل لپاره کار وکړي، وویل: ((پېژندپاڼه نه لرم، که مې درلودلای هغه چا ته مې رایه ورکوله چې افغانستان اباد او د کوچیانو ستونزې حل کړي.))
د یادې مېرمنې له خبرو څرګندېږي چې د خلکو د پوهاوي په ډېرېدو یې په ټاکنو کې ګډون زیاتېږي.
 دغه راز د ننګرهار ولایت د کامې ولسوالۍ د سربلند سیمې اوسېدونکې انارې کوچۍ چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې نوم لیکنه کړې وویل، د ټاکنو او رایې ورکونې د څرنګوالي په اړه نه پوهېږي؛ ځکه نوموړې په تېرو ټاکنو کې هم برخه نه ده اخیستې.
 هغه چې ۴۰ کاله عمر لري، وویل، نه یوازې دا، بلکې ټولو هغو کوچیانو ته چې په دې سیمه کې ژوند کوي، هېچا د ټاکنو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
د یادې سیمې د کوچیانو نورو مېرمنو ونه غوښتل چې د پژواک خبري اژانس له خبریال سر خبرې وکړي، خو انارې له حکومته وغوښتل چې کوچیانو مېرمنو ته هم د نورو مېرمنو په څېر پاملرنه وکړي.
دغه ستونزه د  هېواد په پلازمېنه کابل کې چې د کوچیانو نږدې نیمايي مېرمنو په ټاکنو کې د ګډون لپاره نوم لیکنه کړې، هم موجوده ده.
شین ګله هغه پېغله کوچۍ ده چې د کابل ښار د څرخي پله په سیمه کې له خپلې کورنۍ سره ژوند کوي او په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې نوم لیکنه کړې ده.
خو نوموړې هم د رایې ورکولو په اړه معلومات نه درلودل او ويې ویل: ((مجبوره یم چې د ټاکنو په ورځ د ټاکنو کمېسیون له کارکوونکو مرسته وغواړم چې څه ډول رایه ورکړم.))
هغې زیاته کړه، تر نن ورځې چې ټاکنو ته له یوې میاشتې کم وخت پاتې دی، هېڅ دولتي او نادولتي بنسټونو په دې سیمه کې مېشتو نورو کېچیانو ته د ټاکنو او رایې ورکولو په اړه معلومات نه دي ورکړي.
پېغلې شین ګلې چې زده کړې نه لري، تر اوسه پرېکړه نه ده کړې چې چا ته رایه ورکړي خو زیاته یې کړه: ((هغه چا ته رایه ورکوم چې کوچۍ نجونو ته د سواد زده کړې کورسونه، خیاطي او نور جوړ کړي.))
یو شمېر نورې لوستې کوچیانې هم د ټاکنو او رایې ورکولو د څرنګوالي په اړه پوره معلومات نه لري.
بي بي نسیمه یوه کوچۍ مېرمن ده چې په څرخي پله کې د «جنت ګل خان» ښوونځي د سرښوونکې په توګه دنده لري، وايي: ((ما خپله تذکره سټېکر کړې ده او غواړم په ټاکنو کې ګډون وکړم او حتمن ګډون په کې کوم؛ ځکه دا یو ملي بهیر دی.))
نوموړې د ټاکنو او رایې ورکولو په اړه د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: (( ټاکنې په پارلمان کې زموږ د وکیل د ټاکلو لپاره دي، خو که رښتیا ووایم د رایې ورکولو په طریقه نه پوهېږم.))
نسیمې زیاته کړه، د رایې ورکولو پر طریقه ځکه نه پوهېږم چې په تېرو ټاکنو کې رایه ورکول د ځانګړي کارت له لارې ترسره کېدل خو اوس ټاکل شوې د بایومټریک سیستم له لارې ترسره شي چې نوموړې د هغه په اړه هېڅ معلومات نه لري.
د هغې په خبره، تر اوسه نه یوازې مېرمنو، بلکې نارینه کوچیانو ته په داسې حال کې د ټاکنو په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي چې کوچیان د نورو په پرتله دې ډول معلوماتو ته ډېره اړتیا لري.
نسیمې د ټاکنو له خپلواک کمېسیونه وغوښتل چې ټولو خلکو په ځانګړې توګه کوچیانو ته دې د ټاکنو په اړه معلومات ورکړي.
د اندېښنې وړ ننګونه                
د کوچیانو ریاست سرپرست حکمت الله حکمت له شمېر وړاندې کولو پرته وویل، له یوې خوا د تېرو ټاکنو په پرتله په دې ټاکنو کې د کوچیانو ګډون کم دی او له بلې خوا هغه کسان چې په ټاکنو کې د ګډون لپاره یې نوم لیکنه کړې، د ټاکنو په اړه لازم معلومات نه لري.
نوموړي له جزئیاتو پرته وویل، «د پېژندپاڼې اخیستو پر مهال په پروان او بامیانو کې له کوچیانو سره تعصب» د تېر په پرتله د رایې ورکوونکو کوچيانو د کمښت لامل وباله.
حکمت زیاته کړه: ((د ټاکنو او رایې ورکولو په اړه د کوچیانو نه پوهېدل یوه لویه ستونزه ده چې زموږ لپاره د اندېښنې وړ ده.))
