ګوندونه

 
کابل (پژواک ١٤ وږى ٩٣): د افغان ملت ګوند او د تحول او دوام ټيم لوړپوړي غړي د ټاکنو د وروستيو پايلو پر ژر اعلانولو ټينګار کوي او ګواښ يې وکړ چې هېچا ته به اجازه ور نه کړي چې د هېواد ثبات او ملي ګټې په خطر کې واچوي.
په هغې غونډه کې چې نن د افغان ملت ګوند له خوا په کابل کې جوړه شوې وه، لسګونه سياسي څېرو او د ياد ګوند غړو ګډون کړى و، ټينګار وشو چې د ټاکنو شپږ مياشتې ووتې خو لا هم نوى ولسمشر نه دى ټاکل شوى او هېواد له امنيتي، اقتصادي او ټولنيزو ستونزو سره مخ دى.

 
فراه (پژواک ۱۳ وږی ۹۳): په فراه کې د افغان ملت ګوند له خوا لاريون وشو او د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه يې د نوي ولسمشر د ژر اعلانولو غوښتنه وکړه.
دا لاريون چې نن (د وږي ۱۳مه) د فراه په ښار کې ترسره شو، د دغه ګوند د فراه چارواکو او تر ٣٠٠ پلويانو يې ګډون کړى و.
جمال الدين پاچاخېل په فراه کې د افغان ملت ګوند مشر ، چې په دغه لاريون کې يې ګډون کړى و، وويل: ((موږ د ټاکنو له خپلواک کمېسيونه غواړو چې ډيموکراسۍ او د ولس رايو ته احترام وکړي او هر څه ژر دې نوی قانوني ولسمشر را وپېژني.))

 
کابل (پژواک ١١ وږى ٩٣): د ١٣٩٣ کال ولسمشريزې ټاکنې چې يو شمېر سياسي کورنۍ يې سره وېشلي، دوه وروڼه، نصرالله بريالى ارسلايي او حاجي دين محمد اوس د دوو سيالو ډلو د پرېکړو په سر کې دي.
ارسلايي د ډاکټر عبدالله عبدالله او حاجي دين محمد د اشرف غني احمدزي د ټاکنيزو ډلو لوړپوړي غړي دي.
نصرالله بريالى ارسلايي د امان الله جبارخېل زوى، په ١٣٣٧ هـجري لمريز کال په ننګرهار کې زېږېدلى دى.
ارسلايي د امير شېرعلي خان په کابينه کې د بهرنيو چارو د وزير، ارسلا خان په کورنۍ پورې منسوب او د وژل شوو جهادي قوماندانانو حاجي عبدالقدير او عبدالحق ورور دى.

 
کابل (پژواک ٨ وږى ٩٣): د "حزب اسلامي د شوراګانو يووالى" د ټاکنو له خپلواک کمېسيون نه وغوښتل چې د ملګرو ملتونو په همکارۍ پر ټاکل شوي وخت د ټاکنو وروستۍ پايلي اعلان کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسيون څه موده وړاندې ويلي وو چې د روانې مياشتې په يوولسمه به د ولسمشريزو ټاکنو د دويم پړاو وروستۍ پايلې اعلان کړي.
د اړوندې موضوع په اړه د "حزب اسلامي د شوراګانو يووالي" نن د لويې جرګې په خېمه کې غونډه جوړه کړې وه او په ياده غونډه کې د دغه حزب شاوخوا درېيو زرو غړو برخه اخيستې وه.

 
ګردېز(پژواک ٦ وږى ٩٣): د پکتيا والي ګواښ وکړ، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټيم دې په بېلابېلو دريځونو سره نور د خلکو حوصله نه ازمايي.
د پکتيا والي جمعه خان همدرد پرون په ګردېز ښار کې د پکتيا ولايت امنيتي غونډې ته وويل،چې د همپالنې ټيم له يوې خوا په واک کې شريکېدل غواړي او بله خوا د موازي حکومت لپاره هڅې کوي.
تر دې مخکې پرون د ډاکټر عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډله د خپلو تخنيکي غوښتنو د نه منلو په ادعا د رايوتفتيش له پروسې ووتله او وروسته د تحول او تدوام ډلې اعلان وکړ، چې دوى هم  د يوناما په غوښتنه له دې پروسې ووتل.

