کابل (پژواک، ۶ کب ۹۸): د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر د ملي يووالي حکومت د مشرانو ترمنځ د سياسي اختلافاتو پر حل ټينګار کوي او وايي چې دغه روان کړکېچ د سولې پروسه له ننګونو سره مخ کوي.
د افغانستان د ملي محاذ ګوند مشر حامد ګیلاني د کب په ٦مه کابل کې د يوې خبري غوندې پر مهال وويل، اوس یې وخت را رسېدلی چې د سولې لپاره جدي هلې ځلې وشي او یاده پروسه له هېڅ ډول خنډ سره مخ نه کړاى شي.
د ګیلاني په اند که چېرې د سولې هڅې له خنډ سره مخ شي نو د تېرو شلو کلونو هلې ځلې او لاسته راوړنې به له منځه ولاړې شي.