هغه وویل، د کوچیانو عمومي ریاست څو ځلې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون سره دا ستونزه شریکه کړې ده او هغې ته یې د رسېدو غوښتنه کړې ده خو تر اوسه يې د پوهاوي کوم پروګرام نه لري.
د افغان مېرمنو شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوولې روبینا همدرد په دې اړه وویل: ((رښتيا چې کم پوهاوی ورکړل شوی دی او د ټولو مېرمنو په ځانګړې توګه کوچي مېرمنو د پوهاوي کچه ډېره کمه ده او زه فکر کوم چې کوچیانو ته اصلاً پوهاوی نه ورکړل شوی.))
د نوموړې په خبره، د افغان مېرمنو شبکې د کابل او یو شمېر نورو ولایتونو په ځينو ولسوالیو کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه جوړ کړي خو تر اوسه یې د کوچیانو لپاره دا ډول ځانګړی پروګرام نه دی جوړ کړی؛ ځکه په هغو ولسوالیو کې کوچیان ژوند نه کوي.
خو هغې زیاته کړه: ((اوس مې چې له تاسو سره خبرې وکړې، همدې باریکۍ ته متوجه شوم او امکاناتو ته په کتو به  کوچۍ مېرمنو ته د پوهاوي پروګرامونه جوړ کړو.))
 د ټاکنو په اړه د معلومات نه لرلو بدې اغېزې
د افغان مېرمنو شبکې د عدالت غوښتنې برخې مسوولې روبینا همدرد د ټاکنو په اړه د خلکو په ځانګړې توګه مېرمنو او په خاص ډول کوچۍ مېرمنو ته د معلوماتو نه لرل یوه ننګونه وبلله.
د نوموړې په خبره، اټکل کېږي چې د تېر په پرتله به له یوه لوري په ټاکنو کې د کوچیانو مېرمنو ګډون کم وي او له بلې خوا به د دوی نه پوهېدل د دې لامل شي چې خپلې رایې په سم ډول ونه شي کارولاي.
دغه راز همدرد وویل، په همدې دلیل اټکل کېږي چې د رایې ورکولو له حق څخه بې خبري به د دې لامل شي چې کوچیان نارینه به مېرمنې مجبورې کړي چې د دوی(نارینه و) د خوښې وړ نوماند ته رایه ورکړي.
په افغانستان کې د ازادو او عادلانه ټاکنو موسسې (فیفا) اجرایه رییس یوسف رشید هم وویل،  د رایې ورکونې د څرنګوالي او د رایې د حق په اړه د کوچي مېرمنو نه پوهېدل به د ناوړه ګټه اخیستنې او درغلي سربېره د دا ډول مېرمنو د رایې د باطلېدو لامل وګرځي.
د پوهاوي ورکولو لپاره د کمېسیون هڅې
د ټاکنو کمېسیون مرستیال ویاند ذبېح الله سادات وویل چې یاد کمېسیون تر اوسه خلکو ته د پوهاوي ورکولو لپاره راډیويې او ټلوېزیوني پیغامونه او سلکونه بیلوردونه جوړ کړي دي.
هغه وویل، له پنجشنبې ورځې (د تلې له پنځمې) څخه د ټاکنو او رایې ورکولو د څرنګوالي په اړه نه یوازې کوچیانو بلکې په ټول هېواد کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه پيل کېږي.
نوموړي دې پوښتنې ته په ځواب کې چې ایا په ۲۳ ورځو کې ټولو رایې ورکوونکو ته لازم پوهاوی ورکول کېدای شي وویل، کمېسیون هڅه کوي چې د امکان تر کچې ټول خلک د پوهاوي ورکولو له پروګرامونه ګټمن شي.
د پوهاوي ورکولو لپاره ناوخته شوی
د فیفا اجرائیه رییس وویل، د ټاکنو کمېسیون او مدني بنسټونو له خوا د ټاکنو په اړه د پوهاوي ورکولو د پروګرامونو جوړېدل د ټولو خلکو په ځانګړې توګه د هېواد لږکیو لکه کوچیانو ته ډېر اړین دي.
خو د نوموړي په باور ډېره سخته ده چې د ټاکنو کمېسیون او په دې برخه کې مرستندویه نادولتي بنسټونه د «ناسم مدېریت» او امنیتي ستونزو په پام کې نیولو سره ټاکنو ته له یوې میاشتې په کمه موده کې په ټول هېواد کې د پوهاوي ورکولو پروګرامونه په لازم ډول ترسه کړي.
د هغه په خبره، فیفا مخکې د ټاکنو کمېسیون او اړوند ارګانونو غوښتي وو چې د ټاکنو په اړه عامه پوهاوي ته ډېره پاملرنه وکړي خو پایله یې نه درلوده.

Add new comment

CAPTCHA
This question is for testing whether or not you are a human visitor and to prevent automated spam submissions.

دورستیو خبرونو، فیچرونو ، مرکو ، ویډیو او انځورونو ته دلاسرسي په موخه دپژواک خبري آژانس مبایل اپلکیشن ډانلوډ کړئ.