 
کابل (پژواک ٢٥ زمرى ٩٣): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډلې کابل ته د پلاوي لېږلو خبره رد کړه.
له تېرو دريو ورځو راهيسې په ټولنيزو شبکو کې داسې خبرونه خپاره شوي، چې ګواکې انجنير حکمتيار د يوه پلاوي په مشرۍ د شنبې په ورځ (د زمري ٢٥مه) کابل ته راځي.
خو د دې ډلې د سياسي چارو مسوول ډاکټر غيرت بهير له پژواک خبري اژانس سره د خبرو پر مهال دا اوازې رد کړې.
هغه زياته کړه، چې دا خبرې بې اساسه دي او هېڅ واقعيت نه لري.
دى وايي: ((نه زه او نه هم د حزب اسلامي بل کوم پلاوى کابل ته روان دى او نه هم هلته کومې خبرې غونډې ته وينا کوي.))

 
کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): افغان ملي غورځنګ د دواړو کانديدانو له خوا د ګد حکومت پر رامنځته کولو نيوکه کوي او وايي چې د ملي وحدت په نوم د دغه ډول حکومت جوړول د خلکو پر رايې د معاملې معنا لري.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې وروسته له هغه له ستونزو سره مخ شوې چې د ډاکټر عبدالله عبدالله په مشرۍ د اصلاحاتو او همپالنې ډلې د ډاکټر اشرف غني احمدزي په مشرۍ د تحول او تدوام ډله پر درغليو تورنه کړه.

کابل (پژواک ٢٠ زمرى ٩٣): د بهرنيانو له اډو سره د مخالفت او ملي يووالي جبهې، د ملي يووالي په نوم د حکومت د رامنځته کولو لپاره وروستۍ هلې ځلې په هېواد کې د کمزوري حکومت د جوړولو لپاره مافيايي جوړجاړى بولي او د يوه لنډمهاله حکومت د رامنځته کېدو غوښتنه کوي.
د ولسمشرۍ دويم پړاو ټاکنې، له اعتراضونو وروسته په ناندريو بدلې شوې، خو په پايله کې له شاوخوا يوې مياشتې ټاکنيزو خنډونو وروسته، د امريکا د بهرنيو چارو وزير او د ملګرو ملتونو د استازي په منځګړيتوب حل شوې او دواړو نوماندانو د سل سلنې رايو پر بياشمېرنې او د ملي يووالي حکومت په رامنځته کولو هوکړه وکړه.

 
کابل (پژواک ٤ زمرى ٩٣): د چارو يو شمېر شنونکي، د "ملي يووالي حکومت پر طرحې" نيوکې کوي او وايي چې ځيني کسان غواړي د ملي يووالي حکومت په نوم د طرحې په پلي کېدو سره امتيازونه ترلاسه کړي.
د" ملي وحدت حکومت" خبره وروسته له هغه د خلکو پر ژبو ګرځې راګرځي چې د دوو ټاکنيزو ډلو (تحول او تداوم او اصلاحاتو او همپالنې) ترمنځ د ستونزو د هواري په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته راغى او دواړه نوماندان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) يې سره پخلا کړل.
له جان کيري سره تر خبرو وروسته نوماندانو وويل، چې ټولې رايې به څېړل کېږي او د "ملي وحدت" حکومت به جوړوي.

 
کابل (پژواک، د زمري لومړۍ نېټه ٩٣): د "ملي اجنډا کنفرانس" وايي چې د ملي وحدت دولت د جوړولو طرحه د دوى وه او د افغانستان د ستونزو د حل يواځينۍ لار "د ملي يووالي دولت" جوړول دي. د" ملي وحدت حکومت" خبره وروسته له هغه د خلکو پر ژبو ګرځې راګرځي، چې د دوو ټاکنيزو ډلو (تحول او تداوم او اصلاحاتو او همپالنې) تر منځ د ستونزو د هواري په موخه د امريکا د بهرنيو چارو وزير افغانستان ته راغى او دواړه نوماندان (اشرف غني احمدزى او عبدالله عبدالله) يې سره پخلا کړل.
له جان کيري سره تر خبرو وروسته نوماندانو وويل، چې ټولې رايې به څېړل کېږي او د ملي وحدت حکومت به جوړوي.

Pages

Subscribe to ګوندونه